د نیپال سېلابونه: د بهرنیو چارو وزیر د مړو د ساتلو لپاره د یخچالونو غوښتنه وکړه

د عکس سرچینه، AFP
د نیپال د پیښو د خطر کمولو او مدیریت ملي اداره د وروستیو خپرو شویو شمېرو له مخې، په نیپال کې د مړو شویو کسانو شمیر ۶۷۵ ته رسېدلی دی.
چارواکي وایي چې په دې ناورین کې لږ تر لږه ۲,۴۹۸ کسان ژغورل شوي او ۲۱۹ نور ټپیان شوي دي.
د پیښو د خطر کمولو او مدیریت ملي اداره (NDRRMA) زیاتوي چې د پلټنې او ژغورنې په عملیاتو کې د مرستې لپاره تر ۱۸,۷۰۰ زیات ژغورونکي ګمارل شوي دي.
په ورته وخت کې، د نیپال د بهرنیو چارو وزیر له بهرنیو هېوادونو مرسته غوښتې چې د سېلاب د قربانیانو د مړو د ساتلو لپاره یخچالونه ور چمتو کړي، چې کورنۍ وکولای شي خپل ورک شوي عزیزان وپېژني او ومومي.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس سرچینه، AFP
تر دې مخکې په یوه خبري کنفرانس کې شیشیر کهنال وویل چې "په لاندېنیو سیمو کې په سلګونو مړي موندل شوي دي."
هغه وویل: "د دې خطره شته چې دا مړي ژر خراب شي، ځکه چې دا جسدونه د اوږدې مودې لپاره په اوبو کې پاتې شوي دي." هغه زیاته کړه چې نیپال د مړو د کنګل ساتلو لپاره "خورا محدود" ځای لري.
نوموړي وویل چې دی له بهرنیو حکومتونو فعال ملاتړ غواړي چې د مړو د خوندیتوب او ساتنې لپاره لارې چارې ومومي.
د نیپال د بهرنیو چارو وزیر شیشیر کهنال پر نړۍ غږ کړی چې د اقلیمي بدلون د حل لپاره د"نړیوالې هڅې" پیل وکړي.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس سرچینه، AFP
تر دې مخکې په یوه خبري کنفرانس کې، کهنال خپل هېواد د شنو خونو ګازونو د تر ټولو کمو خپرونکو له ډلې وباله، حال دا چې د نړیوالې تودوخې له خورا لویو قربانیانو دی.
کله چې ترې وپوښتل شول چې ایا حکومت په دې سیمه کې د واورېین توپانونو (اوالانش) په اړه د پلټنو پلان لري چې د ناورین په لامل ښه پوه شي، کهنال وویل حکومت غواړي نورې څېړنې هم ترسره کړي او زیاته یې کړه چې له چینايي څېړونکو سره د همالیا په بدلونونو د ښه پوهېدو لپاره مخکې له مخکې یو "ګډ مېکانېزم" شته.
هغه وویل: "موږ له نړۍ غواړو... چې اقلیمي بدلون د هغو سترو ننګونو له ډلې وباسي چې نیپال او د هغه اتباع ورسره مخ دي او دا باید یوه نړیواله هڅه وي."
"موږ له نړیوالې ټولنې غواړو چې یوه خوله شي او د همالیا ایکوسیستم خوندي کړي."
د نیپال د ګرځندوی ادارې په وینا، له ۲۵۰ زیات بهرني اتباع ژغورل شوي دي
د نیپال د ګرځندوی اداره وایي چې ۲۶۱ بهرني اتباع ژغورل شوي، په داسې حال کې چې ۳۲۰ نور لا هم درک نه لري (ورک دي).
په خپل وروستي راپور کې د ګرځندوی ادارې له بېلابېلو هېوادونو د ژغورل شویو کسانو لېست او شمیره په لاندې ډول ښودلې ده:
- بلجیم: ۱
- بلغاریا: ۱
- چین: ۴۰
- جرمني: ۴
- هند: ۱۶۷
- ایټالیا: ۲
- مالټا: ۴
- عمان: ۱
- پرتګال: ۱
- روسيه: ۲
- اسپانیا: ۲
- سویټزرلینډ: ۲
- ترکیه: ۲
- اوکرایین: ۸
- امریکا: ۳
- ناپېژندل شوي: ۲۱


















