د شاپور ځدراڼ مړینه: "د افغان کرېکټ هغه توپ ویشتونکی چې ماته یې نه منله"

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, ندیم اشرف
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۸ دقیقې
د افغانستان د کرېکټ د لومړنیو ورځو لوبغاړی شاپور ځدراڼ شاوخوا ۵ میاشتې هند کې د ناروغۍ پر بستر پروت و.
پر دې دنګه ځواني د نهه درېشم پسرلي نرم شمال ونه لګېد او ده له دې نړۍ سترګې پټې کړې.
د ۱۹۹۰ کلونو په وروستیو کې پېښور کې افغان کډوالو د کرېکټ ملي لوبډلې د جوړولو هڅې پیل کړې.
شاپور ځدراڼ هم له افغان کرېکټ لوبډلې سره هغه وخت یو ځای شو.
د افغان کرېکټ د لومړیو ورځو لوبغاړی هستي ګل عابد بي بي سي ته هغه کیسه وکړه چې شاپور ځدراڼ په لومړي ځل د دوی ډلګۍ ته ورګډ شو.
"اوله ورځ مې په یاد ده چې دولت احمدزي له شمشتو څخه راوست. موږ د پېښور په جمخانه کې کرېکټ کاوه، کله چې راغی دولت احمدزي یې ډېره ستاینه کوله چې ښه ونه لري او د بالینګ سرعت یې هم ډېر ښه دی."
او له همدې ورځې د شاپور او افغان کرېکټ کیسه سره وتړل شوه.

د عکس سرچینه، Getty Images
"شاپور د کرېکټ په پیل کې زړه ماتی نه شو"
ښاغلی ځدراڼ په لومړیو ورځو کې د نورو لوبغاړو په څېر د کابل په خاورو او دوړو کې د افغانستان د کرېکټ د پاللو او مخته وړلو منډې پیل کړې.
د لوبډلې د لومړیو لوبډلمشرانو له ډلې رییس احمدزی چې اوس د ۱۹ کلنو لوبډلې روزونکی دی وايي: "شاپور د کرېکټ په پیل کې هیڅ همت له لاسه ورنه کړ. دا نن سبا کرېکټ د همدغو ځوانانو برکت دی. په نشت امکاناتو ولاړ و، ستړیا یې نه احساسوله، ملاتړ نه و. لویه کارنامه یې همدا ده چې د پیل په وخت کې یې د نورو لوبغاړو سره اوږه په اوږه ډېر مشکلات وګالل، خو په شا نه شو."
شاپور ځدراڼ د ډیوژنونو له وخته له افغان لوبډلې سره و، دا هغه وخت و چې د افغان لوبډلې امکانات ډېر لږ و.
د کرېکټ د لومړیو ورځو لوبغاړی احمدشاه چې اوس د کرېکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر دی، بي بي سي ته وویل: "شاپور د داسې وخت لوبغاړی دی چې هیڅ اسانتیاوې نه وې. موږ به په چپسو ګوزاره کوله. له لوبغاړو سره هم پیسې نه وې، له ادارې سره هم نه وې."

د عکس سرچینه، Getty Images
د خندا او مجلسونو سړی
لوبغاړو ته شاپور ځدراڼ داسې کس و چې ډېرې ټوکې ټکالې به یې کولې او تل به مجلسونه پرې تاوده و.
رییس احمدزی وايي چې دی به د ملګرو او لوبغاړو په منځ کې تل خندان و. "د شاپور ښه والی همدا و چې ډېر د ملګرتیا او انډیوالۍ سړی و. مست ټوکي او خندانه انسان و."
لومړیو وختونو کې چې د افغانستان لوبې او لوبغاړي پر ټلویزیون نه و ښکاره شوي او تر ډېره یې خبرونه او لوبې په راډیو خپرېدلې، نو د کرېکټ ډېرو مینه والو د هر لوبغاړي لپاره په خپل ذهن کې یو تصویر جوړ کړی و.
کله چې به راډیو کې د شاپور په تړاو د هغه د دنګې ونې، اوږدو وېښتانو او ښایسته ځوانۍ خبره کېدله، ډېرو خپله د شاپور یا یې د عکس د لیدو تمه لرله.
د ده د لومړني انځور له خپرېدو سره په کیڼ لاس د چټکې توپ ویشتنې تر څنګ د شاپور ځواني هم د افغانستان په هر کونج کې یادېدله. خو ډېر ترې ناخبره و چې د دغه ژبه به بندېده.
رییس احمدزی د شاپور په اړه وايي: "ده به د توپ ویشتنې پر مهال له لرې ځایه منډې راوهلې (رناپ یې اوږد و). اوږدو وېښتانو او دنګې ځوانۍ به یې ډېره خوندوره نظاره وړاندې کوله. موږ ټولو لوبغاړو ته به یې خوند راکاوه."
احمدشا وايي چې شاپور تل ډېر مهربانه و. "د شاپور لکه څومره چې ښایسته ځواني وه، همدومره خوش اخلاقه هم و. مهربانه و. هر څومره چې نومتوی لوبغاړی شو، هېڅ غرور پکې پیدا نه شو."
شاپور د اتڼ هم ډېر مینهوال و.
ګڼې داسې ویډیوګانې یې خپرې شوې دي چې د خوښیو مراسمو او د لوبو له ګټلو وروسته د اتڼ په سر کې وي.
احمد شاه وايي، "مست سړی و. اتڼ یې ډېر خوښېده. هر چېرته به چې اتڼ و یا به واده و، نو له ټولو مخکې به اتڼ ته ورجګېده."
هستي ګل عابد یې له لوبغالي د بهر ژوند په اړه بي بي سي ته وویل، "د شاپور شخصي ژوند ډېر له مینې او محبته ډک و. موږ به چې لیده نو ده به خندل. کوم ځای کې به چې شاپور و، هغه ځای به یې خوشحاله ساته. دروند انسان و او د تمې او هیلې لپاره به یې جوړجاړی هم نه کاوه. ژوند یې له غیرت او شجاعت ډک و."

د عکس سرچینه، Getty Images
د شاپور او حمید حسن د بالینګ جوړه
د افغانستان د کرېکټ په لومړیو وختونو کې چې لا ورو بالران ډېر نه و ځلېدلي د شاپور ځدراڼ او حمید حسن له امله د افغانستن تېز بالېنګ ډېر یادېده.
دوی دوه د افغانستان د کرېکټ د توپ ویشتنې هغه نه هېرېدونکي چټک توپ ویشتونکي وو چې د افغانستان کرېکټ یې "مست" ساتلی و.
د دوی جوړه د ډېر وخت لپاره د مخالفو لوبډلو لپاره سرخوږی و.
رییس احمدزی وايي چې د دوی په جوړه ډېر ډاډه و او سیالې لوبډلې به یې تل له سرخوږي سره مخامخ کړې وې. "د دوی جوړې به ډېر خوند کاوه. نړۍ کې ډېر وخت د دوو توپ ویشتونکو جوړه مشهوره وي، د دوی جوړه هم ډېره مشهوره وه او ښه توپ ویشتنه او ښه ملګرتیا به یې کوله. شاپور به له لرې ځایه منډې راوهلې، څڼې به یې خوځېدلې، لوبغالی به ورباندې ښایسته و. د حمید حسن چټکې یارکرې او د شاپور شاته بال او این سوینګ ډېر خوندور وو. یوه به له یوه اړخه او بل له بل اړخه توپ ویشتنه کوله، نو خدای شته ښه به ښکارېدل او موږ به ورباندې ډاډه وو."
ښاغلی احمدزی وايي چې شاپور د چټک توپ ویشتونکي ټولې ځانګړتیاوې لرلې. "لویه ځانګړتیا یې دا وه چې ماته به یې نه منله. چیلنج یې خوښېده. فاسټ بالر باید همداسې وي. د بېټسمېن او مخالفې لوبډلې په کیسه کې نه و."
احمدشا د حمید حسن او شاپور ځدراڼ جوړه بیا د پاکستان له "وسیم اکرم او وقار یونس" او یا د اسټرالیا له "برټ لي او مکګرا" سره پرتله کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
نړیوال جام کې د سکاټلنډ پر وړاندې د شاپور تاریخي څلوریزه
شاپور ځدراڼ د افغانستان د کرېکټ لپاره ۲۲ کاله خدمت وکړ.
په همدې تړاو یې خپله له کرېکټ سره د مخه ښې په پیغام کې لیکلي و چې "تر ۲۲ کلن خدمت، قربانۍ او مینې وروسته د افغانستان له نړیوال کرېکټ سره مخه ښه کوي."
ده نړیوالو جامونو ته د افغان لوبډلې د لار موندنې تر څنګ په ۲۰۱۰، ۲۰۱۲، ۲۰۱۴ او ۲۰۱۶ شل اوریزو نړیوالو جامونو کې د افغانستان په ګټه لوبو کې لوی لاس درلود.
د ۲۰۱۵ پنځوس اوریز نړیوال جام کې هم ولوبېد او په همدې فارمټ نړیوال جام کې د افغانستان په لومړۍ بریا کې د ده تاریخي څلوریزه د نه هېرېدو وړ ده.
د چټک توپ ویشتونکي په توګه د هغه غوسه هم شاید تر ډېره د خلکو په یاد وي، خو هغه شېبه به د هر چا په یاد وي چې پنځوس اوریزه نړیوال جام سیالیو کې یې په څلوریزه افغانستان ته لومړنۍ بریا ور په برخه کړه.
هغه وخت د ګټلو لپاره منډې لږ پاتې وې، خو سختې ښکارېدې.
افغانستان یوازې یوه ویکټه لرله او وروستي اوور کې ۵ منډو ته اړتیا وه.
په لومړي بال حمید حسن یوه منډه وکړه.
په دویم بال شاپور له رن اوټ بچ شو.
درېیم بال شاپور (فاین لیګ باونډري) ته تاو کړ او څلوریزه یې ووهله.
شاپور هماغه مهال په لوبغالي کې له جذبې او شوره ډکه منډه وکړه او بیا له خوښۍ په ځمکه راولوېد. دې سیالۍ کې شاپور ۴ سکاټلنډي لوبغاړي هم اوټ کړي وو.
ده د افغانستان لپاره ټولې ۸۰ نړیوالې لوبې کړې دي چې ۴۴ پکې یو ورځنۍ او ۳۶ یې شل اوریزې دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
ناروغۍ کمزوری کړ او د بدن مقاومت یې ضعیف شو
شاپور له شاوخوا میاشتو راهیسې د هند پلازمېنې ډیلي په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې و. دی له یوې داسې کمسارې ناروغۍ کړېده چې د ناروغیو پر وړاندې د انسان د بدن مقاومت ورسره له منځه ځي.
دا ناروغي Hemophagocytic Lymphohistiocytosis چې په (اېچایلاېچ) هم پېژندل کېږي.
دا ناروغي په عمومي ډول په کوچنیانو کې وي، خو هغه لویان هم ورسره مخامخ کېدی شي چې د بدن مقاومت یې کمزوری او یا یې په تېر کې د سرطان ناروغي تېره کړې وي.
د ناروغۍ پر مهال د راشد خان، محمد نبي، نور احمد، اصغر افغان، الله محمد غضنفر او ځینو نورو لوبغاړو تر څنګ د کرېکټ بورډ مشر او نور چارواکي ورغلل او پوښتنه یې وکړه.
په خواله رسنیو کې هم د ده د ناروغۍ کیسې او په بستر د پروت حالت عکسونه ډېر ښکته پورته شول.
پخواني ولسمشر او ګڼو لوبغاړو د ډاډ او ملاتړ په توګه پر ټیلفون هم ورسره خبرې کولې.
دی د لوګر ولایت و، خو کرېکټ یې په کډوالۍ کې پیل کړی و، د افغانستان کرېکټ په نړیوال کېدو کې یې لوی لاس و او بالاخره یې په ۳۸ کلنۍ کې ساه ورکړه.
د ده پر مړینه په خواله رسنیو کې په پراخه کچه خواشیني ښودل شوې ده. بې شمېره کسانو یې په تړاو لینکې کړې دي او د ده پخواني عکسونه او ویډیوګانې د غم شریکۍ په توګه شریکوي.

د عکس سرچینه، Ghamai Zadran


















