افغانستان کې د سمنټو د یوې نوې کارخونې د جوړېدو کار پیل شو

د عکس سرچینه، RTA
په افغانستان کې د ملي پراختیا شرکت وايي، په جبل کې سراج کې د ۹۰ میلیونو ډالرو په ارزښت د سېمنټو تولید د یو بلې فابریکې د جوړېدو چارې پیل شوې.
دغلته له وړاندې هم یوه کارخونه فعاله وه چې هره ورځ کم لسګونه ټنه سېمنټ تولیدوي. افغانستان ته اوس د اړتیا وړ لویه برخه سېمنټ له بهر ور وړل کېږي. د طالبانو حکومتي چارواکي وايي، چې د فابرېکې له جوړېدو وروسته به په ۲۴ ساعتونو کې هلته نژدې ۵ زره ټنه تولید ولري.
د کابل په ګاونډ د پروان ولات د جبل سراج د سمنټو د تولید د دویمې فابریکې یا کارخونې د جوړېدو پراینسته داسې مهال کېږي چې په افغانستان د سمنټو اړتیا ته ځکه زیاته لیدل کېږي چې له ګاونډي هېواد پاکستانه د کړکېچ له امله سیمنټ نږدې لس میاشتې کېږي نه راوړل کېږي. او تر ډېره تکیه اوس پر یوه بل ګاونډي ایران ده.
د بنسټ ډبرې کېښودو دې مراسیمو ته د طالبانو حکومت د لومړي وزیر اقتصادي مرستیال ملا عبدالغنيبرادر ، یو شمېر وزیران او ځینې نور لوړي پوړي چاراکي هم ورغلي وو.
ښاغلی برادری وايي، تمه لري چې د دې پروژې له بشپړېدو وروسته پر بهرنیو سیمنټو د افغانستان تکیه راکمه شي" دا پروژه یوازې د یوې فابریکې بنسټ نه دی، بلکې د افغانستان د صنعتي ودې، اقتصادي خپلواکۍ، د کورني تولید د پیاوړتیا او د هېواد د راتلونکې سوکالۍ لپاره یو ستر ګام دی."
بيبيسي ته ویل شوي چې د دې پروژې پر بشپړېدو شاوخوا ۹۰ میلیونه ډالره لګښت راځي چې د طالبانو حکومتي چارواکو په وینا د ملي پراختیا شرکت له خپلو عوایدو به چمتو کېږي.
همدارنګه ویل کېږي چې سلګونو کسانو ته به په کې کاري فرصتونه هم برابر شي او د دې فابریکې ډېری کارکوونکي به خپله افغانان وي.
اوس د افغانستان د اړتیا وړ له لسو فیصدو لږ سیمنټ په کور دننه تولېدېږي او نرخونه یې هم د تېرو کلونونه پرتله ډېر لوړ دي.
تېر کال د یوې بوجۍ سیمنټو بیه تر ۳۵۰ افغانیو وه، سږ کال یې نرخ تر ۶۵۰ افغانیو هم لوړ شوی دی.
یو اټکل دا دی چې که دا پروژه بشپړه شي او هاغسې چې ژمنه یې شوې، په همدومره کچه تولید هم ولري، ښايي د نرخونو په ټیټېدو کې به هم مرسته وکړي.
افغانستان په کلني ډول څومره سمنټو ته اړتیا لري؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت په وینا، د افغانستان د سمنټو توليد ډېر کم دی. دا نه یوازې افغانستان د نړيوال سمنټو توليدونکو په نوملړ کې نه راولي، ورسره د هېواد لږه اړتیا هم نه شي پوره کولی.
د دغې ادارې په وینا، افغانستان هر کال شاوخوا له پنځو تر اوو ميليون ټنه سمنټو ته اړتيا لري خو د هېواد د سمنټو توليد وړتيا خورا لږه ده.
افغانستان کې د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وياند اخندزاده عبدالسلام جواد بيبيسي ته ويلي، د ۱۴۰۴ کال هجري لمریز کال په لومړيو اتو مياشتو کې افغانستان ته ۳ ميليون او ۷۵۹ زره ټنه سمنټ وارد شوي چې ارزښت يې ۳۲۶ ميليونه ډالره دی.
دغه سمنټ له پاکستان، ايران، تاجيکستان، ازبکستان، ترکمنستان او ترکيې وارد شوي دي:
پاکستان: ۱.۶ ميليون ټنه، ارزښت: ۱۵۱ ميليونه ډالره
ايران: ۱.۷ ميليون ټنه، ارزښت: ۱۲۴ ميليونه ډالره
تاجيکستان: شاوخوا ۴۲۰ زره ټنه، ارزښت: ۳۰ ميليونه ډالره
ازبکستان: ۱۶۰ زره ټنه، ارزښت: ۱۱ ميليونه ډالره
ترکمنستان: ۷۹ زره ټنه، ارزښت: ۶ ميليونه ډالره
ترکيه: له ۱۰۰۰ ټنو لږ، ارزښت: ۱۰۳ زره ډالره
د افغانستان د سمنټ جوړونکې مهمې فابریکې په بغلان کې "غوري سمنټ" او په پروان ولایت کې چې له کابل سره ګاونډ کې دی "جبلالسراج" د سمنټو فابریکې دي.
د بغلان د غوري سمنټ فابریکه هره ورځ ۶۰۰ ټنه توليدوي چې اوس چارواکو ویلي، دغه کچه له پخوا لوړه شوې ده خو ان که د توليد اندازه ۱۴۰۰ ټنو ته هم لوړه شي، یوازې د هېواد ۱۴سلنه اړتیا پوره کوي.
جبلالسراج فابریکې تېر کې هره ورځ ۱۰۰ ټنه توليدولی شول.
د طالبانو حکومت په ۱۴۰۳ کال کې د سمنټو د نویو فابریکو د جوړولو قرارداد هم لاسلیک کړ چې د یتیم تاق فابریکه (دغه فابریکه په جوزجان ولایت کې ده) له ۷۷ نومي ترکی شرکت سره د ۱۱ ميليارده افغانۍ په ارزښت ده. که دغه کارخونه فعالیت پیل کړي، هره ورځ ۳۰۰۰ ټنه سمنټ توليدولی شي.
د طالبان حکومت چارواکي وايي، تر اوسه يې د سمنټو په برخه کې د کورنيو او بهرنيو شرکتونو سره شاوخوا د ۴۳ ميليارده افغانیو قراردادونه کړي دي.
په ټوله کې د سمنټو د فابریکو او کارخونو جوړېدا د دې هېواد بنسټي چوپړونه پیاوړي کولی شي.




















