بلوچستان؛ په تېرو څلورو ورځو کې د درېیو لویو امنیتي پېښو په هکله د پاکستان پوځ خبري غونډه کې څه وویل شول؟

ارشیف تصویر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ارشیف تصویر
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

د پاکستاني پوځ عامه اړیکو اداره (ای اېس پي ار) وايي،په بلوچستان ایالت کې د تېرو څلورو ورځو په اوږدو کې د تاوتریخوالي په دریو لویو پېښو کې ټولټال ۴۲ کسان وژل شوي دي، چې پکې ۲۷ پولیس، ۱۱ پوځيان او ۴ ملکي وګړي شامل دي.

د ای اېس پي ار مشر ډګر جنرال احمد شریف چودري د چهارشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، د امنیتي ځواکونو د ځوابي عملیاتو په ترڅ کې ۵۴ وسله ‌وال هم وژل شوي دي.

د پوځ ویاند د درېیو مهمو پېښو یادونه وکړه چې یوه یې د زیارت سیمې د پولیسو پر یوې امنیتي پوستې برید و. د هغه په وینا، په دغه برید کې ټولټال ۲۷ پولیس وژل شوي دي.

نوموړي د دې بریدونو پړه پر هند او د هند له ملاتړ برخمنو وسله‌ والو ډلو واچوله. تر اوسه هند د دې تورونو په اړه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو په تېر کې یې ورته ادعاوې رد کړې وې.

د پاکستاني پوځ عامه اړیکو ادارې ای اېس پي ار د ویاند په وینا، د جولای د ۴مې او ۵مې نېټې ترمنځ شپه د کوټې ښار ته نژدې هنه اوړک سیمه کې وسله‌ والو پر ملکي خلکو برید وکړ. د هغه په خبره، د سیمې اوسېدونکو د ځان‌ ساتنې لپاره غبرګون وښود، چې له امله یې بریدګر له سیمې څخه د تېښتې لپاره اړ شول. خو د دغې پېښې په ترڅ کې ۴ ملکي وګړي ووژل شول او ۶ نور ټپیان شول.

د پاکستاني پوځ ویاند وايي، امنیتي او دفاعي ځواکونو د وسله والو پر ضد چاڼیز عملیات پیل کړي.

د عکس سرچینه، ispr

د عکس تشریح، د پاکستاني پوځ ویاند وايي، امنیتي او دفاعي ځواکونو د وسله والو پر ضد چاڼیز عملیات پیل کړي.

د ای اېس پي ار د مشر په خبره، دویمه پېښه د جولای په ۶مه (دوشنبه) رامنځته شوه، چې د بلوڅانو بېلتونپالې ډلې بلوچ ازادۍ پوځ (بي ایل اې) په زیارت سیمه کې د یوه پمپنګ سټېشن ترڅنګ د پولیسو پر یوې امنیتي پوستې برید وکړ.

د پوځ ویاند وايي، د دغې امنیتي پوستې مسوولیت کوټې ښار ته په خوندي توګه د اوبو رسولو امنیت ساتنه ده. د نوموړي په وینا پر پوستې له څو اړخونو برید وشو، چې په ځوابي برید کې ۱۵ وسله وال وژل شوي او د امنیتي ځواکونو نهه کسان هم په دې برید کې وژل شوي دي. د پوځ ویاند وايي، په دغه ځای کې پر دنده ګومارل شوي ټول پولیس د سیمې اوسېدونکي دي.

د پوځ ویاند په خبره د برید په هکله د معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته هلته پوځیان او د ملېشه ځواک (ایف سي) ډلګۍ واستول شوې، خو په خبره یې د هغو له رسېدو مخکې وسله والو ۱۸ پولیس له ځان سره بیولي وو. نوموړی زیاتوي، امنیتي او دفاعي ځواکونه په وسله والو پسې لاړل، خو د یرغمل شویو پولیسو شتون له کبله له هوايي ځواکه کار نه دی اخیستل شوی.

احمد شریف چودري وايي، وسله والو د محاصره کېدو په ترڅ کې د چارشنبې پر ورځ د پولیس ځواک ۱۸ یرغمل شوي کسان ووژل.

د پاکستاني پوځ ویاند وايي، درېیمه پېښه د چارشنبې پر ورځ (جولای اتمه) د بلوچستان په بېله سیمه کې رامنځته شوه، چې وسله والو د پوځ پر یوه کاروان برید وکړ او ۱۱ کسان یې ووژل. نوموړی زیاتوي د بلوچستان په خاران او دالبندین سیمو کې د عملیاتو په ترڅ کې په ترتیب شپږ او اته وسله وال وژل شوي دي.

د ای اېس پي ار مشر وویل چې په دغو درېیو لویو پېښو کې ټولټال ۴۲ کسان وژل شوي دي، چې په هغوی کې ۴ ملکي وګړي، ۲۷ پولیس سرتېري او ۱۱ د پوځ سرتېري شامل دي. د هغه په وینا، د امنیتي ځواکونو د ځوابي عملیاتو په ترڅ کې ۵۴ وسله‌ وال هم وژل شوي دي.

ارشیف تصویر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ارشیف تصویر

نوموړي زیاته کړه چې اوس هم په بېلابېلو سیمو کې د وسله‌ والو پر ضد عملیات روان دي او پاکستاني پوځ، سرحدي ځواک (ایف سي) او پولیس د دغو وسله‌ والو تعقیب ته دوام ورکوي.

هغه د خبري غونډې پر مهال ادعا وکړه چې د دغو بریدونو تر شا هند او نورې هغه دښمنې کړۍ دي چې په وینا یې د پاکستان ثبات او پرمختګ نه غواړي.

د ای اېس پي ار مشر دغه راز ادعا وکړه چې په وروستیو عملیاتو کې وژل شوي ډېری وسله‌ وال د افغانستان اتباع وو، او ویې ویل چې دا ټول فعالیتونه د یوې له مخکې پلان شوې دسیسې برخه دي.

د یادونې ده، چې پاکستاني ملکي او پوځي چارواکو په تېر کې هم ورته ادعاوې تکرار کړې او په پاکستان کې له ځینو بریدونو وروسته وايي، چې "دا د هند په مرسته افغانستان کې تنظیم شوي دي."

پرون د پاکستاني پوځ رسنیزې ادارې ای اېس پي ار په یوه اعلامیه کې ویل شوي وو، چې وړمه ورځ (دوشنبه جولای شپږمه) د پاکستاني پوځ مشر فیلډ مارشل عاصم منیر په مشرۍ د پاکستان پوځي قوماندانانو (کورکمانډرانو) غونډه کې د پاکستان خاوره کې دننه د وسله والو ډلو بریدونه لپاره د "افغانستان خاورې کارولو دوام" له کبله ''جدي اندېښنه'' څرګنده شوه.

خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت په ځلونو د پاکستان ادعاوې بې بنسټه بللې دي او په ټینګار سره یې ویلي چې "د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو په ضد" نه کارول کېږي.

د طالبانو حکومت د افغانستان په خاوره کې "د پاکستاني طالبانو فعالیتونه" هم رد کړي دي.

د طالبانو حکومت ویلي، اسلام اباد باید په خپل هېواد کې د ناامنیو په کرارولو کې د خپلې کمزورۍ پړه پر افغانستان وا نه چوي.