د طالبانو د حکومت په محدودیتونو کې له ایران او پاکستانه د ستانه شویو ښځو ژوند

بلخ کې ښځې غالۍ اوبي

د عکس سرچینه، بلخ

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

له ایرانه د میلیونونو افغانانو په څېر بېرته ستنېدلې فاطمه ابراهیمي وایي، په مزارشریف کې یې د وچو مېوو په یوه فابریکه کې د کار له لارې یو څه هیله موندلې ده.

۲۱ کلنې فاطمې ابراهیمي فرانس پرېس ته ویلي: "موږ په کورنۍ کې شپږ کسان یوو او یوازې زه کار کوم. " هغه څلور کاله په ایران کې اوسېدلې ده. هلته یې په زرغونو خونو (ګرین هاوسونو) او هم خیاطۍ کې کار کاوه، خو وروسته له هغه چې تهران د افغانانو پر وړاندې خپلې پالیسۍ سختې کړې، ایران پرېښودو ته اړه شوه.

فاطمه او کورنۍ یې د کار د نشتوالي له امله افغانستان پرېښی و.

خو شاوخوا یو کال مخکې چې بېرته راستانه شول، د دوی په خبره وضعیت لا هم هماغسې خراب دی، ځکه افغانستان د نړۍ له تر ټولو سختو بشري ناورینونو له یوه سره مخامخ دی.

د ملګرو ملتونو په ملاتړ، دغه فابریکه هڅه کوي هغو کډوالو ته چې هېواد ته بېرته راستانه شوي دي، د کار فرصتونه برابر کړي.

دوه میلیونه نور افغانان خپل هېواد ته ستنېږي

غالۍ اوبدنه

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د ۲۰۲۳ کال له وروستیو راهیسې، په پاکستان او ایران کې مېشت له شپږو میلیونو ډېر افغانان، چې ډېری یې په زور بېرته ستانه شوي، افغانستان ته راستانه شوي دي.

دې چارې د کار پر بازار فشار لا زیات کړی دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د اټکل له مخې، سږ کال به دوه میلیونه نور افغانان هم بېرته ستانه شي.

د ملګرو ملتونو د پرمختیایي پروګرام (UNDP) د مې میاشتې د راپور له مخې، یوازې درې سلنه هغو کورنیو چې افغانستان ته بېرته ستنې شوې دي، داسې غړی لري چې رسمي دنده ولري.

د ملګرو ملتونو پرمختیایي پروګرام له فاطمې ابراهیمي سره مرسته کړې چې د وچو مېوو د بسته‌بندۍ په فابریکه کې دنده ترلاسه کړي.

فاطمه وايي: "ځکه چې په افغانستان کې ښځو ته د زدکړو اجازه نه ورکول کېږي، نو دا د کار کولو یو فرصت دی."

فاطمې چې شین پړونی یې پر سر او ماسک یې اچولی دی، د ورځې ۲۰۰ افغانۍ مزدوري ترلاسه کوي او اته ساعته ممیز درجه‌بندي کوي.

بلخ کې ښځې وچه مېوه بسته بندي کوي

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د تک فابریکه ۴۰۰ کسان په کار ګوماري، چې ۴۰ سلنه یې له ایران او پاکستانه راستانه شوي افغانان دي.

د فابریکې څښتن جمیل رحیمي وایي، ډېری کارکوونکي ښځې دي.

رحیمي وايي: "موږ خپلو هغو هېوادوالو ته چې له ګاونډیو هېوادونو راستانه شوي، د کار زمینه برابروو، چې بېرته عادي ژوند پیل کړای شي. " هغه له نورو افغان سوداګرو هم غواړي چې ورته نوښتونه وکړي.

د ملګرو ملتونو پرمختیایي پروګرام د کارکوونکو د روزنې په ګډون، له دې فابریکې سره مرسته کوي.

د UNDP مشر الکساندر ډي کرو، چې د دوشنبې په ورځ فابریکې ته ورغلی و، وویل: "خصوصي پانګونه به ټولې ستونزې حل نه کړي، خو په احتیاط ترې ګټه اخیستل کېدای شي."

هغه همدارنګه ټینګار وکړ چې د نړیوالو بشري مرستو د سخت کمښت په شرایطو کې، له خصوصي سکتور سره همکاري کولای شي بېرته راستانه شوو کډوالو او بې‌ځایه شویو خلکو ته دا فرصت ورکړي چې پر خپلو پښو ودرېږي او خپلواک ژوند ولري.

"ډېر مې ژړلي دي"

برهم صالح

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

له دې ځای څو کیلومتره لرې، په نهر شاهي سیمه کې، د غالیو اوبدلو یو مرکز چې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (UNHCR) او د ACTED موسسې جوړ کړی، یو شمېر نورو افغان ښځو ته هم هیله بېرته ورکړې ده؛ هغو ښځو ته چې له کلونو ژوند وروسته په ایران یا پاکستان کې، بېرته افغانستان ته ستنېدو ته اړې شوې دي.

۱۸ کلنه ایدین سادات، چې څو میاشتې مخکې راستنه شوې، وایي: "ډېر مې ژړلي او سخته نایهلې شوې وم. ویل مې چې موږ دلته ژوند نه شو کولای او باید بېرته ایران ته ولاړ شو."

په افغانستان کې طالب چارواکي ښځې نه یوازې له پوهنتوني زدکړو منع کوي، بلکې پارکونو ته د تګ او سپورټ کولو اجازه هم نه ورکوي.

اوس ایدین، له یوې روزنیزې دورې وروسته غالۍ اوبدي.

هغه وایي: "زما رواني وضعیت ښه شوی، دلته مې ملګري پیدا کړي دي. زموږ ښوونکی له موږ سره مرسته کوي، زه ارواپوه (رواني درملګر) ته ورغلم او له اقتصادي پلوه ژوند روان دی."

هغې زیاته کړه: "هیله لرم نور کډوال هم مرسته ترلاسه کړي، ځکه زما په څېر ډېرې نجونې له پاکستان او ایرانه بېرته راغلې دي او د راستنېدو له امله ناهیلې دي".

د مرکز مشره صالحه احمدزۍ وایي: "د ښځو لپاره د کار فرصتونو کمښت یوه ستره ننګونه ده. په افغانستان کې بېوزلي ورځ تر بلې زیاتېږي."