جی‌ډي وېنس چې له ایران سره خبرو کې د امریکايي مرکچیانو مشري کوي، څومره پېژنئ؟

انځور د جي ډي وینس

د عکس سرچینه، Reuters

    • Author, سارا بېل او مایک ونډلینګ
    • دنده, د بي‌بي‌سي‌ نړیواله څانګه
  • د لوستلو وخت: ۸ دقیقې

د امریکا مرستیال ولسمشر جی‌ډي وېنس له بدلونونو سره نا اشنا نه دی.

هغه په بې‌وزلۍ کې رالوی شوی، خو د (حقوقو ییل) په نوم ښوونځی یې لوستی او وړاندې تر دې چې سیاست او د محافظه‌کاره ارزښتونو ملاتړ ته مخه کړي، د کلیفورنیا په سلیکان دره کې یې د ټېکنالوژۍ د برخې له اشرافو سره ناسته پاسته کړې ده.

وېنس د سمندري ځواکونو پخوانی سرتېری دی، چې په عراق کې یې د پوځي ژورنالیست په توګه دنده ترسره کړې ده.

هغه وروسته په بهرنیو جګړو کې د امریکا د ښکېلېدو سرسخت منتقد شو.

هغه چې یو وخت یې ویلي وو "د ټرمپ ملاتړی نه دی،" وروسته د هغه مرستیال او د ماګا (راځئ امریکا بېرته پخواني برم ته وګرځوو) شعار سرسخت ملاتړی شو.

اوسنۍ دندې هغه لا له مخکې د ۲۰۲۸ کال ولسمشریزو ټاکنو ته د جمهوریپالو مخکښ نوماند ګرځولی، ځکه د امریکا د اساسي قانون له مخې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د بیا نوماندېدو حق نه لري.

۴۱ کلن جی‌ډي وېنس د مرستیال ولسمشر په توګه له ټاکل کېدو راهیسې په بشپړ ځواک د ټرمپ د بهرنۍ پالیسۍ بیانولو کې، چې پر اروپايي ټولنې، ناټو او متحدانو په نیوکو سره یې نړیوال نظم ننګولی، مهم رول لوبولی دی.

د اوهایو ایالت دغه پخوانی سناتور، چې ځان یو ساده امریکایی کلیوال بولي، اوس په پاکستان کې له ایران سره د امریکا د مذاکراتي ټیم مشري کوي.

د ماشومتوب له کړاو ډک ژوند

تر شاه یې بیرغ دی

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، وېنس د حقوقو ییل ښوونځي کې له زدکړو وروسته د کلیفورنیا سېلیکان دره کې د پانګونې برخه کې کار کړی

د اوهایو مېډلټون کې تر زېږدو وروسته پر هغه جېمز ډونلډ باومن نوم کېښودل شو. مور یې له روږدتیا کړېده او پلار یې دوی په داسې مهال پرېښودل چې نوموړي لا خاپوړې کولې.

دی د خپل نیا او نیکه کره رالوی شو چې ده به "مورکۍ" او "ابا" بلل.

وېنس په ۲۰۱۶ کال کې خپرو کړو یاداښتونو کې د کېنټاکي په مېډلټون کې د خپلو کورنیو ارزښتونو او په پلرني ښار اوهایو کې د خپلو ټولنیزو-اقتصادي ستونزو کیسه کړې ده.

دا چې پلار یې په ماشومتوب کې پریښی او د مور لخوا یې په نشه‌يي توکو شدیدې روږدتیا د ماشومتوب ژوند ګډوډ کړی نو د انۍ کور ته یې پناه وړې وه.

هغه څو ځله خپل تخلص هم بدل کړ. کله چې یې واده وکړ، نو ده او ښځې یې (اوشا) دواړو د نوموړي د مورنۍ نیا نیکه د کورني نوم په درناوي "وېنس" تخلص وټاکه او په دې توګه یې اوسنی نوم جېمز ډېوېډ وېنس شو.

مېډل‌ټاون د اوهایو په "زنګ وهلي تراړه" کې پروت دی. دا نوم ځکه ورکړل شوی چې د تولیدي فابریکو د کمېدو له کبله یې اقتصادي زوال تجربه کړی دی. خو وېنس د خپلې لویې کورنۍ له سویلي ریښو سره ژور تړاو احساساوه.

دا سیمه، چې اپلاچیا بلل کېږي، یوه پراخه غرنۍ سیمه ده چې له سویله د صنعتي مېډوېسټ او شمال ختیځ تر څنډو غځېدلې ده.

 د ښار یو څنډه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، جی‌ډي وېنس د اوهایو په مېډلټون کې رالوی شوی او هملته یې ښوونځی لوستی

د دې ځای ډېر اوسېدونکي سپین پوستي دي، داسې سیمې هم پکې دي، چې د هېواد په کچه تر ټولو زیاتې بېوزلي ګڼل کېږي، چې کارونه پکې کم او نشه‌يي توکي او تاوتریخوالی پکې ډېر دي.

کله چې د ۲۰۱۶ کال ولسمشریزو ټاکنو لپاره د تودو کمپاینونو ورځو شپو او له دې اړخه په یوه ډېر مناسب وخت کې د وېنس کتاب خپرېده، نو نوموړی له مېډل‌ټاون ډېر لېرې تللی و.

هغه د امریکا په سمندري ځواکونو کې له خدمت وروسته، چې د عراق دوره هم پکې شامله وه، د اوهایو ایالتي پوهنتون او بیا د (ییل حقوقو ښوونځي) ته ولاړ، او بیا یې په کلیفورنیا کې د پانګونې په یوه شرکت کې کار پیل کړ.

کتاب لاسلیکوي

د عکس سرچینه، Bloomberg via Getty Images

د عکس تشریح، وېنس د اوهایو په هوبرهایټس کې خپل یو کتاب Hillbilly Elegy لاسلیکوي

Hillbilly Elegy په نوم کتاب نه یوازې هغه یو ډېر لوستل کېدونکی لیکوال کړ، بلکې نوموتی مبصر هم شو چې ډېر وخت به یې د سپین پوستي، کاریګر پاړکي د رایه ورکوونکو لپاره د ټرمپ پر محبوبیت شننې کولې.

وېنس چې به کله خپل کتاب او ورسره د کارګرې طبقې د ستونزو او محافظه‌کارو ارزښتونو لپاره تبلیغ کاوه، نو د هغه مهال د جمهوري غوښتونکو نوماندانو د نیوکو یوه موکه یې هم نه ضایع کوله.

د نوموړي د هغه وخت تبصرو کې دا جمله هم شامله وه چې: "خدایه، څومره احمق دی."

ښځه او کورنۍ

له مېرمنې سره

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، وېنس او ښځه یې اوشا د جمهوریپالو ملي کوانسیون کې

وېنس او ښځه یې اوشا، چې په ییل پوهنتون کې یې سره پېژندلي وو، د ایوان، وېوېک او میرابل په نومونو درې ماشومان لري.

اوشا په جنورۍ کې وویل چې پر څلورم ماشوم میندواره ده او تمه کېږي چې زوی یې په جولای کې وزېږي.

د هغې د ژوند پیل د خپل مېړه پرتله ډېر هوسا او منظم و. هغه د کالیفورنیا د سان‌ډیاګو په یوه شتمنه څنډه کې د هندي کډوالو استادانو په کور کې رالویه شوې.

ماشومان ورسره دي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، وېنس او اوشا درې ماشومان لري

اوشا له ییل پوهنتونه په تاریخ او حقوقو کې له فراغت وروسته د بريتانیا په کمبریج پوهنتون کې ماسټري هم کړې ده.

وېنس او کورنۍ یې په ۲۰۱۷ کال کې د ټرمپ د لومړۍ دورې په لومړیو کلونو کې د امریکا په دواړو ساحلونو کې له څو کلونو اوسېدو وروسته بېرته اوهایو ته ستانه شول.

په همدې وخت کې د هغه نوي شهرت ته په کتو د سیاست ډګر ته د وېنس د احتمالي وتلو اوازې هم زیاتې شوې.

دا چې څو کاله وروسته د اوهایو جمهوريپال سناتور راب پورتمن د ۲۰۲۲ کال ټاکنو ته د بیا نه ودرېدو پرېکړه وه، نو وېنس دا یو غوره فرصت وباله.

ټاکنیز کمپاین

د ټاکنیز کمپاین پر مهال دریځ ته ولاړ دی.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، جی‌ډي وېنس ۲۰۲۴ کال کې په میډل ټاون عالي لېسه کې د کمپاین پر مهال

که څه هم په پیل کې د هغه ټاکنیزې منډې ترړې سوکه پر مخ تلې، خو وروسته له هغه یې چټکتیا ومونده چې خپل مخکیني رییس او د سیلیکان درې اغېزناک شخصیت پیتر تیېل ورسره ۱۰ میلیون ډالره مرسته وکړه.

د هغه ژبه بدله شوه. نوموړي نور د "کلیوالي ژوند" د ناکامیو پر ځای ډېر تمرکز د اشرافو، ډیموکراټانو او کیڼ اړخو پر ناکامیو پیل کړ.

هغه به ډېر وخت پر فاکس نیوز راڅرګندېده، خو د ملاتړ د راخپلولو لپاره د ښي اړخ نیوزمېکس شبکې، ځانګړو پوډکاسټونو او یوټیوب چینلونو په څېر د سیاست په حاشیوي رسنیو کې هم راښکاره کېده.

ټرمپ سره

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ټرمپ د جمهوریپالو ملي کنوانسیون کې وویل چې وېنس یې د خپل مرستیال په توګه غوره کړی

ډېرې لانجمنې ویډیوګانې چې وروسته د ۲۰۲۴ ولسمشریزو ټاکنو لپاره د کمپاین پر مهال بیا رابرسېره شوې، د هغه وخت وې، چې نوموړي د سنا څوکۍ لپاره د هغه کمپاین پیاوړی پر مخ روان و.

خو اصلي خنډ چې هغه یې د سنا څوکۍ ته له رسېدو راګرځاوه، پر ټرمپ د نوموړي پخوانۍ نیوکې وې.

نوموړی بالاخره بېرته د "ماګا" پر پلونو روان شو، د ۲۰۲۲ د سنا د کمپاین پر مهال یې بښنه وغوښته او داسې ماموریت ته یې اوږه ورکړه، چې هغه یې د جمهوريپالو نوماندانو د نوملړ سر ته راپورته او سنا ته ورساوه.

سناتور وېنس

دریځ ته ولاړ دی

د عکس سرچینه، Erik S Lesser via EPA

د عکس تشریح، وېنس ټرمپ لپاره د ټاکنیزو کمپاین پر مهال

جی‌ډي وېنس په سنا کې د خپل لنډ ماموریت پر مهال یو باوري محافظه‌کار رایه ورکوونکی و. هغه د عوامپالو اقتصادي تګلارو ملاتړ کاوه او په کانګرس کې له اوکرایین سره د مرستو ګوت نیوکی شو؛ یو داسې رول و چې نوموړي د ټرمپ د حکومت په دویمه دوره کې هم دوام ورکړی.

په کانګرس کې د هغه د دورې پر مهال ډیموکراتان اکثریت وو، او دې د یوه نوي جمهوريپال سناتور په توګه د هغه د اغېزې هیله کمرنګه کړې وه.

هغه د ۲۰۲۴ په جولای کې د ملي محافظه‌کارۍ کنفرانس کې، چې د ټولې نړۍ په کچه د ښي اړخ او توندلارو ښي اړخو مشرانو د زیاتېدونکي نفوذ غونډه ده، استدلال وکړ چې په اوکرایین کې د امریکا ښکېلتیا "نه کوم څرګند پای لري او نه هم داسې کوم اهداف چې موږ یې ترلاسه کېدو ته نږدې واوسو".

هغه په همدې کنفرانس کې وویل چې د کډوالۍ له لامله د بریتانیا "وضعیت ښه نه دی" او ادعا یې وکړه چې دغه هېواد به د کارګر ګوند تر حکومت لاندې پر داسې"لومړني ریښتیني اسلامپاله هېواد" واوړي چې اټومي وسله لري.

تر هغې یوازې څو ورځې ور وروسته، د جمهوريپالو د ملي کنوانسیون پر مهال ټرمپ اعلان وکړ چې وېنس یې ولسمشرۍ لپاره مرستیال وټاکه.

د مرستیال ولسمشر په توګه

تر هغې راوروسته چې ټرمپ د دویمې دورې لوړه وکړه، د مرستیال ولسمشر په توګه د وېنس تر ټولو لویه اغېزه د بهرنۍ تګلارې برخه کې محسوسه ده.

هغه په نړیوال ډګر کې خپل لومړی رسمي حضور د اروپا له سفره پیل وکړ، چې په ترڅ کې یې نوموړي په مونیخ امنیتي کنفرانس کې د امریکا متحدان سخت وغندل.

وینس اروپايي مشران پر دې تورن کړل چې ګوندې د بیان ازادي محدودوي، ډېر کډوال مني او ډیموکراسي کمزورې کوي.

وروسته یې د اوول دفتر په غونډه کې د اوکرایین له ولسمشر ولودمیر زېلېنسکي سره ډراماتیکه لفظي شخړه راغله.

وېنس زېلېنسکي تورن کړ چې درناوی نه لري، سیاستوال یې د اوکرایین پر "تبلیغاتي سفر" وربللي او دا چې د امریکا د مرستو سم منندوی نه دی.

زیلېنسکي سره د لانجې مهال انځور یې

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، جی‌ډي ونېس د اوول دفتر په دې ناسته کې د اوکرایین پر ولسمشر سخت لفظي بریدونه وکړل

پر طبیعي سرچینو د بډایه ټاپو ګرینلنډ ترلاسه کولو سره د ټرمپ لېوالتیا یوه بله داسې موضوع ده، چې د امریکا اروپايي متحدان یې اندېښمن کړي دي.

وینس د مرستیال ولسمشر په توګه د دندې له پیل وروسته څو ځله ګرینلنډ ته سفرونه کړي او پر ډنمارک یې د دې سیمې د اداره کولو د څرنګوالي له کبله نیوکه کړې دي.

د ډنمارک بهرنیو چارو وزیر په جنورۍ کې وویل چې په سپینې ماڼۍ کې له وېنس سره تر خبرو وروسته د دې موضوع په اړه له امریکا سره "بنسټیز اختلاف" شته.

په واورو کې انځور

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د ۲۰۲۵ کال مارچ - ګرینلنډ

پر متحدانو فشار راوړلو سره د مرستیال ولسمشر لېوالتیا یو داسې نړیوال لید څرګندوي، چې د هغه په خپلو ټکو د دې "اخلاقي قضاوتونو" لپاره پکې چې "دا هېواد ښه دی" یا "هغه هېواد بد دی" ډېر وخت نه شته.

هغه اوس له ایران سره تر اوربند وروسته چې د سیمې د اوږدمهاله سولې پیل لپاره یو فرصت بلل شوی، له ایراني چارواکو سره د سولې په خبرو کې مهم رول لري.