افغانستان کې د طالبانو حکومت پر مهال درېیمه ښځه د یوناما مشرې په توګه وټاکل شوه

رباب فاطمه د بنګله دېشۍ دیپلوماتې په توګه اوږده کاري تجربه لري.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، رباب فاطمه د بنګله دېشۍ دیپلوماتې په توګه اوږده کاري تجربه لري.
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

سرچینو بي‌بي‌سي ته تائید کړې چې بنګله‌ دېشۍ دیپلوماته رباب فاطمه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د نوي مشرې په توګه ټاکل شوې ده.

یوناما په افغانستان کې د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو فعالو بنسټونو ترمنځ د همغږۍ او له طالبانو سره د اړیکو او خبرو د تنظیم مسوولیت لري.

رباب فاطمه درېیمه ښځه ده چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د یوناما مشري پر غاړه اخلي. له دې مخکې جورجیت ګانیون او روزا اوتونبایوا هم د دې دفتر مشري کړې ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو نوې استازې رباب فاطمه له کلونو راهیسې د ملګرو ملتونو په بېلابېلو لوړو پوستونو کې دنده درلوده. نوموړې په ۲۰۲۲ کال کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیاله او د عالي استازې په توګه وټاکل شوه.

اغلې فاطمه د ملکي خدمتونو برخه کې له ۳۰ کلونو زیاته کاري تجربه لري او په ملي او نړیواله کچه یې په ملکي خدمتونو کې دندې ترسره کړې دي.

هغې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو لپاره د بنګله‌ دېش د دایمي استازې او سفیرې په توګه هم دنده درلوده.

د دې نوې دندې له ترلاسه کولو مخکې، رباب فاطمه د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۹ کلونو ترمنځ په جاپان کې د بنګله ‌دېش سفیره وه، د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو ترمنځ یې د بنګله ‌دېش د بهرنیو چارو وزارت د عمومي رئیسې په توګه دنده ترسره کړې او دغه راز یې په سویلي اسیا، سویلي او سويل لوېدیځې اسیا کې په بېلابېلو سیمه‌ییزو او نړیوالو ادارو کې د مشرتابه مسوولیتونه درلودلي دي.

نوموړې د کډوالۍ نړیوال سازمان (ای او ایم) په جنیوا دفتر کې د اقلیم بدلون او کډوالۍ د سیمه ‌ییزې سلاکارې په توګه هم دنده ترسره کړې او د لندن په کامن‌وېلت سکرتریت کې یې د بشري حقونو د څانګې مشري کړې ده.

اغلې رباب فاطمه د بنګله‌دېش د بهرنیو چارو وزارت او همدارنګه د دغه هېواد په بېلابېلو ډیپلوماتیکو استازولیو کې په مهمو دندو کار کړی دی.

هغې د خپل مسلکي ژوند په اوږدو کې په نیویارک، کلکته، جنیوا او بیجینګ کې د بنګله‌ دېش په سفارتونو او دیپلوماتیکو ماموریتونو کې دنده ترسره کړې.

له دې مخکې، جورجیټ ګانیون چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې مرستیاله وه، د یوناما د سرپرستې مشرې په توګه یې دنده ترسره کوله.

اغلې ګانیون د ۲۰۲۴ کال په سپټمبر کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ځانګړې مرستیالې په توګه د سیاسي چارو مسوولیت ته وټاکل شوه. نوموړې یوه کاناډایۍ دیپلوماته او د بشري حقونو مدافع وکیله ده چې د سولې راوستو، بشري حقونو، بشري مرستو او پرمختیايي پروګرامونو په برخو کې له ۲۸ کلونو زیاته مسلکي تجربه لري.

له هغې مخکې روزا اوتونبایوا، چې د قرغیزستان پخوانۍ دیپلوماته او سیاستواله ده، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې په توګه دنده ترسره کوله.

اوتونبایوا د ۷۲ کلونو په عمر د کاناډایي ډیپلوماتې ډېبورا لاینز ځایناستې شوه، چې د ۲۰۲۲ کال تر جولای میاشتې پورې یې د یوناما مشري کوله.

کله چې ډېبورا لاینز د ۲۰۲۲ کال په جولای کې له خپلې دندې استعفا وکړه، د جرمني پخوانی ډیپلومات مارکوس پوټزل د یوناما د مرستیال او سرپرست مشر په توګه وټاکل شو.

د رباب فاطمې په ټاکل کېدو سره هغه د طالبانو د واکمنۍ پر مهال درېیمه ښځه ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مشري پر غاړه اخلي.