افغانستان کې سېلابونو لسګونو کسانو ته مرګژوبله اړولې

- Author, سمیع الله موسی زی
- د لوستلو وخت: ۲ دقیقې
افغانستان کې د سیلابونو او بارانونو له امله د مړو شوو شمېر ۲۸ ته لوړ شوی او نږدې ۵۰ نور ژوبل شوي دي.
افغانستان کې له پېښو سره د مبارزې اداره وايي، د ځاني زیانونو ترڅنګ پراخ مالي زیانونه هم اوښتي او په ۲۵ ولایتونو کې له نوي کیلومټره ډېر سړک ویجاړ شوی او ځینو ولسوالیو ته لارې هم بندې شوي دي.
د پسرلي له پیل سره هم افغانستان کې بارانونه او سېلابونه پيل شوي دي.
چارواکي وايي سیلابونو پراخ مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
افغانستان کې له پېښو سره د مبارزې ادارې ویاند، محمد یوسف حماد د دوشنبې پر ورځ بي بي سي ته وویل، د ښځو او ماشومانو په ګډون په څو ولایتونو کې لږ تر ترلږه ۲۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۴۹ تنه نور ټپیان دي.
ښاغلی حماد زیاتوي، په ټوله کې په څو ولایتونو کې ۹۳ کیلومټر سړک ویجاړ شوی، دغه راز ۱۳۰ کورونه ویجاړ او نږدې ۴۵۰ نور په نسبي ډول زیانمن شوي دي.
له پېښو سره د مبارزې ادارې ویلي، سیلاب ځپلو سیمو کې خلکو سره مرسته کوي او هغه سیمې په لومړیتوب کې دي، چې کورونه پکې ویجاړ شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو څانګې اوچا هم ویلي، افغانستان کې یې له سیلاب ځپلو سره بیړنۍ مرستې پیل کړي دي.
افغانستان کې د هوا پېژندنې ادارې د سې شنبې پر ورځ هم د کابل په ګډون په ۲۴ ولایتونو کې د باران، تالندې، سیلابونو او نسبتا تیزو بادونو اټکل کړی دی.
په یوه ویډیو کې چې پر ټولنیزو رسنیو خپره شوې، ښکاري چې د کندهار په میوند ولسوالۍ کې سړک اوبو لاندې کړی او ګڼ موټر دواړو خواوو ته ولاړ او چلوونکي یې د بدیلې لارې د موندلو هڅه کوي.
افغانستان کې له پېښو سره د مبارزې ادارې له خلکو غوښتي چې له خوړونو او هغو ځایونو چې د سیلاب خطر وي لېرې واوسي.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادراې (ایف اې او) یوه بیان کې ویلي د تېرو څلورو اونیو ورښتونو ځمکه ښه خړوبه کړې او دا بارانونه به روان کال کې پر کرنیزو محصولات په ځانګړې توګه پر للمیو ښه اغېز ولري.
خو په همدې وخت کې د ملګرو ملتونو د روغتیا ادارې خبرداری ورکړی، چې سیلابونو له امله ناروغۍ ډېرېږي او خلکو ته په کار دي چې څښاک لپاره د سیلاب اوبه ونه کاروي، د نورو اوبو د کارولو لپاره هم د کلورین سپارښتنه شوې ده.


















