د ټرمپ له ګواښ وروسته به جي۷ میلیونونه بېرله تېل او ډیزل بازار ته وړاندې کړي

A diesel fuel pump is inserted into a grey car at a petrol station.
    • Author, ارچي میچل
    • Author, لوسي هوکر
    • دنده, سوداګریز خبریالان
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

جي۷ اعلان کړی چې د تېلو او ډیزلو ۱۰۰ میلیونه بېرله به بازار ته وړاندې کړي، چې د عرضې هغه اندېښنې راکمې کړي چې د بیو د چټک لوړېدو لامل شوې دي.

د جي۷ مشرانو په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په دې اقدام کې به په راتلونکو ۲۰ ورځو کې د ډیزلو "د پام وړ اندازه" بازار ته وړاندې شي او د اړتیا په صورت کې به د ډیزلو د نورو زېرمو د خوشې کولو په اړه هم خبرې وشي.

د امریکا په ګډون د نړۍ د سترو پرمختللو اقتصادونو دې ډلې ویلي، چې دا اقدام به سملاسي پیل شي او څلور میاشتې به دوام وکړي.

دا اقدامات وروسته له هغې ترسره کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ډیزلو د صادراتو د بندولو ګواښ کړی و. د دې پرېکړې له مخې، د جي۷ د غړو هېوادونو ترمنځ به د انرژۍ او انرژۍ اړوندو محصولاتو پر صادراتو هېڅ محدودیت نه لګېږي.

جي۷ له امریکا، بریتانیا، کاناډا، جاپان، جرمني، ایټالیا او فرانسې جوړه ده او اروپايي ټولنه هم د دې ډلې په غونډو کې استازیتوب لري.

ډونلډ ټرمپ ګواښ کړی و چې که اروپايي هېوادونه موافق نه شي چې خپلې زېرمې بازار ته وړاندې کړي، امریکا به د ډیزلو صادرات بند کړي. دا کار به د نومبر د منځمهاله ټاکنو تر مخه د امریکايي مصرفوونکو پر بیو فشار راکم کړی وای، خو په نورو هېوادونو کې به یې بیې لوړې کړې وای.

ټرمپ د جمعې په ورځ په ټولنیزو رسنیو کې وویل: "اروپا اوس موافقه کړې چې د خپلو ډېرو ډکو ډیزلو زېرمو یوه ستره اندازه بازار ته وړاندې کړي. دا بهیر به سملاسي پیل شي."

د امریکا د خزانې وزیر، سکاټ بېسنټ، ویلي وو چې امریکايي بزګران، لارۍ چلوونکي او سوداګرۍ باید د بیو د لوړېدو ټول بار پر خپلو اوږو وانخلي.

ټرمپ وروسته په سپینه ماڼۍ کې وویل چې د ډیزلو د صادراتو بندیز "هېڅکله په رښتیا د بحث پر مېز نه و".

د جي۷ له خوا د زېرمو د تېلو د خوشې کولو پرېکړې ته په اشارې سره هغه زیاته کړه: "اروپا چې څه وکړل، یو ډېر ښه کار و."

هغه وویل: "اروپا ډېر ډیزل لري او دوی به د نړۍ په کچه لویه ونډه واخلي، موږ هم همداسې کوو."

هغه زیاته کړه: "موږ به د صادراتو بندیز نه لګوو؛ بلکې هغه څه به کوو چې باید یې وکړو."

ټرمپ د تېرې اونۍ په پیل کې لومړی وویل چې د ډیزلو د صادراتو له بندیز سره موافق دی او د پنجشنبې تر ورځې یې لا هم د دې موضوع په اړه غور کاوه، په داسې حال کې چې د هغه ادارې پر اروپا فشار راوړ چې خپلې د تېلو زېرمې بازار ته وړاندې کړي.

ډیزل د بار وړلو په صنعت او کرنه کې په پراخه کچه کارول کېږي؛ له همدې امله د دې سون‌توکي د بیې لوړوالی د خوراکي توکو په څېر پر اساسي اړتیاوو هم اغېز کوي.

French President Emmanuel Macron (C) speaks next to France's Economy, Finance and Industry Minister Roland Lescure and Secretary-General of the Office of the President of the French Republic Pierre-Andre Imbert following a video conference with G7 leaders
د عکس تشریح، د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د جي۷ هېوادونو د مشرانو یوه غونډه مشري وکړه، څو د سونتوکو د زېرمو د خوشې کولو په اړه هوکړه وکړي.

د جي۷ مشرانو تر غونډې وروسته، د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون وویل چې د جي۷ هېوادونو هوکړه کړې چې د نړیوالې انرژۍ ادارې (IEA) تر همغږۍ لاندې به په څلورو میاشتو کې تر ۱۰۰ میلیونو بېرلو پورې د تېلو زېرمتونونه بازار ته وړاندې کړي.

بریتانیا په دې غونډه کې د بهرنیو چارو وزیر اېډ مېليبند له خوا استازیتوب شوه. هغه وویل چې دا اقدامات به "د انرژۍ عرضه باثباته کړي، د اکمالاتي ځنځیرونو مقاومت به ډېر کړي او کورنۍ او سوداګرۍ به د بیو له ناڅاپي لوړېدو خوندي کړي."

مکرون وویل چې دغه همغږي شوی اقدام به "د نفتي محصولاتو، په ځانګړي ډول د ډیزلو، بیې راټیټې کړي". هغه د صادراتو د بندیزونو د نه لګولو هوکړې ته په اشارې وویل: "ولسمشر ټرمپ په ځانګړې توګه په دې برخه کې ډېر روښانه و."

د جي۷ مشرانو په ګډه اعلامیه کې وویل:"موږ به خپلې ژمنې د IEA له لارې د ۱۰۰ میلیونو بېرلو د همغږي خوشې کولو له لارې عملي کړو. دا به سمدستي پیل شي او په څلورو میاشتو کې به ترسره شي. د جي۷ غړي او شریک هېوادونه به په لومړیو ۲۰ ورځو کې د پام وړ اندازه ډیزل هم په لومړني پړاو کې بازار ته وړاندې کړي."

تر اوسه لا څرګنده نه ده چې کوم شریک هېوادونه به خپلې زېرمې بازار ته وړاندې کړي او دا کار به په کوم سرعت وشي.

له دغو ۱۰۰ میلیونو بېرلو څخه به یوه برخه ډیزل او بله برخه خام تېل وي. د نړۍ د خامو تېلو د مهم معیار برېنټ بیه د لنډ وخت لپاره له ۱۰۰ ډالرو په هر بېرل کمه شوه، خو د جمعې تر ماښامه بېرته شاوخوا ۱۰۲ ډالرو ته لوړه شوه. د امریکا او اسرائیلو له خوا پر ایران تر برید مخکې، د تېلو بیه شاوخوا ۷۳ ډالره وه.

د Kpler د اجناسو د څېړنې مشر مټ سمیت وویل چې د سعودي عربستان او په یمن کې د حوثیانو ترمنځ د بیا پیل شویو بریدونو له امله د تېلو بیه بېرته لوړه شوې ده.

pump

هغه وویل: "په اروپا کې د ستراتېژیکو زېرمو د خوشې کولو له اعلان وروسته د تېلو بیې په چټکۍ سره راټیټېدې، خو وروسته د هغو اوازو له امله بېرته پورته شوې چې ګواکې سعودي عربستان په یمن کې د پوځي عملیاتو د پیلولو پلان لري، څو د باب‌المندب له لارې خوندي تګ راتګ بېرته رامنځته کړي."

اروپايي هېوادونو د امریکا د هغو ګواښونو پر وړاندې مقاومت کړی و چې ویل یې امریکا به د ډیزلو صادرات بند کړي. دا وضعیت په داسې حال کې رامنځته شوی چې په منځني ختیځ کې د امریکا په مشرۍ جګړه روانه ده او له روسیې او چین څخه د انرژۍ عرضه هم کمه شوې ده.

د جي۷ مشرانو وویل چې دوی به د تصفیه خانو د ساتنې او ترمیم مهال‌وېشونه همغږي کړي، چې په یو وخت کې څو تصفیه خانې له کاره ونه غورځول شي. دوی به هغه هېوادونه هم وهڅوي چې د تصفیې ظرفیت لري، څو په ځانګړي ډول د ډیزلو تصفیه او تولید زیات کړي.

د امریکا د ډیزلو د صادراتو له بندیز څخه ډډه کول به هغو هېوادونو ته د پام وړ اسانتیا رامنځته کړي چې د دې سونګ توکي پر وارداتو متکي دي؛ په دې کې بریتانیا هم شامله ده، چې هلته د جمعې په ورځ د پمپونو پر سر د ډیزلو بیه د لومړي ځل لپاره په هر لیتر له ۲ پونډو واوښته.

د بریتانیا له نیمایي ډېر ډیزل له بهره واردېږي او د دغو وارداتو ۳۱ سلنه له امریکا راځي.

امریکا د نړۍ له مهمو ډیزلو عرضه کوونکو ده. د امریکا د انرژۍ د معلوماتو ادارې (EIA) د معلوماتو له مخې، د دغه هېواد کورنۍ تصفیه خانې هره ورځ شاوخوا ۴ تر ۵ میلیونو بېرلو پورې ډیزل تولیدوي.

امریکایان له دې شاوخوا ۳.۶ میلیونه بېرله مصرفوي. پاتې ۱.۲ تر ۱.۵ میلیونه بېرله په ورځ کې د تصفیه خانو له خوا بهر ته صادرېږي. له همدې امله امریکا د نړۍ د ډیزلو په بازار کې یو مهم عرضه کوونکی بلل کېږي.