د طالبانو حکومت سفیر: 'پاکستان د سیمې امنیت او ثبات ته ګواښ دی'

ګل حسن
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

په مسکو کې د منځنۍ اسیا او افغانستان د امنیت په تړاو د درېیو مهمو سیمه‌ییزو سازمانونو ګډه دوه ورځنۍ ناسته کې د طالبانو حکومت سفیر پر پاکستان سخت لفظي ګوزارونه کړي دي.

په مسکو کې د طالبانو حکومت سفیر ګل‌حسن حسن دې غونډې ته په خپلو خبرو کې وویل، اوس‌مهال د افغانستان او سیمې امنیت ته یواځیني ګواښ پاکستان دی.

د هغه په خبره، د داعش په ګډون ګڼ شمېر وسله‌والې ډلې په پاکستان کې شته او همدارنګه یې افغانستان ته د را اړولو هڅې کړې دي.

ښاغلي حسن وویل "موږ باید په وضاحت سره وايو چې اوس زموږ د سيمې امنيت او ثبات ته ګواښ د پاکستان له خوا متوجه دی.

پاکستان نه يوازې د افغانستان د حکومت مخالفين ساتي بلکې هلته یې د نشه يي تکوو او د داعش د فعاليتونو لپاره هم پراخ بستر برابر کړی دی.

[پاکستان]په دې ایالت (بلوچستان) د افغانستان د تېرې ادارې او داعش ډلې زرګوونه جنګيالي منسجم او مسلح کړي دي."

هغه پاکستان تورن کړ چې افغانستان ته اورپکي لېږي او د ناکرارۍ عملي هڅې کوي "پاکستان نه یوازې د دغو ورانکارو ډلو لپاره د فعاليت جلب بسپنې بستر برابر کړی بلکې د جولای مياشتې پر ۲۴مه یې د دغو ډلو د سلګونو مسلح جنګياليو د چترال له لارې د بدخشان زېباک ولسوالۍ ته او دويم ځل د سپټمبر پر ۲۵ د نورستان ولایت کامدېش ولسوالۍ ته د داخلولو هڅه وکړه. د دغو هڅو په ترڅ کې پاکستان دفاعي ځواکونو نه يوازې د یادو ډولو مستقيمه رهبري کوله بلکې په دواړو مواردو کې یې د افغانستان پر بېلابېلو ولایتونو هوايي بمبارۍ هم وکړې."

کنفرانس

دغه ناسته کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف، د طالبانو حکومت یو واقعیت وباله او له کابل سره یې د نړیوال تعامل پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

د کنفرانس ګډونوالو په افغانستان کې د اورپکو ډلو، په ځانګړې ډول د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش خراسان څانګې پر شتووالي او منځنۍ اسیا ته د هغوی د احتمالي نفوذ په اړه اندېښنه ښودلې او له کابله یې په سرحدي سیمو کې د لا سختې څار غوښتنه کړې ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وویل، استخباراتي معلومات یې ښيي چې د افغانستان په سرحدي سیمو کې د ترهګرو روزنیز پنډغالي لا هم فعال دي او وسله‌وال یې د ګرځندویانو او کډوالو په جامه کې منځنۍ اسیا ته د نفوذ هڅې کوي.

ښاغلي لاوروف زیاته کړه، تر ټولو لوی ګواښ د داعش د خراسان څانګې له لوري دی؛ دا ډله غواړي په کابل کې د ثبات مخه ونیسي او افغان خاوره د منځنۍ اسیا او روسیې د ناامنه کولو لپاره وکاروي او پر دې سربېره له افغانستانه منځنۍ اسیا او بیا روسیې ته د وسلو او نشه‌یي توکو د قاچاق هڅې هم روانې دي.

هغه وویل"په سیاسي ډګر کې، موږ د کابل د هغو هڅو بهرنی ملاتړ کوو چې د سیمې د امنیت په ګټه دي. روسیه په بشپړ ډول د یو داسې خپلواک او متحد افغانستان غوښتونکې ده چې له جګړې او نشه‌يي توکو پاک وي. دا هیله بخښونکې ده چې د مسکو فارمټ د تېرې غونډې په ترڅ کې ګډونوالو هېوادونو له کابل سره د تقابل پرېښودل تایید کړل او په سیمه‌ييزو اقتصادي بهیرونو کې یې د افغانستان پر ور ګډولو هوکړه وکړ. د کابل له همکارانو د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، د طالبانو حکومت داسې ملګرتیا ته چمتو دی، ځکه نو موږ د ټولیز امنیت سازمان او د شانګهای سازمان له لارې د ځنډول شویو رغنده ناستو د بېرته پیلېدو غوښتنه کوو."

ښاغلي لاوروف په افغانستان کې د طالبانو حکومت له خوا د نشه‌یي توکو د تولید د ۹۰ سلنه کموالي ستاینه وکړه، خو د امریکا او ناټو لخوا د افغانستان د شتمنیو کنګل کېدل یې د هېواد د اقتصادي کړکېچ اصلي عامل وبللو.

ښاغلي لاوروف داعش خراسان او نورو ترهګرو ډلو پر وړاندې د طالبانو د حکومت د سخت اقداماتواو د نشه‌یي توکو د قاچاق د مخنیوي په برخه کې د کابل تګلاره وستایله اووې ویل، د ملګرو ملتونو د ادارې د راپور له مخې، له ۲۰۲۲ کال راهیسې په افغانستان کې د اپیمو تولید ۹۰ سلنه راکم شوی، چې دا یوه د پام وړ او اغېزناکه لاسته راوړنه ده.

پاکستان لا خو په دغه کنفرانس کې پرې د لګېدلو تورونو په تړاو غبرګون نه دی ښودلی، خو وړاندې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت او پوځي چارواکو یې تل دا ډول ادعاوې په کلکه رد کړې دي.

دا د مسکو له دریځونو د طالبانو حکومت لومړی ګوزار نه دی چې پر پاکستان یې کوي.

د مسکو فارمټ غونډ کې همدا دوه اوونۍ وړاندې د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي هم پر پاکستان تندې نیوکې وکړې.

د روسیې د بهرنیو استخباراتو مشر دې وروستیو کې کابل ته تللی و، د کورنیو چارو وزیر یې اسلام اباد ته سفر لاره. له دغو سفرونو د طالبانو حکومت له لوري پر پاکستان د راپورته شویو ادعاو او د کابل او اسلام اباد په تړاو د پټو پیغامونو او ناستو ډېر څه لا نه دي روښانه شوي.