عراق کې د جنسي تاوتریخوالي پر وړاندې د مبارزې بیه؛ د مرګ ګواښونه او انزوا

- Author, سالي نبيل
- دنده, د بي بي سي خبریاله - بغداد
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۱۰ دقیقې
"راښکته شه، د خلکو په مخ کې راښکته شه!" دا د یوې عراقي ښځې چیغې دي چې په یوه ویډیويي کلیپ کې اورېدل کېږي. نوموړې هڅه کوي چې په بغداد کې د یوه له ګڼې ګوڼې ډک سړک پر سر یو سړی له خپل موټره راوباسي.
ښځې دا ویډیو په خپل ګرځنده ټیلیفون ثبت کړې ده.
دې مېرمنې تور پورې کړی چې موټر چلوونکي ناوړه عمل ترسره کاوه او سپک او فاش الفاظ یې کارول.
موږ دا ویډیو او دې ته ورته نورې ویډیوګانې د عراق د ښځو د فعالې ساره جاسم د انسټګرام پر پاڼه ولیدې.
ساره دغه ډول ګڼې ویډیوګانې پر خپله پاڼه خپروي.
دا ویډیوګانې ورته ښځې لېږي، هغه ښځې چې په عراق کې د تېري او جنسي ځورونې له پېښو شکایت کوي.
موږ په بغداد کې د ساره په کور کې له هغسې سره ولیدل، چې د هغو ویډیوګانو د خپرولو په برخه کې د هغې د تجربې په اړه خبرې وکړو چې د ډېرو ښځو په استازیتوب یې خپروي.
ساره په څرګندو ټکو وايي: "کامره وسله ده."
د هغې په باور، د جنسي تېري د هرې هڅې ثبتول ډېر ارزښت لري، ځکه ویډیو "د داسې کړنو د ترسره کوونکو په رسوا کولو کې مرسته کوي. همدارنګه، که ښځه پرېکړه وکړي چې د عدالت د ترلاسه کولو لپاره قانوني لاره خپله کړي، نو ویډیو د ثبوت په توګه هم کارېدلی شي."

خو د ساره هغه پرېکړې چې خپله شخصي پاڼه یې پر داسې یوه پلټفارم اړولې چې ښځې خپلې کیسې له نورو سره شریکې کړای شي، پر ژوند یې څرګند اغېز کړی دی.
هغه وايي: "ما ته د مرګ ګواښونه شوي او ګواښل شوې یم چې مخ به مې په تېزابو وسوځوي. سربېره پر دې، په انټرنېټ کې زما د بدنامولو کمپاینونه هم شوي، چې پکې زما په انځورونو کې لاسوهنه شوې او جعلکارانو ګټه ترې اخیستې ده."
د ساره په اند، د دې ډول کمپاینونو لامل دا دی هغه ښځې هڅوي خپلې پېښې په ویډیو کې ثبت کړي او په اړه یې خبرې وکړي، "په داسې ټولنه کې چې له ښځې تمه کېږي چوپه خوله پاتې شي".
اوس ساره له خپل کوره یوازې د ډېرې اړتیا پر مهال بهر وځي.
هغه زیاتوي: "ژوند مې محدود شوی دی."
ساره د داسې یوه داسې مؤثر قانون غوښتنه کوي چې ښځې وساتي.
هغه وايي: "دا قانون باید د سپکاوي یا ورته نورو سرلیکونو لاندې نه وي، بلکې په څرګند ډول دې د جنسي ځورونې تر نوم لاندې جوړ شي."
د عراق د جزا په قانون کې د "جنسي ځورونې" اصطلاح نه ده کارول شوې. پر ځای یې، د قانون په مادو کې یوازې داسې عبارتونه راغلي دي لکه "له ښځې سره نامناسب چلند کول" یا "د داسې عمل ترسره کول چې فحش یا د عفت خلاف وي".
"که دې ووژنم، هېڅوک به دې غږ وانه وري"
موږ له ډېرو عراقي ښځو سره خبرې وکړې.
هغوی په امنیتي او قضايي ادارو کې له خپلو تجربو ناهیلي وې.
د ښځینه فعالانو او وکیلانو د خبرو له مخې، د جنسي تېري په تور د هر چا محاکمه کول عموماً یو اوږد او پېچلی بهیر غواړي او ډېری وخت یې پایله هم ډاډمنه نه وي.
د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو لپاره د ملګرو ملتونو د کمېټې (سیداو) د تېرې مې میاشتې د څرګندونو او سپارښتنو له مخې، چارواکي باید د هغو "تبعیضي" قوانینو د لغوه کولو لپاره اقدام وکړي چې له مخې یې، که جنسي تېریګر له خپلې قرباني سره واده وکړي، له قانوني حساب ورکولو معافېږي.
همدارنګه، دغه قوانین په هغو قتلونو کې د سپکو سزاګانو زمینه برابروي چې د "ناموسي وژنو" په نوم یادېږي.
امل (مستعار نوم) لا هم د محکمې د پرېکړې په تمه ده، خو نه پوهېږي چې دا پرېکړه به کله صادره شي.
هغې خپل پخوانی مېړه تورن کړی چې نژدې پنځه کاله وړاندې یې د وسلې په ګواښ د دوی پر لور څو ځله جنسي تېری کړی و.
لکه څنګه چې د دې ښځې له خبرو مو خبر ترلاسه کړ، لور یې هغه مهال لا نابالغه وه.
امل هغه پېښه راپه یادوي چې لور یې ورته د جنسي تېري په اړه بیان کړې وه.
نجلۍ خپلې مور ته ویلي وو چې پلار یې د هغې خونې ته ننوت، وسله یې راویسته او ورته یې وویل: "که مې ووژلې، هېڅوک به دې غږ وانه وري."

په عراق کې د جنسي تاوتریخوالي په اړه خبرې کول له ډېرې مودې راهیسې د ټولنیزو بندیزونو له ډلې ګڼل کېږي.
موږ له ګڼو ښځو سره اړیکه ونیوله چې د خپلو کورنیو د غبرګون له وېرې غوره ګڼي چوپې پاتې شي.
د هغو خبرو له مخې چې له ښځو سره مو کړې دي، ځینې نورې ښځې هم د ټولنیزې بدنامۍ او ان د دې احتمال له وېرې چې په خپله به د پولیسو په مرکزونو کې له جنسي ځورونې سره مخ شي، پولیسو ته له شکایت کولو ډډه کوي.
خو امل هوډ کړی و چې خپله قضیه د قانون له لارې تعقیب کړي، نو کله چې له پېښې خبره شوه، سملاسي یې پولیسو ته ورمنډه کړه او شکایت یې ثبت کړ.
امل د جنسي تېري له پېښې وروسته د خپلې لور حالت داسې روښانه کوي: "د هغې د دواړو مړوندونو شاوخوا ډېر شین او تور داغونه وو، ځکه هغه به یې لاسونه په زور ټینګ نیول. هر ځل چې به یې د چیغې وهلو هڅه کوله، هغه به یې په خپلو لاسونو خوله ورپټوله."
هغه ماته طبي اسناد هم راښيي چې د DNA د ازموینې په اړه دي او د هغې د روایت ملاتړ کوي.
د امل او لور کیسه هغه مهال لا پسې دردناکه شوه چې هغې واورېدل پلار یې د خپلې کورنۍ له یوه غړي سره خبرې کولې او ترې یې غوښتل چې که دی ونیول شي، نو له نجلۍ سره دې د "شرم د پاکولو" په نوم لاس په کار شي.
د "شرم مینځلو" اصطلاح په سیمهییزه کچه د هغو کړنو لپاره کارول کېږي چې د ناموسي وژنو په نوم پېژندل کېږي.
امل راته تشریح کوي چې پلار یې د خپلې لور د ژوند د ختمولو په اړه فکر کړی و، "چې د طبي معاینې هغه پایلې څرګندې نه شي چې د جنسي تېري پېښه ثابتوي".
هغه راته وايي چې قضیه لا هم پرانیستې ده، خو پلار یې تښتېدلی دی.
کله چې ما له امل وپوښتل د یوه داسې قانوني بهیر دوام چې کلونه یې وخت نیولی، خو لا هم محکمې پرېکړه نه ده کړې، څومره ستونزمن دی، هغه په ژړا شوه او ویې ویل: "ما یوازې مبارزه کړې ده. ټولې نړۍ زه یوازې پرېښې یم."
هغې څرګنده کړه چې د مالي ستونزو له امله یې ونه شوای کولای وکیل ونیسي، په داسې حال کې چې مېړه یې د وکیلانو یوه بشپړه ډله ګومارلې وه. هغې زیاته کړه چې خپلې کورنۍ نه مالي او نه هم اخلاقي ملاتړ ترلاسه کړی دی.
امل نور له محکمې څخه د ډېرو تمو لرلو لاس اخیستی دی. هغه په ناهیلي غږ وايي: "زه یوازې دومره غواړم چې دا سړی زما له لارې او زما د لور له لارې لرې شي."
د ښځینه فعالانو کړاوونه
د امل لور د هغو نورو ښځو په پرتله بختوره وه چې په کور دننه له جنسي تاوتریخوالي سره مخ شوې وې، خو د تېښتې لپاره یې هېڅ ځای نه درلود.
د کورنۍ په چوکاټ کې د جنسي تاوتریخوالي ډېری قربانیانې خپلواک عاید نه لري او د اوسېدو لپاره خوندي ځای هم نه ورپیدا کوي. په عراق کې د هغو ښځو لپاره چې له تاوتریخوالي سره مخ دي، د پناه ورکولو مرکزونه ډېر لږ دي.
هغه پناهځایونه چې موږ یې په اړه معلومات ترلاسه کړل، د یوې بشري حقونو د سازمان په هڅو جوړ شوي وو.
د دغه سازمان له بنسټاېښودونکو څخه ینار محمد هم وه، چې یوه مشهوره عراقي فیمینست فعاله ده او په نړیوالو بشري حقونو ټولنو کې پېژندل شوې ده.
د تېر کال په مارچ میاشت کې، ینار د بغداد د خپل کور مخې ته په یوه وسلهوال برید کې ووژل شوه. تر اوسه یې قاتلان نه دي موندل شوي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا کارپوهانو د تېر کال په اپرېل کې وویل چې ینار ته د مرګ ګواښونه شوي وو او د هغې د فعالیتونو په غچ کې یې په انټرنېټ کې هم ځورول شوې وه.
دوی اټکل کړی و چې د دغو ځورونو تر شا ښايي په عراق کې یوه افراطي مذهبي ملېشه وي.
په تېرو څو کلونو کې ښځینه فعالانو څو ځله له موږ سره د خپلو هغو همکارانو په اړه اندېښنې شریکې کړې دي چې په زیاتېدونکي ډول په نښه کېږي.
هناء ادوار، چې د ښځو د حقونو په برخه کې له مخکښو غږونو څخه ده، هم له ګواښونو خوندي نه ده پاتې شوې.
هغه موږ ته وايي چې د ینار له وژل کېدو یوازې دوه ورځې مخکې یې ورسره لیدلي وو.
کله چې هغه په عراق کې د ښځو د اوسني وضعیت په اړه خبرې کوي، له خبرو یې ژور احساسات څرګندېږي. هغه وايي: "په عراق کې د ښځو لپاره نه قانون شته، نه خوندیتوب او نه عدالت."
له بي بي سي سره په خبرو کې، د عراق د بشري حقونو د څار ادارې مشر مصطفی سعدون وايي، ستونزه "د ښځو چوپتیا نه ده، بلکې دا ده چې ادارې د ښځو خبرو ته یوازې هغه مهال او په ډېر محدود ډول غوږ نیسي چې هغوی خپله خوله پرانیزي".
هغه په خپلو خبرو کې زیاتوي چې هغه ښځه چې د جنسي تاوتریخوالي په اړه شکایت ثبتوي، باید لومړی "له خپلې کورنۍ، بیا د پولیسو له مرکز او وروسته له محکمې سره مخامخ شي". د هغه په وینا، ښځه د دې بهیر په هر پړاو کې ډېری وخت له داسې چا سره مخ کېږي چې ورته وايي، موضوع دې په پټه او په ارامه توګه حل کړي.
په کوڅو او سړکونو کې جنسي ځورونه
سمیره هم له هغو ښځو ده چې احساس کوي رسمي نظام یې یوازې پرېښې او ملاتړ یې نه دی کړی. هغه راته وايي چې په سړک کې ګرځېدل ورته اوس د اندېښنې او ان وېرې لامل ګرځي، ځکه څو ځله له جنسي ځورونې سره مخ شوې ده.
سمیره، چې دا یې اصلي نوم نه دی، یوه پېښه داسې راپه یادوي: "یو بوډا سړي په عامه ترانسپورټ کې په خپل ټیلیفون کې فحش فلم کاته او ټیلیفون یې زما د مخ مخې ته نیولی و."
دا یوازېنۍ پېښه نه وه. د هغې په وینا، یو موټر تر لسو دقیقو ډېر ورپسې روان و او څارله یې. هغه وايي: "کله چې مې یوه امنیتي ګزمه ولیده، سملاسي ورغلم او د دې تعقیب په اړه مې شکایت وکړ، خو افسر راته یوازې دومره وویل چې دا موضوع د ده په صلاحیت کې نه راځي."

سمیره ټینګار کوي چې مور یې یوه مهربانه او ملاتړې ښځه ده، خو بیا هم نه شي کولای د دغو پېښو په اړه ورسره خبرې وکړي. د هغې په وینا: "ځکه که خپلې کورنۍ ته دا پېښې ووایم، نو بل ګام به دا وي چې هغوی راته ووایي له کوره مه وځه، څو خپل ځان خوندي وساتې."
سمیره نور پر رسمي ادارو هېڅ د پام وړ باور نه لري. هغه زیاتوي چې ډېری نارینه، د امنیتي ځواکونو د غړو په ګډون، "جنسي ځورونه کومه لویه خبره نه ګڼي، بلکې د نارینهتوب د تجربې یوه برخه یې بولي. د دوی له نظره، که ته نورې ښځې نه ځوروې، نو سړی نه یې."
د امنیتي ځواکونو د غړو د احتمالي لاس لرلو په اړه هغه تورونه چې ما د سمیرې له خولې واورېدل، نورو ښځو هم تکرار کړل. ما دغه تورونه د عراق د کورنیو چارو وزارت ویاند مقداد میري ته وړاندې کړل. هغه ومنله چې دا ډول پېښې رامنځته کېدای شي، خو ویې ویل: "دا پېښې ډېرې محدودې دي. زه نه وایم چې هېڅ نه پېښېږي، خو شمېر یې ډېر لږ دی."
هغه څرګنده کړه چې د کورنیو چارو وزارت پر دې موضوع "سخته څارنه" لري او سزاوې یې ان "تر لسو کلونو بند او له دندې څخه تر ګوښه کېدو" پورې رسېدای شي.
ما هغه د سمیرې له پېښې او د امنیتي افسر له دې چلنده خبر کړ چې د هغې د تعقیب په اړه یې له ګام اخیستو ډډه کړې وه. میري په ځواب کې وویل چې سمیرې کولای شول "د دغه افسر پر ضد شکایت ثبت کړي".
کله مې چې ترې وپوښتل چې ولې ښځې د جنسي ځورونې د پېښو د ثبتولو او په ټولنیزو رسنیو کې د خپرولو لاره غوره کوي، نه دا چې چارواکو ته مراجعه وکړي، میري وویل چې اوس مهال په بېلابېلو هېوادونو کې او د بېلابېلو موضوعاتو په اړه ټولنیزې رسنۍ د خلکو د پام رااړولو یوه وسیله ګرځېدلې ده، ځکه کارول یې اسانه دي او مطالب پکې په چټکۍ خپرېږي.
په عراق کې د جنسي تاوتریخوالي د کچې د معلومولو لپاره کره احصایې نشته.
میري راته وویل چې د روان کال له پیل راهیسې د کورنیو چارو وزارت ته د جنسي ځورونې نږدې ۳۰۰ شکایتونه رسېدلي دي. خو هغه په عین وخت کې دا هم مني چې "د ټولنې د دودونو او رواجونو له امله ډېرې پېښې هېڅکله پولیسو ته نه رسېږي".

هر څومره چې مو په عراق کې د ښځو نورې کیسې اورېدې، هغومره دې پایلې ته رسېدو چې د هغوی د کړاوونو یوه مهمه برخه یوازې له تاوتریخوالي سره تړاو نه لري، بلکې له هغو ټولنیزو باورونو سره هم تړلې ده چې د دې تاوتریخوالي دوام ته زمینه برابروي.
هناء ادوار، چې نژدې ۵۰ کاله یې د ښځو د حقونو د دفاع په برخه کې فعالیت کړی، په ډېرې خواشینۍ وايي: "د صدام حسین د رژیم له نسکورېدو ۲۳ کاله تېر شوي، خو داسې ښکاري لکه عراقي ټولنه چې د ښځو د وضعیت په برخه کې بېرته شاته روانه وي."
خو هناء او ساره دواړه نه غواړي خپل فعالیتونه ودروي. ساره په ټینګار وايي: "که ټول وډار شي، نو هېڅ شی به بدل نه کړو."
له بغداد څخه اضافي راپور: سلمی خطاب


















