تهران او واشنګټن د اوربند طرحه ترلاسه کړې؛ ایران وايي د خپلو ګټو په رڼا کې یې ورته ځواب چمتو کړی

د عکس سرچینه، Getty Images
ایران ویلي چې له امریکا او اسرائیلو سره د جګړې پای ته رسولو لپاره یې د منځګړو وړاندیزونو ته ځواب چمتو کړی دی.
تر دې ورمخکې رویټرز خبري اژانس ویلي چې پاکستان دواړو خواوو ته د اوربند طرحه وړاندې کړې ده.
ارنا خبري اژانس د ایران د بهرنېو چارو وزارت د ویاند اسماعیل بقايي له خولې لیکلي، "د منځګړو له لارې دوی ته د امریکا لخوا د ۱۵ مادو پلان په هېڅ ډول د منلو نه دی".
نوموړي وویل د دې پر ځاي ایران د خپلو ګټو په پام کې نیولو سره د خپلو غوښتنو یوه مجموعه چمتو کړې ده او په دې اړه به مناسب وخت کې نور معلومات ورکوي.
وړاندې رویټرز خبري اژانس ویلي و چې د امریکا متحدو ایالتونو او ایران له جګړې د لاس اخیستلو په تړاو له پاکستانه یوه طرحه ترلاسه کړې ده.
رویټرز دا خبر د یوې باخبره سرچینې په حواله ورکړی دی.
دې سرچینې رویټرز ته ویلي، د پاکستان د پوځ لوی درستیز فیلډمارشال عاصم منیر تېره "ټوله شپه" د امریکا له مرستیال ولسمشر جیډي وېنس، منځني ختیځ لپاره د ولسمشرټرمپ له ځانګړي استازي سټیف ویټکاف او د ایران له بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي سره په اړیکه کې و.
ویل کېږي د دې طرحې له مخې په دوو پړاونو کې لومړی د سملاسي اوربند او ورپسې د یوې جامع هوکړې وړاندیز شوی دی.
ویل شوي چې په لومړي سر کې به یو هوکړه لیک تنظیم شي، چې د پاکستان لخوا له بریښنايي لارې وروستی کېږي.
سرچینې ویلي "نن باید پر ټولو عناصرو توافق وشي،" خو هوکړه به له ۱۵ څخه تر ۲۰ ورځو پورې وروستۍ شي.
د یادونې ده چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د یکشنبې پر ورځ پر خپله خواله رسنۍ له ګواښونو په ډکه او تونده ژبه خپاره کړي پیغام کې ګواښ کړی چې که تهران د سبا سېشنبې تر سهاره یوې هوکړې ته غاړه کېنږدي، نو 'دوزخ به پرې راکښته' کړي.
هغه دې ګواښ کې ویلي وچې که هوکړه ونه شي، نو ایران کې به پلونه، د انرژۍ او نور تاسیسات هدف وګرځول شي.
سپاه پاسداران ویلي چې که د ایران ملکي تاسیسات په نښه شي، نو دوی به په ځواب کې په اسرائيل او د امریکا د سیمهییزو متحدانو پر تاسیساتو بریدونو ورکړي.
تهران وايي هرمز تنګی نه پرانیستل کېږي

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا ولسمشر تېره ورځ (یکشنبه) یو ځل بیا ټینګار وکړ چې ایران باید د هرمز تنګی پرانېزي.
خو رویټرز نن دوشنبه د یوه جګپوړي ایراني چارواکي په حواله چې نوم یې نه دی اخیستل شوی لیکلي، دوی د اوربند ورسپارل شوې وړاندیز ارزوي، خو ورکړ شوی ضربالاجل نه مني او هرمز تنګي به د لنډمهاله احتمالي اوربند د یوې برخې په توګه پراننیستل شي.
هغه تور پورې کړی چې ګوندې واشنګټن دایمي اوربند ته چمتووالی نه لري.
تېره روځ اکسیوس رسنۍ د امریکایي، اسرائيلي او سیمهییزو سرچینو په حواله رپوټ ورکړی و، چې ایران، امریکا او سیمهییز منځګړي د جګړې پای ته رسولو هوکړې د یوې برخې په توګه د ۴۵ ورځني اوربند په تړاو پر خبرو بوخت دي.
اکسیوس ویلي وو چې دا هوکړه به په دوو پړاو کې پلې شي.
د احتمالي اوربند او د جګړې پای ته رسېدو لپاره د هڅو دا خبر داسې مهال ورکول کېږي چې امریکا او اسرائيلو د جګړې پر ۳۸مه ورځ تېره شپه او نن سهار د تهران په ګډون د ایران بېلابېلو ښارونو کې دارنه هوايي بریدونه کړي دي.
په دغو بریدونو کې د سپاه پاسداران د استخباراتو د مشر مجید خادمي د وژل کېدو پخلی هم شوی دی.

د عکس سرچینه، Iranian state media
خو ایراني چارواکو ویلي چې د ۶ ماشومانو په ګډون ۱۳ ملکي کسان هم وژل شوي.
په امریکا کې د بشري حقونو یوه ډله وايي، پر ایران د امریکا او اسرائیل بریدونو کې تر دې دمه شاوخوا ۳ زره ۵۴۰ کسان وژل شوي چې ۲۴۴ پکې ماشومان دي.
دا خونړۍ جګړه د لبنان سویل ته هم غځېدلې او اسرائیلي ځواکونه وايي، چې هلته د ایران له ملاتړه د برخمن حزبالله غورځنګ پر اړوندو اهدافو بریدونه کوي.
له لبنانه تر دې دمه د اسرائيلي ځواکونو په بریدونو کې د ۱۲۴ ماشومانو په ګډون د ۱۴۶۱ کسانو د وژل کېدو خبر ور کړ شوی.






















