فرانسه کې له تاوتریخجنو لاریونونو وروسته، لوټمار او اورلګېدنې؛ تر ۱۲۰۰ ډېر کسان نیول شوي

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
په فرانسه کې د شنبې په ورځ د ښوونځیو د وضعیت او د ژوند د لګښتونو د لوړېدو پر ضد پراخ او تاوتریخجن لاریونونه شوي.
د فرانسوي حکومت په وینا، شاوخوا ۵۵۰ زره کسان لارو کوڅو ته راوتلي وو او لږ تر لږه ۱۲۰۰ تنه نیول شوي دي.
پلازمېنه پاریس کې ماښام مهال د پولیسو او مظاهرهکوونکو ترمنځ سخت اخ وډب شوی. پولیسو د خلکو د خپرولو لپاره اوښکې بهوونکی ګاز او د اوبو پاشونکي ماشینونه (واټر کینن) وکارول. پاریس او نورو ښارونو کې ګڼو ودانیو ته اور اچول شوی او د لوټمار راپورونه هم ورکړل شوي دي. دغه راز د ښاروالیو ودانۍ او سوداګریز مرکزونه د ویجاړۍ او ورانکارۍ له پېښو سره مخ شوي دي.
د فرانسې لومړي وزیر ویلي چې د دغې ګډوډۍ پر مهال ۱۵۰ پولیس افسران ټپیان شوي دي.
په پاریس کې اصلي لاریون د ورځې په لومړیو ساعتونو کې تر ډېره بریده سولهییز ښکاره کېده. د ځوانانو یوې ډلې بي بي سي ته ویلي چې دوی "سوله خوښوونکي" دي او یوازې غواړي بدلون راولي، خو د دوی په وینا "هیڅ پرمختګ نه کېږي."
خو د ورځې له تېرېدو سره ځینو ډلو تاوتریخوالی پیل کړ. پر سړکونو موټرو ته اور واچول شو، دوکانونه لوټ شول او لږ تر لږه یو رستورانت د اور لګېدنې له امله له منځه لاړ. بي بي سي هم د ځینو ډلو ترمنځ نښتې ولیدې.
راپورونه وایي چې پولیسو د پاریس په مرکزي سیمه کې پر یوې ګڼې ګوڼې یرغل وکړ او ځینې کسان یې په کوتکو ووهل.
د فرانسې د کورنیو چارو وزارت وايي، د شنبې ورځې په لاریونونو کې په ځینو سیمو کې د "مخ پټو کسانو" لخوا قصدي تاوتریخوالي ترسره شوي دي. دا پېښې د پاریس ترڅنګ په مارسی، رین، تولوز او انژه ښارونو کې هم رامنځته شوې دي.
چارواکي وایي، د فرانسې په بېلابېلو ښارونو، لکه ګرونوبل، اوینیون، پو، مونپلیه او والانس کې ودانیو ته زیان اوښتی دی. په پاریس کې د جامو او خوراکي توکو پلورنځي لوټ شوي، او د لېل ښار د اپل شرکت یو پلورنځی مات او ټول توکي یې وړل شوي دي.
بي بي سي وېریفای هغه ویډیوګانې هم تائید کړې، چې ښيي په ګرونوبل ښار کې یو سیاحتي رېلګاډی د نقاب لرونکو کسانو لخوا د ښار د مرکز په یوه تنګه کوڅه کې د لږ تر لږه درېو د بلوا ضد پولیس افسرانو پر لور چلول شوی و.

د عکس سرچینه، Getty Images
ټاکل شوې چې د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون راتلونکی کال له خپلې دندې ووځي، او نظرپوښتنې ښيي چې د اپرېل د ولسمشرۍ ټاکنې ښايي د ښي اړخې ملي ټولنې (National Rally) د مشرې مارین لوپن او د سختې کیڼې ډلې لا فرانس انسومیز (La France Insoumise) د مشر ژان لوک مېلنشون ترمنځ سیالۍ ته ورسېږي.
مېلنشون په وروستیو مظاهرو کې ګډون کړی و او وروسته یې پر پولیسو تور ولګاوه چې د مظاهرهکوونکو پر ضد یې سخت او بېځایه ځواک کارولی دی. هغه ویلي چې پولیسو پر لاریونوالو ''یرغل'' کړی، خو په عین حال کې یې د لوټمارۍ، ورانکارۍ او اور اچونې پېښې هم وغندلې.
د روانو اعتراضونو، تاوتریخوالي او سیاسي سیالیو له امله فرانسه د یوې حساسې سیاسي دورې پر لور روانه ده، په داسې حال کې چې د راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو لپاره سیاسي رقابت مخ په تودېدو دی.
په وروستیو اونیو کې په فرانسه کې میلیونونو زدهکوونکو او محصلینو د ښوونځیو د کارکوونکو او اسانتیاوو د کمښت پر ضد اعتراضونه کړي دي. د شنبې ورځې په لاریونونو کې د کارګرانو د اتحادیو غړو او نورو اعتراضي ډلو هم ګډون وکړ، چې له امله یې د مظاهرهکوونکو شمېر لا زیات شو.
په دغو ډلو کې د ''ژېړ واسکټونو'' غورځنګ هم شامل و. دغه غورځنګ په ۲۰۱۸ کال کې د ژوند د لګښتونو او مخ پر زیاتېدونکې ګرانۍ پر ضد پراخ لاریونونه پیل کړي وو، چې له یو کاله زیات دوام یې وکړ. دا غورځنګ د فرانسې په تاریخ کې له تر ټولو اوږدو او اغېزناکو اعتراضي خوځښتونو څخه شمېرل کېږي.
که څه هم فرانسه له پخوا راهیسې د اعتراضونو او ټولنیزو ناکراریو له پېښو سره نااشنا هېواد نه دی، خو د اوسنیو لاریونونو لړۍ په داسې حال کې رامنځته شوې چې هېواد د سیاسي بېباورۍ او نامعلوم وضعیت له یوې حساسې دورې سره مخامخ دی.



















