ملګري ملتونه: خوارځواکي افغانستان کې تر ټولو زیان اړونکی ګواښ دی ځکه خلک بې وسه دي

روغتون مور او ماشوم لیدل کېږي.
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د کابل د اندرا ګاندي روغتون دهلیزونو کې د خوار ځواکو ماشومانو کریکې انګازې کوي، ورسره د ناستو میندو زړونه هم ناکراره دي. دا روغتون د هغو ویناپاڼو د ثبوت یوه وړه بېلګه ده چې افغانستان کې د خوارځواکۍ اړوند خپرېږي.

د اسوشیتید پرېس خبري اژانس په یوه انځوریز رپوټ کې ښکاري چې یوه درې کلنې نجلۍ د روغتون په واړه بستر کې پرته وي، په خپلو سپینو اوښتو سترګو د خونې هر لور ته ګوري، خو بدن یې بې وسه برېښي.

د نجلۍ مور د هغې د بستر تر څنګ ناسته وي او په خورا چوپتیا کې یې له ځانه سره ژاړي. هغې یوازې څو میاشتې وړاندې خپله پنځه کلنه لور، خدیجه، د همدې ناروغۍ له امله بایللې ده.

هغه وايي، دواړو نجونو یو ډول نښې لرلې" نري او کمزوري لاسونه او پښې، خو پوست یې پړسېدلی، پښې او خېټه یې هم پړسېدلي."

دا د خوارځواکۍ د یوې سختې بڼې نښې دي چې د پروټین د کمښت له امله پېښېږي.

اوسمهال ۲۵ کلنه ملیکه په دې وېره کې ده چې تر ټولو کشره لور یې، کلثومه، د خدیجې په برخلیک اخته نه شي.

ملیکې د خپلو اوښکو د پاکولو پر مهال، چې زرغون رنګه ټیکری یې پر سر و، وویل: "زه د هغې په اړه اندېښمنه یم، وېریږم چې مړه نه شي. زما مېړه ورځ مزدوري کوي. کله کار پیدا شي او کله نه."

هغه درې شاوخوا شپږ ډالره چې نوموړی یې د کار په ورځو کې ګټي، د کورنۍ د لګښتونو لپاره بسنه نه کوي. په دې کورنۍ کې درې کم عمره هلکان هم شته.

کلثومه یوازېنۍ څوک نه ده. د افغانستان د ماشومانو په تر ټولو لوی روغتون، د اندرا ګاندي د ماشومانو د روغتیا په انسټیټیوټ کې، د خوارځواکۍ څانګه ټول شل بسترونه لري. دا ټول له خوارځواکو ماشومانو ډک دي. ښايي ډېرې کورنۍ داسې هم وي چې روغتون ته د ماشوم وړلو وس ونه لري.

ملګري ملتونه وايي په ټول افغانستان کې لوږه او خوارځواکي په بې سارې توګه مخ په پراخېدو دي.

خوارځواکي بې ساري کچې ته رسېدلې

افغانستان کې د خوړو د نړیوال سازمان مشر جان ایلیف وايي: "له هر وخت زیات خلک د لوږې له ستونزې سره مخ دي."

هغه زیاته کړه چې په راتلونکو څو میاشتو کې به ۱۹ میلیونه کسان، چې د افغانستان نږدې ۴۰ سلنه وګړي جوړوي، له شدیدې لوږې سره مخامخ وي "هغه ډول لوږه چې د انسان ژوند له خطر سره مخ کوي."

خو تر دې هم د اندېښنې وړ خبره دا ده چې شدیده خوارځواکي، که درملنه یې ونه شي، د مړینې لامل ګرځي او په چټکۍ سره مخ په پراخېدو ده.

روغتون

ایلیف وویل: "شدیده خوارځواکي لا له وړاندې بې سارې کچې ته رسېدلې ده. په راتلونکي کال کې به په دې هېواد کې ۵.۳ میلیونه ښځې او ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ د درملنې اړتیا ولري. که د دا ډول خوارځواکي درملنه و نه شي، په ډېرې چټکۍ سره د مړینې لامل کېږي."

د ایلیف په خبره، دا شمېر د ۲۰۲۲ کال په پرتله ۱.۳ میلیونه زیات دی. هغه مهال، د امریکا په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو له وتلو او د طالبانو حکومت له بیا واکمنېدو وروسته، د افغانستان اقتصاد د پرځېدا تر پولې رسېدلی و.

د خوړو د خوندیتوب د پړاوونو د ارزونې د وروستي راپور له مخې، د دې کسانو ډېره برخه ماشومان دي.

ماشومان، چې بدنونه یې لا هم د ودې په حال کې دي او له همدې امله زیات تغذیوي اړتیاوې لري، هغه وخت تر ټولو ډېر له خطر سره مخ وي چې خوراکي توکي کم شي.

روغتیا پالان وايي د مرستو کمېدو او ناسازه اقتصاد د میندو او ماشومانو د خوړو او روغتیا برخې ځپلې ځکه خو خوارځوکي ورځ تر بلې پراخېږي.

د اندراګاندي روغتون یو ډاکټر عارف حسنزی وايي سیاست باید پر بشري مرستو اغېز پرېنباسي.

له کابله نژدې یولس زره کیلو مټره لرې نیویارک کې د ملګرو ملتونو مرستیال ویاند فرحان حق همدا اندېښنې اوروي، وايي که بېړنی لاسنیوی ونشي راتلونکی کال به حالت لا ډېر ناسازه وي.

هغه وايي "له څلورو میلیونو ډېر ماشومان به په راتلونکي کال کې د درملنې اړتیا ولري، چې دا په تېرو پنځو کلونو کې تر ټولو لوړه شمېره ده، او تمه کېږي چې له یو میلیون ډېر به د خوارځواکۍ له تر ټولو سخت او خطرناک ډول سره مخامخ شي."

هغه خبرداری ورکړ چې له ګاونډیو هېوادونو خپل ټاټوبي ته ستانه شوي افغانان خپل هېواد کې پر ټولنیزو چوپړونو فشار لا ډېروي چې د روغتیا برخه هم په کې ده. هغه وايي " سږ کال له ۱.۲ میلیونو زیات افغانان له ایران او پاکستان څخه بېرته هېواد ته ستانه شوي دي، چې له مخکې څخه تر فشار لاندې پر ځايي ټولنو یې لا زیات بار اچولی دی."

د ګواښ پر ژۍ د هرې اعلانېدونکې شمېرې تر شا د یوه ژوند کیسه پرته ده، داسې حال کې چې افغانستان کې روغتیايي اډانه ورځ تربلې خوارېږي د شمېرو په لوړېدو او ټیټیدو کې به افغانې کورنۍ درد د خپلو د غړو پر بایلات ګالي.