BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دنده پیل کړه، ننګونې به یې څه وي؟
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي لخوا د افغانستان لپاره د دې سازمان ځانګړې استازې رباب فاطمه کابل ته رسېدلې او خپل دنده یې پیل کړې ده. په ملګرو ملتونو کې سرچېنو بيبيسي ته ویلي، نوموړې پرون شنبه کابل ته رسېدلې او کار یې پیل کړی دی.
یو نړیوال خیریه بنسټ په سوریه کې د "ورک شویو" ماشومانو د قضیې په تړاو خپل یو راپور نه خپروي
یو نړیوال خیریه بنسټ چې د ماشومانو لپاره کار کوي، غوښتنه یې کړې وه چې د سوریې د کورنۍ جګړې پر مهال په ځانګړې توګه هغه وخت کې چې ځینې ماشومان له خپلو کورنیو جلا کړل شوي وو، د دغه بنسټ د کړنو په اړه هر اړخیزه څېړنه وشي. اوس همدا نړیوال بنسټ وایي، پرېکړه یې کړې چې د څېړنو پایلې دې اعلان نه شي.
فرانسه کې له تاوتریخجنو لاریونونو وروسته، لوټمار او اورلګېدنې؛ تر ۱۲۰۰ ډېر کسان نیول شوي
په فرانسه کې د شنبې په ورځ د ښوونځیو د وضعیت او د ژوند د لګښتونو د لوړېدو پر ضد پراخ او تاوتریخجن لاریونونه شوي. د فرانسوي حکومت په وینا، شاوخوا ۵۵۰ زره کسان لارو کوڅو ته راوتلي وو او لږ تر لږه ۱۲۰۰ تنه نیول شوي دي.
پر ډیورنډ کرښه تازه نښتې شوې، دواړه لوري د پېښې په اړه متضادې ادعاوې کوي
د پاکستان او افغانستان ترمنځ ډیورنډ کرښه د نښتو راپورونه ورکړل شوي او دواړه لوري د پېښې په اړه بېلابېل او متضادې ادعاوې کوي.
بلوچستان کې نامعلومو وسلهوالو لږ تر لږه ۲۰ پاکستاني پولیس تښتولي
د بلوچستان د کلات او مستونګ ولسوالیو ترمنځ پر لاره ۲۰ پولیس نامعلومو وسلهوالو تښتولي. دا پولیس هلته د جلب او جذب یوه مرکز ته روان وو. موټر چلوونکی او درې نور کسان خوشي شوي، خو د تښتول شویو پولیسو څرک لا نه دی لګېدلی.
اسرائیلي مېشتېدونکو لوېدیځه غاړه کې د زیتون حاصل ټولولو پر مهال پر فلسطینیانو برید کړی
د فلسطین په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د زیتون د کلني حاصل ټولولو پر مهال لسګونو مخ پټو اسرائیليانو پر فلسطینیانو بریدونه کړي دي.
ماشومان کولی شي پروټین پوډر وکاروي؟
۱۲ کلن بین په ډېرې بې صبرۍ غواړي چې د پروټین پوډر وازمويي، خو یوه ستونزه شته: هغه ستونزه زه یم، د هغه مور. هغه وايي: "شاوخوا شل ځله مې غوښتنه کړې، خو ته هر ځل یوازې نه راته وایې!" هغه ادعا کوي چې پروټین پوډر به یې "لا چاغ او غټ" کړي او دا هم وايي چې د هغه نوروهلکان ملګري یې کاروي.
د سوېل ختیځې اسیا د ساه بندوونکي زهرجن لوګي پړه پر چا ده؟
اندونیزیا په تېره یوه لسیزه کې د ځنګلونو له تر ټولو سختو اورلګېدونکو سره مخ شوې، له دغه درکه راپورته شوی زهرجن لوګی او دوړې د سیمې د میلیونونو اوسېدونکو لپاره بېخي د ساهبندۍ لامل شوی.
ټرمپ د روسیې پر وړاندې ګڼ نوي بندیزونه وځنډول
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د روسیې پر وړاندې ګڼ بندیزونه، محدودیتونه او ګمرکي تعرفې ځنډولي دي، چې ټاکل شوې وه د یکشنبې په ورځ نافذ شي. هغه د یوه اجرائیوي فرمان په صادرولو ویلي چې د ځینو بندیزونو ځنډول د متحده ایالاتو د "ملي ګټو" په اډانه کې دي. ټاکل شوې وه چې د روسیې له خوا امریکا ته پر ټولو صادرېدونکو توکو، د خامو تېلو او ګازو په ګډون، تر ۱۰۰ سلنې پورې ګمرکي تعرفې ولګول شي.
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټیلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
د سعودي او انصارالله ډلې ترمنځ نښتو کې کومې وسلې کارول کېږي؟
د بي بي سي د حقیقت موندنې ډلې د "اکلډ" سازمان معلومات تحلیل کړي، چې په یمن کې د حوثیانو او د سعودي عربستان په مشرۍ د ټلوالې ترمنځ د تاوتریخوالي د زیاتوالي پر مهال تر ټولو د پام وړ کارول شوې وسلې په ګوته کړي. په دغو وسلو کې د اوږد واټن بالستیک توغندي، بېپیلوټه الوتکې او د امریکا او اروپا په جوړو جنګي الوتکو شاملې دي.
د طالبانو حکومت سفیر: 'پاکستان د سیمې امنیت او ثبات ته ګواښ دی'
په مسکو کې د منځنۍ اسیا او افغانستان د امنیت په تړاو د درېیو مهمو سیمهییزو سازمانونو ګډه دوه ورځنۍ ناسته کې د طالبانو حکومت سفیر پر پاکستان سخت لفظي ګوزارونه کړي دي. په مسکو کې د طالبانو حکومت سفیر ګلحسن حسن دې غونډې ته په خپلو خبرو کې وویل، اوسمهال د افغانستان او سیمې امنیت ته یواځیني ګواښ پاکستان دی.
د مکې مکرمې یوه جومات کې د "فحشا" په تور یو بنګلهدېشی سړی او ښځه اعدام شول
د سعودي عربستان کورنیو چارو وزارت وايي چې د سپېڅلي ښار مکې مکرمې په یوه جومات کې دننه د "فحشا" په تور نیول شوی بنګلهدېشی سړی او ښځه اعدام شوي دي. د دغه هېواد دولتي خبري اژانس (سعودي پرېس ايجنسي) د کورنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې ویلي چې په نذر الاسلام عبدالبصیر نومي سړي او سيتي اختر نومې ښځې باندې تور و چې د مکې مکرمې په یوه جومات کې دننه یې "د فحاشۍ عمل ترسره کړی و".
عراق کې د جنسي تاوتریخوالي پر وړاندې د مبارزې بیه؛ د مرګ ګواښونه او انزوا
"راښکته شه، د خلکو په مخ کې راښکته شه!" دا د یوې عراقي ښځې چیغې دي چې په یوه ویډیويي کلیپ کې اورېدل کېږي. نوموړې هڅه کوي چې په بغداد کې د یوه له ګڼې ګوڼې ډک سړک پر سر یو سړی له خپل موټره راوباسي. ښځې دا ویډیو په خپل ګرځنده ټیلیفون ثبت کړې ده. دې مېرمنې تور پورې کړی چې موټر چلوونکي ناوړه عمل ترسره کاوه او سپک او فاش الفاظ یې کارول. موږ دا ویډیو او دې ته ورته نورې ویډیوګانې د عراق د ښځو د فعالې ساره جاسم د انسټګرام پر پاڼه ولیدې.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان
واورئ, غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.
















































