د سوېل ختیځې اسیا د ساه بندوونکي زهرجن لوګي پړه پر چا ده؟

پلونه، سمندره او یوه مېرمن چې ماشوم یې غېږ کې دی لیدل کېږي.
د عکس تشریح، د سږني پرلپسې لوګي او دوړو اندونیزیايي چارواکي دې ته اړ کړي چې د سرغړوونکو پر وړاندې د سزا ورکولو هڅې لا پیاوړې کړي.
    • Author, کوه ایو
    • رپوټ له:, سینګاپور
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

اندونیزیا په تېره یوه لسیزه کې د ځنګلونو له تر ټولو سختو اورلګېدونکو سره مخ شوې، له دغه درکه راپورته شوی زهرجن لوګی او دوړې د سیمې د میلیونونو اوسېدونکو لپاره بېخي د ساه‌بندۍ لامل شوی.

د کالیمانتان او سوماترا ټاپوګانو هوا خطرناکې ژېړ نارنجي رنګ ته اوښتې ده، او د هوا ککړتیا خطرناکې کچې ته رسېدلې ده.

دا لوګی د اندونیزیا له پولو هاخوا ګاونډیو هېوادونو ته هم خپور شوی دی او د عامه روغتیا په اړه یې اندېښنې ډېرې کړې دي. دې لوګي د سنګاپور د ښار فضا هم خړه‌پړه کړې او په مالیزیا کې یې ځینې ښوونځي د تړل کېدو ته اړ کړي دي.

اوس د هغو شرکتونو پر وړاندې غوسه او نیوکې مخ په پراخېدو دي چې د کرنیزو ځمکو د سوځولو په تور تورنېږي. د هغو چارواکو پر وړاندې چې د دغو اورونو د مخنیوي په برخه کې یې کوټلي او اغېز لرونکي ګامونه نه دي پورته کړي خلک قهرېدلي دي.

د وچ موسم کلني اورونه سږکال په ځانګړې توګه ځکه ډېر شدید وو چې د اېل نینو بادونه د تېر پرتله غښتلي وو. اېل نینو یوه طبیعي اقلیمي پدیده ده چې د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې د هوا بڼه بدلوي.

د خپلواکې ځنګل څارنې ادارې (نوسانتارا اطلس) د معلوماتو له مخې، په اندونیزیا کې د ځنګلونو د اورونو ۱٬۰۴۳٬۳۷۷ ګرمي(hotspots) ثبت شوي دي چې په ټولیزه توګه یې شاوخوا ۹۰۰ زره هکټاره ځمکه سوځولې ده.

سوځولو او پرې کول

په اندونیزیا کې د ځنګلونو او د خټې لرونکو لمدو ځمکو ډېر اورونه د نباتاتو د له منځه وړلو او د ځمکې د پاکولو لپاره کېږي.

دا یو کرنیز میتود دی چې د اندونیزیا بزګرانو له اوږدې مودې راهیسې د نویو فصلونو لپاره د سرې یا نباتاتو ته د غذايي موادو بډایه خاورې د جوړولو په موخه کارولی دی.

خو نن سبا د دغو اورونو ډېره برخه له سوداګریزو کرنیزو فعالیتونو سره تړاو لري او په خورا پراخه کچه بلېږي، چې کابو کول یې هم ستونزمن دي. فعالانو او حکومتي څېړنو په وار وار ځینې شرکتونه تورن کړي چې د پراخو ځمکو د پاکولو لپاره اور د ارزانه وسیلې په توګه کاروي.

که څه هم په اندونیزیا کې د "پرې کولو او سوځولو" کرنه ناقانونه ده، خو د دې بندیز عملي کول له ډېرې مودې راهیسې ستونزمن ثابت شوي دي.

د سږکال دوامدارو دوړو او لوګي اندونیزیايي چارواکي اړ کړي چې د سرغړوونکو پر وړاندې سخت ګامونه پورته کړي.

د اندونیزیا ولسمشر پرابوو سوبیانتو د دغې کړنلارې پر وړاندې د لا سختو بندیزونو غوښتنه کړې او دا عمل یې "د چاپېریالیزه ترهګري" بللی دی.

تېره میاشت، اندونیزیايي چارواکو اعلان وکړ چې د ځنګلي اورونو له پېښو سره د تړاو له امله یې د ۲۶ شرکتونو د فعالیت جوازونه ځنډولي او د نورو شرکتونو په اړه یې پلټنې پیل کړې دي. چارواکو ژمنه کړې چې هغه قضیې چې جنايي اړخ ولري، محکمې ته به وسپارل شي.

خو د لوګي او ګردونو د دې کړکېچ په اړه جنجال یوازې د اندونیزیايي شرکتونو پورې نه محدودېږي. د نورو هېوادونو شرکتونه هم په دې لانجې کې ښکېل شوي دي.

د ګرېنپیس هغه راپور چې همدا میاشت خپور شوی، په کې د سنګاپور او مالیزیا ځینې شرکتونه په ګوته شوي چې په اندونیزیا کې له هغو ځمکو سره تړاو لري چې اوس مهال پکې د ځنګلونو اورونه بل دي.

په دغو شرکتونو کې فرسټ ریسورسز هم شامل دی، چې د سنګاپور د نخلستاني تېلو یو شرکت دی. د ګرېنپیس په وینا، د اګسټ او سپټمبر ترمنځ د دغه شرکت د دوو اندونیزیايي فرعي شرکتونو تر مدیریت لاندې ځمکو کې له ۳۰ ډېرې د لوګي سرچینې ثبت شوې وې.

خو فرسټ ریسورسز بي بي سي ته په یوه ویناپاڼه کې ویلي چې دا شرکت د کښت په ټولو فعالیتونو کې د "صفر سوځولو" سخته پالیسي لري او د اور د مخنیوي، څارنې او اوروژنې غښتلي تدبیرونه عملي کوي.

ګرېنپیس د مالیزیا د کرنیزو باغونو شرکت کوالالمپور کېپونګ هم نومولی دی. د دې شرکت فرعي اداره په اندونیزیا کې هغه ځمکې اداره کوي چې په کې د لوګي ۱۹ سرچینې ثبت شوې وې.

کوالالمپور کېپونګ په یوه ویناپاڼه کې ویلي چې د اورونو "لویه برخه" د دوی د امتیازي سیمې له بهر پیل شوې وه او ټول اورونه یې مړه کړي دي.

شرکت ویلي:

"موږ په خپلو فعالیتونو کې د ځمکې د چمتو کولو یا هر بل هدف لپاره د پرانیستي اور کارول نه منو او نه یې اجازه ورکوو"

لا هم څرګنده نه ده چې حکومتونه به د دغو سرغړوونکو شرکتونو په سزا ورکولو کې څومره بریالي وي.

په ۲۰۱۴ کال کې سنګاپور د د پولو هاخوا د لوګي د ککړتیا قانون تصویب کړ، چې له مخې یې حکومت کولی شي د هغو کورنیو او بهرنیو شرکتونو پر وړاندې اقدام وکړي چې د لوګي د ستونزې په رامنځته کولو کې لاس لري.

راتلونکی کال، کله چې سنګاپور د لوګي له سختې څپې سره مخ شو، چارواکو ځینو اندونیزیايي شرکتونو ته احضارپاڼې ولېږلې، ځکه شک کېده چې هغوی د ځمکو د پاکولو لپاره اور بل کړی و. موخه دا وه چې د نوي قانون له مخې یې محاکمه کړي.

خو دغه اقدام د جاکارتا سخت غبرګون راوپاروه. اندونیزیا وویل چې دا کار د دواړو هېوادونو اړیکو ته زیان رسوي. له دغه څه وروسته اندونیزیا له همکارۍ ډډه وکړه، سنګاپوري چارواکو وویل چې نه‌شي کولی د شکمنو شرکتونو په اړه اړین معلومات ترلاسه کړي.

په ۲۰۱۵ کال کې د اندونیزیا هغه مهال مرستیال ولسمشر یوسف کالا د سنګاپور خلکو غوسه کړل، کله چې یې وویل:

"د یوولسو میاشتو لپاره هغوی له اندونیزیا پاکه او ښه هوا ترلاسه کوله او هېڅکله یې زموږ مننه ونه کړه... اوس چې د یوې میاشتې لپاره د لوګي له ستونزې سره مخ شوي، نو خفه شوي دي."

موټر سایکل سپاره خلک

ورته کړکېچ تېرې اوونۍ بیا رادبره شو، هله چې سیاهګاندا ناینګولان ، چې د اندونیزیا د حکومت د اړیکو ادارې مشري کوي، وویل چې روان ځنګلي اورونه د انسانانو له کنټروله بهر دي.

هغه زیاته کړه چې په ګاونډیو هېوادونو سنګاپور او مالیزیا کې شته اکسیجن هم "زموږ له ځنګلونو څخه سرچینه اخلي."

ناینګولان په یوه ویډیو کې چې پر ټولنیزو رسنیو پراخه خپره شوې، وویل:

"کله چې لوګی نه وي، موږ تاسو ته اکسیجن درلېږو."

د هغه دغه څرګندونې د مالیزیا او سنګاپور د خلکو له سختو نیوکو او ملنډو سره مخ شوې.

خو اندونیزیا په تېرو وختونو کې د لوګي د ستونزې له امله له خپلو ګاونډیو هېوادونو بخښنه هم غوښتې ده.

سږکال اندونیزیايي چارواکو له سنګاپور او مالیزیا مننه کړې چې د ځنګلي اورونو په کابو کولو کې یې د مرستې وړاندیز کړی، که څه هم جاکارتا تر اوسه په رسمي ډول د نړیوالې مرستې غوښتنه نه ده کړې.

په اندونیزیا کې مدني ټولنو او د چاپېریال فعالانو هڅې کړې دي چې حکومت د لوګي او هوا د ککړتیا د کړکېچ پر وړاندې عملي ګامونو اخیستو ته اړ کړي.

د لوېدیځ کالیمانتان ولایت په پونتیاناک ښار کې څو مدني ډلو د اندونیزیا د حکومت او ولسمشر پرابوو سوبیانتو پر وړاندې ډله‌ییزه دعوا ثبت کړې ده. دوی حکومت او ولسمشر د زهرجن لوګي د پرله‌پسې بحران په اړه په "سخته بې‌غورۍ" تورنوي.

د دعوې وال غواړي چې حکومت د لوګي او دوړو روان کړکېچ یو بشپړ ملي ناورین اعلان کړي. که دا کار وشي، نو د بیارغونې او مرستې ځانګړي چارې به پلې شي، لکه د ناروغانو د روغتیايي لګښتونو ورکول او نورې بېړنۍ مرستې په کې راتلی شي.

تېر کال هم د سوېلي سوماترا په ولایت کې ورته قضیه ثبت شوې وه، خو محکمې هغه رد کړه.

د کالیمانتان او سوماترا په سیمو کې د هوا ککړتیا له څو اوونیو راهیسې خطرناکو کچو ته رسېدلې ده.

ډېر خلک اړ دي چې هره ورځ له دغې زهرجنې دوړې او لوګي سره سره خپل کار او ژوند ته دوام ورکړي.

د سوماترا ټاپو د پېکانبارو ښار ۶۳ کلن موټرسایکل ټکسي چلوونکي اِمرایدي تېره اوونۍ بي بي سي اندونیزیايي څانګې ته وویل:

"د دې هوا له تنفس کولو مې ساه تنګېږي او سر مې درد کوي. خو بیا هم باید کار ته دوام ورکړم."

هغه زیاته کړه:

"حکومت باید زموږ په څېر د عادي خلکو په اړه هم فکر وکړي. مهرباني وکړئ اقدام وکړئ او داسې حل‌لاره ومومئ چې د لوګي دا ستونزه ژر تر ژره پای ته ورسېږي."