اسرائیل ته روانه الوتکه د پیلوټانو د شخړې له امله بل لور ته لاړه

فلا دوبی الوتکه
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

اسرائیلي رسنیو ته چارواکو ویلي چې له دوبۍ تل ابیب ته روانه یوه الوتکه د پیلوټانو ترمنځ د شخړې له امله په ناڅاپي ډول سعودي عربستان ته واړول شوه.

د فلای دوبۍ اړوند الوتکه، چې د چهارشنبې سهار وختي د متحده عربي اماراتو له دوبۍ نړیوال هوايي ډګره الوتنه کړې وه، د سفر له پیله شاوخوا دوه ساعته وروسته یې د بېړني حالت نښه (Emergency Code) فعاله کړه. دا خبره د الوتنو د څار ویبپاڼې(Flightradar24 )کړې ده.

د ویبپاڼې د معلوماتو له مخې، څو دقیقې وروسته الوتکې هغه کوډ هم فعال کړ چې تر ډېره د الوتکې د یرغمل کېدو (Hijacking) د راپور لپاره کارول کېږي، خو وروسته بېرته د عمومي بېړني حالت کوډ ته واوښته.

د اسرائیلو د لومړي وزیر دفتر ویلي چې داسې نه ښکاري چې دا پېښه د الوتکې د برمتې یا یرغمل کېدو له امله رامنځته شوې وي.

سپرلیو ځايي رسنیو ته ویلي چې د پېښې پر مهال، کله چې الوتکه ناڅاپه ټیټېده، هغوی پر خپل ژوند وېرېدلي وو.

ځايي رسنیو د اسرائیلي دفاعي چارواکو له خولې راپور ورکړی چې ښايي د بېړني حالت دغه نښه د پیلوټ او مرستیال پیلوټ (کو-پیلوټ) ترمنځ د لفظي یا فزیکي شخړې له امله فعاله شوې وي.

د (FZ1073 ) شمېرې الوتکه، چې شاوخوا ۱۵۰ کسان په کې سپاره وو او ډېر یې اسرائیلیان وو، ټاکل شوې وه چې د اسرائیلو د بن ګوریون هوايي ډګر کې ښکته شي، خو پر ځای یې د سعودي عربستان په شمال ختیځ کې د تبوک هوايي ډګر کې ناسته وکړه.

د فلای دوبۍ یوه ویاند منلې ده چې الوتکه "د سفر پر مهال له یوې پېښې سره مخ شوې وه" او زیاته یې کړه چې د نورو جزئیاتو له ترلاسه کېدو سره به تازه معلومات خپاره شي.

هغه وویل: "زموږ ډلګۍ له اړوندو چارواکو سره نږدې همغږي او همکاري کوي."

د ( Flightradar24) معلومات ښيي چې الوتکې د سعودي عربستان پر فضا د الوتنې له پیله شاوخوا دوه ساعته وروسته په چټکۍ سره ارتفاع راکمه کړې ده. الوتکه د سهار پر پنځه بجې او ۲۱ دقیقو (06:21 BST) له دوو دقیقو په لږه موده کې تر ۱۷ زره فوټو (له ۵ زره مترو زیات) ډېر ټیټه شوې ده.

د سهار پر پنځه بجو او ۴۰ دقیقو الوتکه د لنډ وخت لپاره د اردن هوايي حریم ته ننوتله، خو څو دقیقې وروسته بېرته سعودي عربستان ته وګرځېده او هلته یې د ناستې لپاره ښکته کېدل پیل کړل.

د اسرائیلو هوايي ځواک د پېښې په غبرګون کې جنګي الوتکې واستولې، او لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د دې پېښې په اړه بیړنۍ سلا مشورې هم وکړې.