د علي خامنهاي د جنازې وروستي مراسم پيل شول او را روانه پنجشنبه پای ته رسېږي

د عکس سرچینه، Getty Images
له امریکا سره په جګړه کې د ایران د وژل شوي مخکېني ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنهاي د جنازې وروستي مراسم په تهران کې پیل شوي دي.
زرګونه خلک ګډون پکې کوي او ګڼ هغه موټر د ویرجنو خلکو ترمنځ روان برېښي چې مړي لېږدوي.
ترمنځ یې یو ستر موټر هم شته چې د معلوماتو له مخې، د علي خامنهاي او د هغه د کورنۍ د ځينو غړو جنازې پکې ایښې دي.
د ګاډي څلور واړه خواوې خلاصې دي او په بدرګه ورسره روان ویرجن یې تابوتونه کتلی شي.
د موټرو دا کاروان او خلک به تر "میدان ازادي" لار ووهي چې شاوخوا لس کیلومتره کېږي او دا ورو مزل به نږدې لس ساعته وخت ونیسي.
تېره ورځ د خامنهاي د جنازې لمونځ د هغه د زوی او د اوسني ستر مذهبي مشر مجتبی خامنهاي له اقامت او موجودیت پرته د تهران په مصلیٰ کې ادا شو.
هغه د ایران د نوي مشر په توګه له ټاکل کېدو راهیسې عام محضر ته نه دی راښکاره شوی او نه یې هم کوم ویډیويي یا غږیز پیغام خپور شوی دی.
د جنازې مراسم څه ډول ترسره کېږي؟


د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس سرچینه، Anadolu via Getty Images

د عکس سرچینه، Anadolu via Getty Images

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس سرچینه، Anadolu via Getty Images
دغه مراسم ټولټال اووه ورځې وخت نیسي.
- جولای ۳-۴: د تهران په ستره "امام خمیني مصلیٰ" کې د جنازې مراسمو پیل.
- جولای ۵-۶: تابوت د عامو خلکو لیدو ته اېښودل کېږي.
- جولای ۷: د خامنهاي مړی به قم ته ولېږدول شي او په جمکران کې به یې د جنازې لمونځ ادا شي.
- جولای ۸: د عراق نجف ته د مړي لېږدول او په "امام علي روضه کې طواف" او ورپسې په کربلا کې د جنازه لمونځ.
- جولای ۹: د مشهد په "امام رضا روضه" کې خاورو ته د مړي سپارل.
د جنازې دا مراسم به په خپل پلرني ټاټوبي مشهد کې د ایت الله علی خامنهاي خاورو ته له سپارلو سره را روانه پنجشنبه پای ته ورسېږي.
د ایران مخکېنی ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنهاي له ګڼو نورو سیاسي مشرانو او د کورنۍ له غړو سره پر دغه هېواد د امریکا او اسرائیلو په برید کې ووژل شو او د جنازې مراسم یې ځنډول شوي وو.

د عکس سرچینه، MEHR
ایرانیو رسنیو خبر ورکړی چې د دغه هېواد پخوانی ولسمشر محمود احمدي نژاد هم په دغو مراسمو کې لیدل شوی دی.
رسنیو د هغه یو عکس خپور کړی چې دی پکې په تهران کې د علي خامنهاي د جنازې په مراسمو کې روان برېښي.
ښاغلی نژاد پر ایران د امریکا او اسرائيلو له برید را وروسته نه و لیدل شوی چې په ترڅ کې یې د هغه استوګنځی هم په نښه شوی و.




















