یونان راتلونکی کال له ۱۵ کلونو د کم‌عمره کسانو لپاره ټولنیزې رسنۍ بندوي

Close up image of an anonymous young girl wearing a white T shirt and colourful bead bracelets while using her smartphone outdoors, taken in Sydney in November.

د عکس سرچینه، Hollie Adams / Reuters

د عکس تشریح، یونان وايي، دا پرېکړه د ځوانانو ترمنځ د زیاتېدونکي اضطراب او د خوب ستونزو د مخنیوي لپاره شوې ده (آرشیف انځور).
    • Author, جسیکا رانسلي
  • د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

یونان اعلان کړی چې له ۱۵ کلونو د کم عمره کسانو لپاره ټولنیزو رسنیو ته د لاسرسي بندولو پلان لري.

د دغه هېواد لومړي وزیر "کیریاکاس میتسوتاکیس" وویل چې د دې ګام موخه په ځوانانو کې د مخ پر زیاتېدونکي اضطراب یا روحي فشار او د خوب د ستونزو حلول دي. هغه ویلي، ددې ګام موخه د هغه څه مخنیوی دی چې نوموړي د ټولنیزو رسنیو "روږدي کوونکی جوړښت" وباله.

د چهارشنبې په ورځ پر ټیک ټاک خپاره شوي یوه ویډیويي پیغام کې د یونان لومړي وزیر ویلي: "ډیری ځوانان ماته وايي چې دوی د پرتله کولو، تبصرو او تل پر انلاین پاتې کېدو له فشاره ستړي شوي دي."

هغه وویل چې له داسې والدینو سره یې خبرې کړي چې ویلي یې دي ماشومان یې ښه نه ویده کیږي، اندېښمن دي او تل پخپلو تلیفونونو کې بوخت وي.

"ساینس واضح دی، کله چې یو ماشوم د ساعتونو لپاره برېښنایي ښیښې سره پاتې کیږي، ذهن یې استراحت نه کوي، ځکه موږ اړ شوي یو چې یوه ستونزمنه خو اړینه پریکړه وکړو. تر ۱۵ کلونو کم عمره ماشومانو لپاره د ټولنیزو رسنیو پر کارونې بندیز لګول."

د یونان لومړي وزیر زیاته کړه، د حکومت موخه له ټیکنالوژۍ د ځوانانو لرې کول نه دي، کوم چې "کولی شي د پوهې او خلاقیت سرچینه وي."

خو ټینګار یې وکړ چې د ځینو اپلیکیشنونو روږدي کوونکی ډیزاین، او د سوداګرۍ هغه ماډل چې د پام اړولو پر بنسټ ولاړ دی باید په یوه ځای کې ودرول شي."

د یونان لخوا دا محدودیت به د راتلونکي کال له جنوري میاشتې عملي شي.

د یونان لومړي وزیرد اروپايي کمیسیون مشرې «ارسولا فون دیر لاین» ته په یوه استول شوي لیک کې، د اروپايي اتحادیې د یوه ګډ چوکاټ غوښتنه کړې چې "د ماشومانو د ساتنې لپاره اړین ملي نوښتونه بشپړ او پیاوړي کړي".

د هغه په وړاندیزونو کې په ټولو پلټفارمونو کې د ۱۵ کلنو څخه د کم عمره کسانو لپاره د عمر لازمي تایید، د دې عمر لرونکو لپاره په ټوله اروپا کې بندیز، او له پلټفارمونو هرو شپږو میاشتو کې د کاروونکو د عمرونو د بیا کتلو غوښتنه شامله ده.

د ماشومانو لخوا د ټولنیزو رسنیو د کارولو په اړه بحثونه په وروستیو میاشتو کې وروسته له هغه ګرم شوي چې داسې شواهد زیات شوي چې ښيي دا کولی شي پر رواني روغتیا ویجاړونکي اغېزې ولري.

له دې پریکړې سره یونان وروستی اروپايي هېواد شو چې پر انلاین پلټفارمونو د ماشومانو لاسرسی محدودوي.

په ډسمبر میاشت کې اسټرالیا د نړۍ لومړنی هېواد و چې له ټیک ټاک، یوټیوب، سنپ چاټ او نورو مخکښو شبکو یې وغوښتل چې د ۱۶ کلنو د کم عمره کسانو اکاونټونه یا حسابونه ړنګ کړي او که نه له درنو جرمانو سره به مخ شي. فرانسه، اتریش او هسپانیه هم د هغو زیاتېدونکو هېوادونو په ډله کې دي چې ورته محدودیتونه تعقیبوي.

د بریتانیا حکومت د ۱۶ کلنو پر کم عمره کسانو د بندیز لګولو پر سر مشورې پیل کړې دي، په داسې حال کې چې ایرلنډ او ډنمارک هم په ورته اقداماتو غور کوي.

د ټولنیزو رسنیو شرکتونه استدلال کوي چې بشپړ بندیزونه به بې اغېزې وي، پلي کول به یې ستونزمن وي او کولی شي زیان منونکي تنکي ځوانان ګوښه توب ته اړ کړي. تر دې دمه د ریډیټ (Reddit) په نوم ټولنیزې شبکې پر ټولنیزو رسنیو د اسټرالیا د محدودیت قانون په محکمه کې ننګولی دی.

په مارچ میاشت کې، میټا (Meta/فیسبوک) او یوټیوب د امریکا په یوه تاریخي محکمه کې د یوې ښځې د ماشومتوب پر مهال له ټولنیزو رسنیو سره د روږدي کېدو په قضیه کې ملامت وپېژندل شول.

قاضیانو هغه مهال پرېکړه وکړه چې میټا (چې د انسټاګرام، فیسبوک او واټساپ مالکیت لري) او ګوګل (چې د یوټیوب اصلي شرکت دی)، په قصدي ډول روږدي کوونکي ټولنیزې شبکې جوړ کړې وې چې د هغې رواني روغتیا ته یې زیان رسولی و.

میټا او ګوګل ویلي، دوی له دې پرېکړې سره موافق نه دي او اراده لري چې د استیناف غوښتنه وکړي.

میټا وویل: "د تنکیو ځوانانو رواني روغتیا خورا پیچلې ده او نه شي کولی چې یوازې له یوه اپلیکیشن سره وتړل شي."