د سعودي او انصارالله ډلې ترمنځ نښتو کې کومې وسلې کارول کېږي؟

د داسې انځور ډیزاین چې د هرمز تنګی، یو بالستیک توغندی او یوه بې‌پیلوټه الوتکه په سپین رنګ کې وښيي او د انځور یوه برخه یې په سور رنګ کې وي.
    • Author, لميس الطالبي، احمد منعم، دلال جبريل او مارک الیسن
    • دنده, د بي بي سي حقیقت‌موندنې څانګه
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۶ دقیقې

د یمن په جګړه کې د حوثي انصارالله غورځنګ او د سعودي عربستان په مشرۍ ټلوالې ترمنځ د تاوتریخوالي د ډېرېدو پر مهال له بالستیک توغندیو، 'مچمچۍ' بې‌پیلوټه الوتکو او جنګي الوتکو کار اخیستل کېږي.

د بي‌بي‌سي د حقیقت‌موندنې ډلې د ACLED سازمان هغه معلومات وڅېړل چې د جګړو څارنه کوي او د هغو وسلو مهم ډولونه وپېژني چې د تاوتریخوالي د زیاتېدو له پیل راهیسې په ثبت شویو بریدونو کې کارول شوې دي.

په دغو وسلو کې بالستیک توغندي شامل دي چې له دوه زره کیلومترو ډېر واټن وهلی شي، بریدګرې او استخباراتي بې‌پیلوټه الوتکې او همدارنګه د امریکا او اروپا جوړې جنګي الوتکې.

حوثیان له کومو وسلو کار اخلي؟

فلسطین ۲ توغندی: د حوثیانو سلاکوټ کې تر ټولو څرګند بالستیک توغندی
د عکس تشریح، فلسطین ۲ توغندی: د حوثیانو سلاکوټ کې تر ټولو څرګند بالستیک توغندی

د حوثیانو سلاکوټ کې د منځني واټن یو شمېر بالستیک توغندي شامل دي. سربېره پر دې، دوی بې‌پیلوټه الوتکې هم کاروي چې د څارنې او بریدونو لپاره ترې ګټه اخیستل کېږي. د دغو الوتکو وړتیاوې د واټن، سرعت او د وسلو یا بار د لېږدولو د ظرفیت له مخې توپیر لري.

د څېړنیزو راپورونو له مخې، چې په هغو کې د امریکا د "سنچري" څېړنیز بنسټ راپور هم شامل دی، د حوثیانو ځینې پرمختللي توغندي او بې‌پیلوټه الوتکې پر ایراني طرحو ولاړ دي. دغه وسلې په سیمه‌ییزه کچه راغونډېږي او جوړېږي؛ د هغو ځینې پرزې له ایرانه او ځینې نورې له بېلابېلو هېوادونو ترلاسه کېږي.

خو ایران له بلې خوا حوثیانو ته د وسلو د برابرولو ادعا رد کړې او ټینګار یې کړی چې د دوی ملاتړ یوازې سیاسي دی.

د حوثیانو بالستیک توغندي
د عکس تشریح، د حوثیانو بالستیک توغندي

"فلسطین ۲" توغندی د حوثیانو په سلاکوټ کې له مهمو بالستیک توغندیو ګڼل کېږي. د دې توغندي واټن شاوخوا ۲٬۱۵۰ کیلومترو ته رسېږي او اعلان شوی سرعت یې نژدې ۱۹ زره کیلومتره په ساعت کې دی. د حوثیانو په وینا، دغه سرعت دا توغندی د "هایپرسونیک" یا له غږ د څو برابره چټک توغندیو په ډله کې راولي.

دغه توغندی د شاوخوا ۵۰۰ کیلوګرامه چاودېدونکو توکو د لېږدولو وړتیا لري. د فلسطین نوم او نقشه، د فلسطیني کوفیه د ټوکر د نقش ترڅنګ، پرې انځور شوي دي.

شنونکي په دې نظر دي چې د دغه توغندي وړتیاوې د ایران د "فاتح" توغندیو له وړتیاوو سره نژدې ورته‌والی لري. د څو راپورونو له مخې، دغه توغندی د اګست په میاشت کې د یمن پر لوېدیځ ساحل د مخا بندر په نښه کوونکو بریدونو کې کارول شوی دی.

د نورو توغندیو له ډلې چې حوثیان یې کاروي، د "ذوالفقار" توغندی دی، چې د "برکان ۳" په نوم هم پېژندل کېږي. د دې توغندي واټن له ۱٬۲۰۰ کیلومترو ډېر دی، سرعت یې شاوخوا ۶ زره کیلومتره په ساعت کې دی او د نژدې ۲۵۰ کیلوګرامه چاودېدونکو توکو د لېږدولو وړتیا لري.

پوځي کارپوهان اټکل کوي چې دغه توغندی د ایران د "قیام" توغندي یوه بدله شوې بڼه ده.

د حوثیانو مچمچۍ (بې‌پیلوټه الوتکې)
د عکس تشریح، د حوثیانو مچمچۍ (بې‌پیلوټه الوتکې)

د ACLED سازمان معلومات تاییدوي چې د حوثیانو له خوا کارېدونکو بې‌پیلوټه الوتکو یوه د "رجوم" په نوم لنډ واټن الوتکه ده. دا شپږ پروانې لري، د الوتنې واټن یې له ۱۰ څخه تر ۳۰ کیلومترو پورې دی او سرعت یې په ساعت کې له ۲۰۰ تر ۲۵۰ کیلومترو پورې رسېږي. دغه الوتکه د شاوخوا شپږو هاواني مرمیو د لېږدولو وړتیا لري.

د حوثي غورځنګ په وسلواله زېرمه کې د "صماد ۱" په نوم استخباراتي او څارنیزه بې‌پیلوټه الوتکه هم ده. د دې الوتکې د الوتنې واټن تر ۵۰۰ کیلومترو پورې رسېږي او سرعت یې په ساعت کې له ۲۰۰ تر ۲۵۰ کیلومترو پورې دی.

د پنټاګون د "Integrated Operational Data Network" یا د عملیاتي معلوماتو د یوځای شوې شبکې د معلوماتو له مخې، اټکل کېږي چې حوثیان د دې الوتکې د بدلولو او د چاودېدونکي سرګلولې د ورزیاتولو وړتیا لري، څو د نورو ورته بې‌پیلوټه الوتکو په څېر یې په ځانمرګو بریدونو کې وکاروي.

سعودې کومې وسلې کاروي؟

هغه وسلې چې سعودي عربستان یې کاروي
د عکس تشریح، هغه وسلې چې سعودي عربستان یې کاروي

سعودي عربستان په یمن کې د بریدونو د ترسره کولو لپاره پر خپل هوايي ځواک تکیه کوي. په دغو بریدونو کې د امریکا او اروپا جوړې جنګي الوتکې، د برید لپاره چورلکې هم کارول کېږي.

د سعودي عربستان د هوايي ځواک له مهمو جنګي الوتکو یوه د امریکا جوړه "F-15" ده. دا دوه انجنونه لري او سرعت یې په ساعت کې شاوخوا ۳ زره کیلومترو ته رسېږي. دغه الوتکه په یوه اتومات توپ سمباله ده چې د مهماتو ظرفیت یې ۹۴۰ مرمۍ دی.

سعودي عربستان د اروپا جوړې "یوروفایټر ټایفون" جنګي الوتکې هم کاروي. د دغو الوتکو سرعت په ساعت کې شاوخوا ۲٬۴۹۵ کیلومترو ته رسېږي او تر ۳٬۷۹۰ کیلومترو پورې واټن وهلی شي. دا الوتکې د ځمکنیو هدفونو د بمبارولو او نورو پوځي ماموریتونو لپاره کارول کېږي.

د سعودي عربستان په وسلواله زېرمه کې د امریکا جوړې "اپاچي" برید کوونکې چورلکې هم شاملې دي. د دغو چورلکو اعظمي عملیاتي سرعت په ساعت کې شاوخوا ۳۳۰ کیلومتره دی او د الوتنې واټن یې نږدې ۳۰۰ کیلومترو ته رسېږي. پر دغو چورلکو تر ۱۶ پورې له هوا ځمکې ته توغول کېدونکي توغندي نصبېدای شي. سربېره پر دې، په یوه اتومات توپ سمبالې دي چې د مهماتو ظرفیت یې تر ۱٬۲۰۰ مرمیو پورې رسېږي.

د هغو بې‌پیلوټه الوتکو له ډلې چې په یمن کې په بریدونو کې د کارولو راپورونه یې ورکړل شوي، د "سکای واسپ" په نوم الوتکه هم ده. دا الوتکه د یوه امریکايي او یوه سعودي شرکت له خوا جوړېږي. د الوتنې واټن یې شاوخوا ۱٬۵۰۰ کیلومتره دی او سرعت یې په ساعت کې له ۱۵۰ څخه تر ۲۰۰ کیلومترو پورې رسېږي.

د ACLED سازمان د معلوماتو له مخې، دغه بې‌پیلوټه الوتکه د لومړي ځل لپاره د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر په ۱۸مه په یمن کې کارول شوې ده.

د امریکا اېف ۱۵ جنګي الوتکه
د عکس تشریح، د امریکا اېف ۱۵ جنګي الوتکه

د سټاکهولم د سولې د نړیوالو څېړنو انستیتیوت (SIPRI) د وروستیو معلوماتو له مخې، سعودي عربستان په ۲۰۲۵ کال کې پر پوځي او دفاعي تجهیزاتو شاوخوا ۸۳٫۲ میلیارده ډالر لګولي دي. په دې سره، سعودي عربستان په نړۍ کې اتم او په منځني ختیځ کې لومړی مقام لري.

ریاض په خپل دفاعي پروګرام کې پر بېلابېلو دفاعي سیسټمونو تکیه کوي چې له مختلفو هېوادونو څخه یې ترلاسه کړي دي. خو د امریکا جوړ "تاد" او "پټریوټ" دفاعي سیسټمونه د هغو مهمو سیسټمونو له ډلې دي چې سعودي عربستان پرې تکیه کوي.

په دې اړه، د لندن د کینګز کالج د جګړې د مطالعاتو په څانګه کې مېلمه لوړپوړی څېړونکی نواف عبید وايي، دا چې د حوثیانو ځینې بریدونه د سعودي عربستان له دفاعي سیسټمونو تېر شوي، د دغو سیسټمونو اغېزمنتیا نه ردوي.

د عبید د اټکل له مخې، د سعودي عربستان دفاعي سیسټمونو د حوثیانو له خوا د دغه هېواد پر لور توغول شوي له ۸۹ تر ۹۰ سلنې پورې توغندي او نورې مرمۍ شنډې کړې دي. هغه زیاتوي چې د ټولو توغندیو او مرمیو نه شنډول په خپله د دفاعي سیسټم د ناکامۍ معنا نه لري.

عبید، چې له بي‌بي‌سي نیوز سره یې خبرې کړې دي، زیاتوي چې څو عوامل د هوايي دفاع دنده پېچلې کوي. له دغو عواملو څخه یو د سعودي عربستان پراخه جغرافیایي مساحت دی، چې د لوېدیځې اروپا له ټول مساحت سره نږدې برابریږي.

سربېره پر دې، د انرژۍ تاسیسات، هوايي ډګرونه او نورې ستراتیژیکې ودانۍ او سیمې د دغه هېواد په پراخه خاوره کې خپرې دي. دا وضعیت په ځانګړي ډول هغه مهال د هوايي دفاع دنده ستونزمنوي چې بریدونه د بالستیک توغندیو، کروز توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو په ګډه کارولو سره ترسره شي.