بلوچستان کې نامعلومو وسلهوالو لږ تر لږه ۲۰ پاکستاني پولیس تښتولي

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
رپوټونه وايي، د پاکستان بلوچستان ایالت د کلات او مستونګ ولسوالیو ترمنځ پر لاره ۲۰ پولیس نامعلومو وسلهوالو تښتولي دي.
د حکومتي چارواکو په وینا، تښتول شوي پولیس د جمعې پر ورځ له کلاته نوشکي کې د جلب او جذب یوه مرکز ته روان وو، چې پر لاره وسلهوالو له ځان سره یوړل.
یو لوړپوړي حکومتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط د پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي، چې تښتول شوي پولیس د رخشان ډویژن د واشک، چاغي، خاران او نوشکي ولسوالیو اوسېدونکي دي.
دغه چارواکي ویلي: ": لږ تر لږه ۲۰ پولیس سرتېري په یوه مسافر وړونکي فلانکوچ کې روان وو چې د ولسوالۍ په ګورګینه نومې لیرې پرتې او شاړې غرنۍ سیمه کې وسلهوالو د هغوی موټر درولی او دا راستنېدونکي پولیس یې ورسره وړي دي."
چارواکي وایي، وسلهوالو تښتولي پولیس د مستونګ ولسوالۍ حدودو ته وړي او وروسته یې نامعلوم لوري ته بېولي دي، خو موټر چلوونکی او دوه یا درې نور مسافر یې خوشي کړي.
کوټه کې ازاد خبریال محب الله خان ته سرچینو ویلي، امنیتي ځواکونو د تښتول شویو پولیسو راخوشي کولو لپاره هڅې پیل کړې دي. تراوسه نه ده معلومه چې دا کسان چا تښتولي او نه هم کومې وسلهوالې ډلې د دې تښتونو مسؤلیت منلی دی.
په بلوچستان کې په دې وروستیو کې د حکومتي چارواکو د تښتولو پېښې ډېرې شوې دي.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
تېره پنجشنبه نامعلومو وسلهوالو د کوټې خاران ته د سفر پر مهال د کلات ډویژن کمېشنر اسدالله کاکړ او د هغه موټر چلوونکی وتښتول. تر اوسه د دواړو د بېرته راخوشي کېدو خبر نه دی ورکړل شوی.
تر اوسه کومې ډلې د کاکړ د تښتونې مسوولیت هم پر غاړه نه دی اخیستی.
د بلوچ ازادي غوښتونکو (BLA) په څېر بېلتونپالو وسلهوالو ډلو په دې وروستیو کې په دغه ایالت کې پر امنیتي ځواکونو د بریدونو مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.
دا غورځنګ او نورې بېلتونپالې وسلهوالې ډلې پر فدرالي حکومت تور لګوي چې ځايي خلک د بلوچستان له معدني او طبیعي سرچینو بې برخې کوي. خو د پاکستان فدرالي حکومت دا تورونه ردوي او ادعا کوي چې هند دا ډلې تمویولي. هند په وار وار د اسلام اباد دا ډول څرګندونې کلکې رد کړې دي.



















