BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
افغانستان کې د طالبانو حکومت پر مهال درېیمه ښځه د یوناما مشرې په توګه وټاکل شوه
سرچینو بيبيسي ته تائید کړې چې بنګله دېشۍ دیپلوماته رباب فاطمه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د نوي مشرې په توګه ټاکل شوې ده.
ژوندۍ پاڼه, د علی خامنهاي مشر زوی مصطفی خامنهاي د هغه د جنازې لمونځ ادا کړ
د ایران د اسلامي جمهوریت د راډیو، ټلویزیون' صدا و سیما' خپاره شوي انځورونه ښيي چې د ایران د پخواني مذهبي مشر علي خامنهاي د جنازې لمونځ د هغه مشر زوی، مصطفی خامنهاي، په امامت ادا کېږي. د هغه نور زامن، میثم او مسعود خامنهاي هم د جنازې د لمانځه په لومړۍ کتار کې ولاړ لیدل کېږي.
ولې ټرمپ د ایران جګړې په تړاو "تل غوغا جوړوونکې" خبرې کوي؟
په تېره اپرېل میاشت کې د ایران او امریکا ترمنځ د اوربند له اعلانېدو وروسته د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ تر ډېره په بېلابېلو رسنیو، خپله خواله رسنۍ "ټروت" او ځینو مهمو غونډو کې د ایران جګړې په تړاو ضد او نقیض خبرې کړې دي.تېره ورځ یې د ترکیې په انقره کې د ناټو په سرمشریزه کې یو دم اعلان وکړ چې له ایران سره "اوربند" پاېته رسېدلی او "جګړه" بیا پیل شوې ده، څو ساعته وروسته یې د ایران پر ځینو ځایونو هوایي بریدونه وکړل.
افغانستان کې د سمنټو د یوې نوې کارخونې د جوړېدو کار پیل شو
په افغانستان کې د ملي پراختیا شرکت وايي، په جبل کې سراج کې د ۹۰ میلیونو ډالرو په ارزښت د سېمنټو تولید د یو بلې فابریکې د جوړېدو چارې پیل شوې.
ویډیو, د شاپور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته وسپارل شوه؛ زرګونه خلک ورغلي وو, موده 1,59
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې پخواني چټک توپ اچوونکي شاپور ځدراڼ جنازه نن په کابل کې په مرنجان تپه یا نادر خان غونډۍ کې خاورو ته وسپارل شوه. په جنازه کې یې زرګونه خلکو ګډون کړی و چې په کابل عیدګاه کې ترسره شوه. د بيبيسي خبریال سید عبدالله نظامي ورغلی و او په دغه رپوټ کې یې نور حال وړاندې کوي.
د ۲۰۲۶ نړیوال جام: لوبې او پایلې
د ګول وهلو زړه پورې شېبې، پایلې او بل پړاو ته د لوبډلو لار موندل
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
د طالبانو د حکومت له محدودیتونو سره له ایران او پاکستانه ستانه شوي کډوال څنګه ژوند کوي؟
له ایرانه د میلیونونو افغانانو په څېر بېرته ستنېدلې فاطمه ابراهیمي وایي، په مزارشریف کې یې د وچو مېوو په یوه فابریکه کې د کار له لارې یو څه هیله موندلې ده. ۲۱ کلنې فاطمې ابراهیمي فرانس پرېس ته ویلي: "موږ په کورنۍ کې شپږ کسان یوو او یوازې زه کار کوم. " هغه څلور کاله په ایران کې اوسېدلې ده. هلته یې په زرغونو خونو (ګرین هاوسونو) او هم خیاطۍ کې کار کاوه، خو وروسته له هغه چې تهران د افغانانو پر وړاندې خپلې پالیسۍ سختې کړې، ایران پرېښودو ته اړه شوه.
شاپور ځدراڼ: "جدي کرېکټر، خندان او مهربان ملګری و"
د افغانستان د کرېکټ د لومړنیو ورځو لوبغاړی شاپور ځدراڼ شاوخوا ۵ میاشتې هند کې د ناروغۍ پر بستر پروت و. پر دې دنګه ځواني د ژوند نهه درېشم پسرلی یې ونه لګېد او ده له دې نړۍ سترګې پټې کړې. د ۱۹۹۰ کلونو په وروستیو کې پېښور کې افغان کډوالو د کرېکټ ملي لوبډلې د جوړولو هڅې پیل کړې. شاپور ځدراڼ هم له افغان کرېکټ لوبډلې سره هغه وخت یو ځای شو.
درواز ته د ځواکونو استول کېدل او د فاتح د پخلاینې پیغام: ایا بدخشان کې ترینګلتیا کمه شوې؟
په بدخشان کې د طالبانو د یوه مشهور ځايي قوماندان جمعه خان فاتح د نارضایتۍ په اړه د خبرونو تر خپرېدو وروسته، سرچینو بيبيسي ته ویلي چې د طالبانو حکومت د دغه ولایت درواز ته نوي امنیتي ځواکونه استولي دي. پخپله ښاغلي فاتح په یوه تازه غږیز پیغام کې چې د طالبانو حکومت ته نږدې "حریت" رسنۍ خپور کړی، دا رد کړې چې ګوندې له مشرتابه سره دې یې څه اختلاف راغلی وي.
ملګريملتونه: افغانستان د ورپېښو ننګونو مقابلې لپاره د ښځو او نارینهو دواړو وړتیاو ته اړتیا لري
د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې (یواېناېچسيار) او د پرمختیايي پروګرام (یواینډيپي) مشرانو په افغانستان کې د طالبانو حکومت له چارواکو او کډوالو سره لیدلي دي. د دغو چارواکو له خولې ویل شوي چې افغانستان ته د دې لپاره تللي چې د ستنو شوو کډوالو ستونزې له نژدې وګوري.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱۰ جولای ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۹ جولای ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۹ جولای ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۹ جولای ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.
















































