نړیوال جام کې د کرسټیانو رونالډو وروستۍ لوبه؛ پرتګال له اسپانیا ماته وخوړه

د عکس سرچینه، Getty Images
اسپانیا د ۲۰۲۶ کال فوټبال نړیوال جام د ۱۶ لوبډلو پړاو کې پرتګال ته یو - صفر ماته ورکړه او منځلوبو ته یې لار ومونده.
له دې ماتې سره کرسټیانو رونالډو او پرتګال هم له سږني نړیوال جام سره خدای پاماني وکړه.
د فوټبال دغه ۴۱ کلن ستوري، چې د نړۍ لروبر میلیونونه مینوال لري، تایید کړې چې دا یې وروستی نړیوال جام دی.
اسپانیا لپاره دالاس لوبغالي کې په دې سیالۍ کې د بریا او منځلوبو ته د تګ یوازنی ګول ۹۱یمه دقیقه (اضافي وخت) کې مایکل مېرینو وواهه.
مېرینو له پیله لوبه کې نه و او وروستیو کې د بدیل لوبغاړي په توګه راوستل شو.

د عکس سرچینه، Getty Images
د یادونې ده چې اسپانیا د ۲۰۱۰ کال په فوټبال نړیوال جام کې هم پرتګال ته د ۱۶ لوبډلو پړاو کې همداسې یو – صفر ماته ورکړې او له سیالیو یې ایستلی و.
اسپانیا به په منځلوبو یا کوارټرفاینل کې د متحدو ایالتونو او بلجیم ترمنځ د کېدونکې سیالۍ له ګټونکي سره مخامخېږي.
د بلجیم او متحدو ایالتونو سیالۍ څو ساعته وروسته سیاتل کې پیلېږي.





















