ټرمپ د روسیې د ډیزلو په اړه هوکړه اعلان کړه، زيلېنسکي یې 'پوتین ته ډالۍ' بولي

د عکس سرچینه، Andrew Harnik/Getty Images
- Author, رچل کلن
- دنده, سوداګریزه خبریاله
- رپوټ له:, نیویارک
- Author, انتوني زرچر
- دنده, د شمالي امریکا خبریال
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۵ دقیقې
د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زيلېنسکي د ډونلډ ټرمپ هغه اعلان په کلکه غندلی چې له مخې یې امریکا ته د روسیې د ډیزلو د واردولو هوکړه شوې ده.
زيلېنسکي دا هوکړه د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته ډالۍ بللې او ویلي یې دي چې دا کار "په داسې جګړه کې پانګونه ده چې باید پای ته ورسېږي، نه دا چې اوږده شي".
ټرمپ ویلي چې پوتین سملاسي د ۳۰۰ زره ټنه ډیزلو د خوشي کولو موافقه کړې، چې "د امریکا او نړۍ بازارونو ته" عرضه شي. د نوموړي په وینا، په نومبر میاشت کې به ورپسې ۵۰۰ زره ټنه او له هغې وروسته به یو میلیون ټنه نور ډیزل هم ولېږدول شي.
د راپورونو له مخې، د دې هوکړې په چوکاټ کې د امریکا د خزانې وزارت د روسیې د ډیزلو پر صادراتو لګېدلي بندیزونه د اپرېل تر ۷مې نېټې پورې ځنډوي؛ خو د روسیې نورې شتمنۍ، لکه په امریکايي بانکونو کې شتمنۍ، لا هم کنګل پاتې دي.
ټرمپ په خپل "ټروت سوشیل" پوسټ کې زیاته کړې چې په لنډه موده کې به درې میلیونه ټنه نور روسي ډیزل هم ولېږدول شي. هغه ویلي چې دا کار د روسیې د تېلو د تصفیې د کارخونو په وضعیت پورې تړلی دی؛ هغه کارخونې چې د اوکراین له بریدونو سره مخ شوې دي.
پوتین وروسته وویل چې روسیه، سره له دې چې د روان کال په پیل کې یې د ډیزلو پر صادراتو بندیز لګولی و، چمتو ده چې د امریکا او نړیوالو بازارونو ته تېل او نفتي محصولات برابر کړي. خو نوموړي په خپله څرګندونه کې د دغو محصولاتو کره اندازه نه ده مشخصه کړې.
زیلېنسکي په ټولنیزو رسنیو کې په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې روسیه به د ډیزلو په بدل کې "نور ترهګریز بریدونه" وکړي.
هغه لیکلي: "موږ د خپل ژوند او په اوکرایین کې د خپلو خلکو د دفاع لپاره د امریکا پر عادلانه ملاتړ حساب کوو. همدارنګه، تمه لرو چې متحده ایالات به له روسیې سره په ورته اندازه پیاوړې خبرې وکړي؛ داسې خبرې چې پیاوړې وي، نه کمزورې."
خو شنونکو پوښتنه راپورته کړې چې ایا روسیه په رښتیا هم د دومره اندازې ډیزلو د برابرولو وړتیا لري او ایا د دې کار له لارې به د امریکايي مصرفوونکو لپاره د تېلو بیې راټیټې شي که نه.

د عکس سرچینه، Getty Images
ټیم آرمیټېج، چې د "کویلټر شېویوټ" په شرکت کې د پانګونې ستراتیژي جوړوونکی دی، ویلي چې د ټرمپ له خوا یادې شوې اندازې "په نسبي ډول کوچنۍ" دي.
هغه وویل، د ډیزلو لومړنۍ جوپه شاوخوا ۲.۲۵ میلیونه بېرله کېږي، په داسې حال کې چې امریکا هره ورځ نږدې ۳.۸ میلیونه بېرله ډیزل مصرفوي. د نوموړي په وینا، "له همدې امله به دا کار په امریکا کې د تېلو په پمپونو کې پر بیو د پام وړ اغېز ونه کړي".
هغه زیاته کړه: "منو چې له دې وروسته به د ډیزلو دوه نورې جوپې هم خوشې شي، خو داسې ښکاري چې ولسمشر ټرمپ د کانګرس د منځمهاله ټاکنو تر مخه د انفلاسیون د راکمولو لپاره یو څه له ناچارۍ ډک ګام پورته کړی دی."
بيبيسي له سپینې ماڼۍ پوښتلي چې روسیه به د دې ژمنې په بدل کې له امریکا څه ترلاسه کوي.
په همدې حال کې، د بریتانیا د حکومت ویاند ویلي چې د دغه هېواد دریځ "تر دې روښانه کېدای نه شي" او بریتانیا به له نړیوالو شریکانو سره خپلو هڅو ته دوام ورکړي، څو د اوکراین ملاتړ وکړي او دوامداره سوله رامنځته شي.
هغه زیاته کړه: "موږ به پر روسیې د فشار راوړلو لپاره د بریتانیا له تر ټولو سختو لګول شویو بندیزونو څخه هم کار واخلو، څو د پوتین د تېري لګښتونه زیات او د عادلانه او تلپاتې سولې د ټینګښت هڅې پیاوړې کړو".
د جمعې ورځې اعلان په امریکا کې د سون توکو د بیو د راټیټولو لپاره د ټرمپ د هڅو وروستی ګام دی. نوموړی له څو میاشتو راهیسې د ایران د جګړې له سیاسي پایلو سره لاس او ګرېوان دی. دغه جګړه د فبرورۍ په میاشت کې پیل شوې او د نړۍ د انرژۍ پر بیو یې اغېز کړی دی.
په وروستیو میاشتو کې دغې جګړې په امریکا کې د پټرولو او په ځانګړي ډول د ډیزلو بیې په چټکۍ لوړې کړې دي. د سون توکو د پمپونو لوړو بیو او ورسره تړلو اقتصادي اغېزو، چې د توکو او خدماتو په عمومي بیو کې یې انفلاسیون رامنځته کړی، د خلکو په منځ کې د ټرمپ محبوبیت ته زیان رسولی دی.
د امریکا د موټرو د ټولنې (AAA) د معلوماتو له مخې، په امریکا کې د ډیزلو منځنۍ بیه اوس په هر ګیلن کې ۶.۲۸ ډالره (۴.۷۴ پونډه) ده. دا بیه د سپټمبر په پای کې له ثبت شوې ۶.۵۳ ډالرو ریکارډي کچې راټیټه شوې ده.
د ټرمپ له اعلان لږ وروسته، د امریکا د خزانې وزارت په رسمي ډول یو لنډمهالی جواز صادر کړ چې له مخې یې د روسیې ډیزل د امریکا بازار ته واردېدای شي.
پوتین په یوه اعلامیه کې وویل چې د جمعې په ورځ یې له ټرمپ سره د نړۍ د انرژۍ د وضعیت په اړه خبرې کړې دي. هغه زیاته کړه:
"روسي لوري د امریکا بازار او په ټوله کې د نړۍ بازارونو ته د تېلو او نفتي محصولاتو د رسولو لپاره خپل چمتووالی تایید کړ."
د پوتین استازي، کیریل دیمیتریف، په ټولنیزو رسنیو کې د دې هوکړې هرکلی وکړ او ویې لیکل:
"د ډیزلو او انرژۍ په برخه کې د روسیې او امریکا همکاري به نړۍ ته ګټه ورسوي."
د بریتانیا د حکومت یوه ویاند وویل: "د بریتانیا دریځ تر دې روښانه کېدای نه شي. موږ به له نړیوالو شریکانو سره نژدې همکارۍ ته دوام ورکړو، څو اوکرایین هغه پوځي او مالي ملاتړ ترلاسه کړي چې د خپل دفاع لپاره ورته اړتیا لري."
هغه زیاته کړه چې حکومت به د بریتانیا له خوا پر روسیې د لګول شوي تر ټولو سخت بندیزي نظام له لارې پر دغه هېواد فشار ته دوام ورکړي.
نوموړي وویل: "روسیه کولای شي همدا نن دا جګړه پای ته ورسوي. موږ ژمن یو چې تر هر څومره مودې پورې چې اړتیا وي، د اوکراین ملاتړ وکړو او له خپلو شریکانو سره په ګډه د یوې دوامدارې سولې د رامنځته کولو لپاره کار وکړو."
روسیه سږ کال په ټول هېواد کې د تېلو له دوو څپو سخت کمښت سره مخ شوې ده. دا کمښت د اوکراین د بېپیلوټه الوتکو د هغو بریدونو پایله ده چې د روسیې د تېلو پر تصفیهخونو یې کړي دي.
د انرژۍ نړیوالې ادارې (IEA) د اټکل له مخې، د روسیې د ډیزلو تولید نږدې ۳۰ سلنه کم شوی دی.
ټرمپ د دغو بریدونو په اړه خپله ناخوښي څرګنده کړې او د سون توکو د بیو د لوړېدو پړه یې پر هغو اچولې ده.
خو زېلېنسکي د جمعې په ورځ د دغو بریدونو دفاع وکړه او ویې ویل چې دا بریدونه د "اوکرایین د انرژۍ پر سکتور د روسیې د څو کلنې ترهګریزې مبارزې" په ځواب کې ترسره کېږي.
هغه زیاته کړه: "که روسیه زموږ د انرژۍ زیربناوې نه ویجاړوي، اوکراین به هم د روسیې د تېلو تصفیهخونو ته اور ورته نه کړي."



















