د یوه زیانمن شوي سمندري ترافیکي کنټرول برج تصویرونه او ویډیوګانې چې پر ټولنیزو شبکو خپرې شوې، د بي بي سي وئرفای او بي بي سي فارسي څانګې لخوا ارزول
او تائید شوي دي.
هغه وویل: ''موږ پرې ډېر سخت ګوزارونه وکړل، او زه به ووایم چې
تناسب یې ۲۰ په ۱ و.''
ټرمپ زیاته کړه چې هر ځل ''هغوی پر موږ ګوزار وکړي، موږ به ۲۰ برابره ځواب ورکړو.''
ټرمپ: ښايي امریکا نن شپه یو ځل بیا پر ایران سخت برید وکړي
د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ناټو غونډې په څنډه کې وویل، متحده ایالات به ښايي نن شپه یو ځل بیا ایران په نښه کړي او خبرداری یې ورکړ چې دا برید به ''سخت'' وي. هغه دغه راز وویل چې امریکا ښايي د ایران سمندري محاصره بېرته پیل کړي.
ټرمپ دا څرګندونې د اوکرایین له ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي سره تر لیدنې مخکې کړې.
هغه وویل:
''تېره شپه، وروسته له هغه چې دوی برید وکړ، موږ پر هغوی سخت ګوزار وکړ او ښايي نن شپه هم یو ځل بیا په سختۍ سره هغوی په نښه کړو. زه هغوی ته یو څه خبرداری ورکوم، نن شپه به سخت برید وکړو، خو باید وګورو چې وضعیت څنګه پر مخ ځي.''
ښاغلی ټرمپ وايي، چې ایران څو ډرونونه او یو توغندی توغولی او هغه بېړۍ یې په نښه کړې دي چې د هرمز په تنګي په اوبو کې وې. د هغه په وینا، دغو بېړیو ''بشپړ حق درلود'' چې په دغه سیمه کې وي.
د امریکا ولسمشر دغه راز وویل چې د ایراني چارواکو له چلنده ناخوښ دی او د روانې جګړې اصلي هدف یې ''د ایران د اټومي وسلو پروګرام بېوسلې کول'' وباله.
ټرمپ زیاته کړه چې موخه یې په ایران کې د حکومت بدلون نه دی، خو په وینا یې د واکمن جوړښت د څو پوړونو له منځه تګ ښايي په پای کې ''د حکومت د بدلون یوه بڼه'' رامنځته کړي.
ټرمپ وویل:
''موضوع ډېره څرګنده ده، هغوی نه شي کولای اټومي وسله ولري. زما هدف همدا دی.''
هغه د ایران چارواکي هم تورن کړل چې د مذاکراتو په غونډو کې داسې چلند کوي لکه د ځینو موضوعاتو په اړه چې هوکړه شوې وي، خو وروسته په خبري غونډو کې وایي چې داسې خبرې هېڅ نه دي شوې.
د امریکا ولسمشر ټینګار وکړ:
''هغوی د ۴۷ کلونو لپاره د منځني ختیځ ځورونکي وو، خو نور د سیمې ځورونکي نه دي.''
وروستی, امریکا د 'سخت ګوزار ورکولو' له ګواښ وروسته پر ایران د بریدونو لړۍ بیا پیل کړه
له هغه وروسته چې د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ اشارتاً وویل، چې د سې شنبې د شپې له متقابلو بریدونه وروسته به ''نن شپه بیا هم پر ایران سخت ګوزار وکړي''، امریکا پر ایران د بریدونو نوې لړۍ پیل کړه.
د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی چې د هېواد په سویلي سیمو کې، په ځانګړي ډول سیریک او بندر عباس کې، د چاودنو غږونه اورېدل شوې دي. دا دواړه بندري ښارونه د هرمز تنګي پر غاړه موقعیت لري، چې د نړۍ له مهمو سمندري لارو څخه یوه ګڼل کېږي.
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) په وینا، دا بریدونه د دې لپاره ترسره شوي چې ''د سمندري تګ راتګ د ازادۍ پر وړاندې د تهران د ګواښ وړتیا نوره هم کمزورې کړي'' او په هرمز تنګي کې د نړیوالو بېړیو امنیت خوندي وساتي.
ایران تر اوسه د دغو وروستیو بریدونو په اړه رسماً څه نه دي ویلي، خو لوړپوړو ایراني چارواکو مخکې خبرداری ورکړی و چې د امریکا هر ډول برید ته به ''سملاسي ځواب'' ورکړل شي.
د امریکا مرکزي قوماندانۍ زیاته کړه:
"متحده ایالات ایران د هغو وروستیو غیرموجه بریدونو مسوول ګڼي چې د یوې مهمې نړیوالې سمندري لارې له په اوږدو کې په ازاد ډول د تګ راتګ کوونکو سوداګریزو بېړیو او ملکي عملو پر ضد یې ترسره شوي دي."