BBC News, پښتو - کور پاڼه
ژوندۍ پاڼه, امریکا: د ایراني بندرونو کلابندي پیلوو؛ تهران وايي په فارس خلیج کې به یا د ټولو د بندرونو امنیت خوندي وي یا د هېچا
د امریکا ولسمشر په اسلام کې د خبرو له ناکامېدو وروسته اعلان کړی چې سره له نن دوشنبې د ایران سمندري کلابندي پیلوي او په دې لړ کې به د دغه هېواد بندرونو ته د کښتیو د تګ راتګ مخه ونیول شي. تهران بیا وايي "هېڅ ډول ګواښ ته نه تسلیمېږي." د ایران خاتمالانبیا مرکزي قرارګاه ویلي، "که د فارس خلیج په اوبو او عمان سمندر کې د ایران اسلامي جمهوریت د بندرونو امنیت وګواښل شي،" نو په دې سیمه کې به "یو بندر هم خوندي پاتې نه شي."
مهم خبرونه
خيبر پښتونخوا کې د پولیو ټیم پر امنیت ساتونکو برید کې یو پولیس وژل شوی او څلور ژوبل دي
د خیبر پښتونخوا هنګو ولسوالۍ (ضلع) کې د پولیسو په هغه موټر برید شوی چې د پولیو د واکسین ډلې د امنیت لپاره روان و. په برید کې یو پولیس وژل شوی او څلور نور ژوبل شوي دي. نن په ټول پاکستان کې د پولیو ضد واکسین د کمپاین لومړنۍ ورځ ده، دا کمپاین به د اپریل تر ۱۹ نېټې دوام کوي. په روان کال کې دا لومړی ځل دی چې د پولیو د کارکوونکو خوندیتوب لپار په ګومارل شوو پولیسو باندې برید کېږي.
اوربان د هنګري په ټاکنو کې ماته منلې ده
د هنګري لومړي وزیر وېکټور اوربان د ۱۶ کلونو واکمنۍ وروسته په ټاکنو کې خپله ماتې منلې، او پایلې ښیې چې اپوزسيون د پراخې بریا په درشل کې دي. نژدې ټولې رايې شمېرل شوې دي او د لومړنيو پايلو له مخې پیټر مجار د هنګري نوی لومړی وزیر ټاکل کېږي او د هغه ګوند په پارلمان کې د غوڅ اکثريت په ګټلو بریالی شوی دی.
هغه کس چې د ایران په پلوۍ د "لېګو" په بڼه تبلغیاتي ويډیوګانې جوړوي
په لومړي نظر داسې ښکاري لکه د لېګو (Lego) په نوم فلم صحنې چې وي، که څه هم له رنګونو ډک کرکټرونه یې په چټک ډول خوځېږي. خو دغه ډېرې لاس په لاس شوې ويډيوګانې چې د مصنوعي ځیرکتیا پر مټ د لېګو پر بڼه جوړې شوي او د مړو ماشومانو، جنګي الوتکو او امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ انځورونه نندارې ته وړاندې کوي، په اصل کې د ایران په ګټه تبلیغات کوي.
د امریکا سرې کرښې، د ایران ځواب او د پاکستان هیلې؛ اوس به څه کېږي؟
د امریکايي پلاوي له روانېدو مخکې د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي ونس په لنډه خبري ناسته کې وویل " موږ له ایرانیانو سره پر یو شمېر مسایلو بنسټیز بحثونه وکړل خو بد خبر دا چې موږ کومې هوکړې ته ونه رسېدو." د خبرو د بې نتیجې له اعلان سره کارپوهان په دې باور دي چې د اسلام اباد خبرې نه یوازې دا چې تاریخي وې بلکې د دې ډېره شونتیا شته چې دوام وکړي.
افغانستان کې له ۱۲ میلیونو ډېرو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین ورکول کېږي
د افغانستان په نږدې ټولو ولایتونو کې د دوشنبې پر ورځ (اپرېل ۱۳مه) د ګوزڼ ضد (پولیو) واکسینو عمومي کمپاین پيلیږي. چارواکي وايي چې دې کمپاین کې به له ۱۲ نیم میلیونو زیاتو کوچنیانو ته واکسین ورکول شي.
لنډې ویډیوګانې
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
مشهوره هندۍ سندرغاړې اشا بوسلې مړه شوې
د بالیووډ افسانوۍ سندرغاړې اشا بوسلې چې د هند کلتور نښه ګڼل کېده د ۹۲ کلنۍ په عمر مړه شوه. . د هندۍ موسیقۍ دغې ستورې په مومبی ښار کې وروسته له هغې ساه ورکړه چې د زړه د حملې له امله روغتون ته ولېږدول شوه. د هغې مړینه د بالیووډ په موسیقۍ کې د یوې دورې پای ګڼل کېږي. د هغې هنري ژوند څه باندې اته لسیزې دوام وکړ او تر ۱۲ زرو زیاتې سندرې یې ویلي دي. د بهوسلې ځانګړي غږ ګڼو فلمي سندرو ته ژوند ورکړ.
د امریکا او ایران خبرې: د اختلاف پنځه مهم ټکي څه کېدلی شي؟
امریکا او اسرائیلو سره د ایران د اوربند د خبرو اترو لپاره په ټاکل شوي ځای کې ټول چمتووالی بشپړ شوی او امنیتي کسان په خپلو ځایونو کې تیارسۍ ولاړ دي. د ښار دننه د سړک غاړې په ژیړ او تور رنګ تازه رنګ شوې دي. په اسلام اباد کې د مېلمنو د هرکلي لپاره ټول تدابیر نیول شوي دي.
"زوی مې پر درواغجنو ژمنو باور وکړ او طبي درملنه یې پرېښوده"
د کندهار د پنجوایي ولسوالۍ اوسېدونکی حبیب الله د خپل ۳۵ کلن زوی تر مرګ دوه کاله وروسته له بيبيسي سره خبرو کې وویل؛ زوی یې د درملنې لپاره یو داسې کس ته لېږلی و، چې ادعا یې کوله پر روحاني درملنه یې ګڼ خلک د سرطان او تلسیمیا یا د وینې کمښت له ناروغیو ژغورلي دي.
یونان راتلونکی کال له ۱۵ کلونو د کمعمره کسانو لپاره ټولنیزې رسنۍ بندوي
یونان اعلان کړی چې د راتلونکي کال له جنورۍ میاشت به له ۱۵ کلونو د کم عمره کسانو لپاره ټولنیزو رسنیو ته د لاسرسي محدودیت پلان عملي شي. د دغه هېواد چارواکو ویلي، د دې ګام موخه په ځوانانو کې د مخ پر زیاتېدونکي اضطراب یا روحي فشار او د خوب د ستونزو حلول دي. دوی همداراز وايي، ددغه ګام هدف د هغه څه مخنیوی دی چې دوی یې د ټولنیزو رسنیو روږدي کوونکی جوړښت بولي. له دې سره به دا وروستی اروپايي هېواد شي چې ټولنیزو شبکو ته د کم عمره کسانو لاسرسی محدودوي.
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۱۳ اپریل ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان
واورئ, غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱۳ اپریل ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۱۲ اپریل ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۱۲ اپریل ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.












































