پزشکیان: که د مشرتابه موافقه نه وای، مذاکرات مو نه کول

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په هغو څرګندونو کې چې داسې ښکاري د تهران او واشنګټن ترمنځ د مذاکراتو او تفاهم لیک په تړاو د کورنیو نیوکو د زیاتېدو په غبرګون کې شوي، ویلي، د اسلامي جمهوریت نوي مشر مجتبی خامنه يي د ایراني استازو او امریکا ترمنځ له خبرو سره مخالفت نه درلود، ځکه که یې مخالفت کړی وای، هېڅ لیدنه او مذاکره به نه وه شوې.
ښاغلي پزشکیان د چهارشنبې په ورځ وویل:
''د مذاکراتو په تړاو د پرېکړې کولو پر مهال، عالیقدر مشرتابه وفرمایل چې که د ملي امنیت د عالي شورا درې پر څلورمه برخه غړي مثبته رایه ورکړي، نو همدا لاره تعقیب کړئ. په هغې غونډه کې چې ترسره شوه، له ۱۳ غړو ۱۲ تنو نه یوازې مثبته رایه ورکړه، بلکې په بحث او د نظر تبادلې کې یې هم ګډون وکړ او په پرېکنده ډول یې ملاتړ وکړ. خو نن یو شمېر کسان دولت تورنوي چې تاسې د رهبر له نظره سرغړونه کړې ده. په داسې حال کې چې که هغه امر کړی وای چې غونډه او مذاکره ونه شي، نه به موږ غونډه جوړه کړې وای او نه به کومه مذاکره شوې وای.''
د ایران او امریکا تر منځ د توافق په برخه کې یوه ځانګړي پرمختګ کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وايي، د ایران او امریکا د تفاهم احتمالي سرغړونو د راپور ورکولو او څېړلو لپاره به یو ''بیړنی ارتباطي چېنل'' جوړ شي.
د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران لوړپوړي مذاکره کوونکي کاظم غریب ابادي نن په د قطر په دوحه کې د خبرو پر مهال وویل:
''پریکړه وشوه چې د څارنې ډلې بیړنی ارتباطي چېنل تر سبا پورې جوړ شي، چې د تفاهم لیک سرغړونې په رسمي او مستندو اسنادو سره راپور شي او د هغو په اړه بحث، ارزونه او پرېکړه وشي.''
د راپور له مخې، ښاغلي غریب ابادي ویلي چې له قطري چارواکو سره په غونډو کې د هغو شپږو میلیارده ډالرو د یوې برخې د لګښت اړوند ځینې موضوعات هم وڅېړل شول، او پرېکړه وشوه چې د ایران اړتیا وړ توکي د همدې پیسو پر بنسټ وپېرل شي او ایران ته وسپارل شي.
د امریکا او ایران د تفاهم لیک له مخې، ایران ته اجازه ورکړل شوې چې په قطر کې د خپلو کنګل شویو نفتو عوایدو له ۶ میلیارده ډالرو څخه د بشري مرستو، درملو، خوراکي توکو او نورو هغو اجناسو د پېرلو لپاره ګټه واخلي چې د بندیزونو له محدودیتونو بهر وي.
کاظم غریب ابادي دغه راز ویلي چې د ایران پلاوي د دوحې د نن ورځې په غونډو کې لومړی د قطر له لومړي وزیر سره خبرې وکړې، وروسته د ایران، قطر او پاکستان پلاویو دوې جلا غونډې وکړې، خو د ایران او امریکا د استازو ترمنځ هېڅ مستقیمه غونډه نه ده شوې.
قطر کې د امریکا او ایران ترمنځ غیر مستقیم مذاکرات

د عکس سرچینه، Getty Images
له دې مخکې رویټرز خبري اژانس ته یوې سرچینې ویلي و، د قطر په دوحه کې د امریکا او ایران ترمنځ غیر مستقیمې خبرې روانې دي. د دغې سرچینې په خبره دا خبرې د قطر او پاکستان په منځګړیتوب کېږي.
دغه سرچینه وایي، د امریکا ځانګړي استازي سټېو وېټکاف او د ولسمشر زوم د قطر له لومړي وزیر سره لیدلي وو چې دا غیر مستقیم مذاکرات وشي خو د راپورنو له مخې دوی په دغو خبرو کې نه دي.
د جون پر ۳۰مه قطر ویلي و چې د ډونلډ ټرمپ لوړپوړي استازي په دوحه کې دي، خو د ایران او امریکا ترمنځ د لوړې کچې کومه غونډه نه ده پلان شوې.
د قطر بهرنیو چارو وزارت ویاند، ماجد الانصاري ویلي و، د ټرمپ استازي سټېو وېټکاف او جراډ کوشنر دوحې ته له منځګړو سره د لیدنې او د ''سیمه ییزو موضوعاتو'' په اړه د خبرو لپاره راغلي دي.
هغه زیاته کړه، چې په دې خبرو کې به د ایران د موضوع ترڅنګ د لبنان وضعیت په ګډون نورې مسئلې هم شاملې وي.
د ښاغلي الانصاري په وینا، دا مهال د ایران هېڅ لوړپوړی استازی په قطر کې نه شته. هغه ټینګار وکړ چې د ډونلډ ټرمپ استازي دوحې ته له ایران سره د مستقیمو خبرو لپاره نه دي تللي.

د عکس سرچینه، Getty Images
په ورته وخت کې د امریکا متحدو ایالتونو مرستیال ولسمشر جې ډي ونس د فاکس په نوم له یوې خبرې شبکې سره په خبرو کې ویلي،"د ایران په تړاو امریکا په ډېر ښه موقعیت کې ده".
ښاغلي ونس ویلي، " ایران په تېرو اوونیو کې یې د تېلو او ګازو لېږدونکي بېړۍ په نښه کړې نه دي او په هرمز تنګي کې د بېړیو تګ را تګ روان دی او دا هر څه د ولسمشر ټرمپ د خبرو له کبله دی چې ویلي، که پر بېړیو برید وشي نو دوی به ورته کار وکړي".
د امریکا مرستیال ولسمشر په خبره " که له ایران سره خبرې بریالۍ شي او موږ یې غواړو چې همداسې شي نو تاسې به وګورئ چې ایرانیان به بدلېږي، په سیمه کې به د ترهګرۍ او بې ثباتۍ مالي ملاتړ نه کوي، اټومي پروګرام به نه لري او په بدل کې به یې د نړۍ اقتصاد د دوی هرکلی وکړي او دا هر څه به د امریکا او د نړۍ خلکو ته ښې پایلې ولري".

د عکس سرچینه، Getty Images
ښاغلي ونس دا خبره هم کړې چې" که ایران سم چلند ونکړي او هغه څه چې موږ ترې غواړو هسې ونکړي نو د دوی اټومي پروګرام خو له منځه وړل شوی او پوځي ځواک هم نه لري نو امریکا د دغه هېواد په پرتله په ډېر ځواکمن حالت کې ده".
ایران تر دې دمه د امریکا د مرستیال ولسمشر دغو خبرو ته غبرګون نه دی ښودلی خو ایران ویلي چې د اسراییلو او امریکا جګړه کې ورته زیانونه اوښتي او له امریکا یې د جبران غوښتنه کړې ده.
تهران وایي، د امریکا، اسراییلو او ایران په جګړه کې د ساینسي څېړنو ۴۴ مرکزونو ته زیان اوښتی دی.
د ایران حکومت ادعا کوي چې په دې جګړه کې د دغه هېواد تعلیمي او ساینسي مرکزونو ته د اټکل له مخې شاوخوا ۸۰۰ میلیون ډالره زیان اوښتی دی.
له ایرانه راپورونه هم وایي چې په دې جګړه کې د شریف پوهنتون په ګډون ځینې تعلیميمرکزونه زیانمن شوي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
له دې ورمخکې د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر پر سې شنبه (جون ۳۰مه) په دوحه کې د خپلو استازو او ایران ترمنځ د نویو مذاکراتو اعلان کړی و او ویلي یې وو چې دا خبرې "ښايي مهمې" وي.
هغه دا هم ویلي و، چې دا کتنه د ایران په غوښتنه کېږي.
هممهاله یوه جګپوړي امریکايي چارواکي سياېناېن خبري شبکې ته ویلي و، د ایران او امریکا ترمنځ په دې وروستیو کې پر یو بل له متقابلو بریدونو سره سره، د جګړې پای ته رسېدو تفاهم لیک په تړاو تخنیکي مذاکرات له پلان سره سم مخکې ځي.
خو دا په داسې حال کې ده چې د ایران بهرنیو چارو وزارت بیا د مذاکراتو هر ډول پلان رد کړ او په خبره یې د دوی استازي دوحې ته د ایران د شتمنیو د ازادېدو لپاره ځي.
د ایران د مذاکراتي پلاوي د تخنیکي برخې مشر کاظم غریب ابادي د ځينو رسنیو هغه رپوټونه رد کړل چې ګواکې تهران له واشنګټن سره د سېشنبې په ورځ مذاکرات کوي.
ښاغلي غریبابادي ویلي و: "که څه هم له قطر سره په مشوره د مقابل لوري د ژمنو د پلي کولو په ګډون، د معمول په څېر خبرې روانې دي، خو د ځینو رسنیو هغه خبرونه نه شي تائیدېدلی چې وايي، د کاري ډلو لخوا به په دوحه کې تخنیکي خبرې ترسره شي".
تر دې وړاندې امریکايۍ خبري ویبپاڼې اکسیوس ویلي چې تهران او واشنګټن هوکړه کړې چې فارس خلیج کې پر یو بل د تازه بریدونو لړۍ دروي او په څو راتلونکو ورځو کې به دوحه کې مستقیمې خبرې اترې پیل کړي.





















