اوربان د هنګري په ټاکنو کې ماته منلې ده

ویکتور اوربان

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د هنګري لومړي وزیر وېکټور اوربان د ۱۶ کلونو واکمنۍ وروسته په ټاکنو کې خپله ماتې منلې، او پایلې ښیې چې اپوزسيون د پراخې بریا په درشل کې دي.

نژدې ټولې رايې شمېرل شوې دي او د لومړنيو پايلو له مخې پیټر مجار د هنګري نوی لومړی وزیر ټاکل کېږي او د هغه ګوند په پارلمان کې د غوڅ اکثريت په ګټلو بریالی شوی دی.

په دې ټاکنو کې چې د راپورونو له مخې ریکارډ کچه خلکو برخه اخيستې وه، پایلې یې د هنګري او اروپا د راتلونکي لپاره برخليک ټاکوونکې او دا بریا د پوتين او ټرمپ په ګډون د اوربان نژدې متحدینو لپاره یو ګوزار بلل کېږي.

پیټر مجار، چې وړاندې د ښاغلي اوربان متحد و خو اوس یې پر پاليسيو سختې نيوکې کوي، د اروپايي ټولنې سره د نژدې اړیکو او له فساد سره د مبارزې لپاره ژمنې کړې دي.

له ۲۰۱۰ کال راهیسې، ښاغلي اوربان هنګري په هغه څه بدل کړی چې د اروپا پارلمان د "ټاکنو سره د استبدادي دوه ګونی رژیم" په توګه ياد کړی دی. اوربان د غير لېبرالې ډېموکراسۍ او د "عيسوۍ ازادۍ" په څېر اصطلاحات کارولي چې په امریکا کې د ماګا غورځنګ متحدين دا "ملي محافظه کاري" بولي.

حامیان نامزد مخالف پس از پذیرفتن شکست از سوی اوربان در بوداپست جشن گرفتند

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، حامیان نامزد مخالف پس از پذیرفتن شکست از سوی اوربان در بوداپست جشن گرفتند

ښاغلي اوربان په وار وار د اوکرایین د جګړې په اړه له خپلو اروپايي سیالانو سره شخړه کړې، او پر کيېف د مالي ملاتړ په بندولو سره یې اوکرايين تورن کړی چې هڅه کوي هنګري له روسیې سره په جګړه کې ښکېل کړي.

دی په اروپايي ټولنه کې د ولادیمیر پوتین تر ټولو قوي متحد دی، او د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د پنځم ځل لپاره د هغه د ولسمشرۍ ملاتړ کړی و.

د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي ونس ان له ټاکنو څو ورځې مخکې بوداپست ته سفر وکړ او هلته یې له رایو ورکوونکو وغوښتل چې "له وېکټور اوربان سره ودرېږي، ځکه چې هغه ستاسو سره ولاړ دی."

د اوربان د ماتې په اړه لومړني غبرګونونه

ډېری اروپایي مشرانو د پیټر مجار د بریا هرکلی کړی دی. د اروپايي کمیسیون مشرې اورسولا وان ډیر لاین ويلي، پایلې ښیې چې هنګري اروپا غوره کړې ده.

د جرمني لومړي وزير فرېډرېک مرتڅ له ښاغلي مجار غوښتي چې د یوې پیاوړې او متحدې اروپا د جوړولو لپاره په ګډه کار وکړي.

د اوکرایین ولسمشر ولودمير زیلېنسکي ويلي، د هېواد د د ګډو ګټو لپاره له هنګري سره همکارۍ ته چمتو دی.

د پولنډ لومړي وزیر ډونالډ ټوسک د ښاغلي مجار بریا "عالي" بللې او د هنګري د اپوزیسیون د ملاتړو لخوا ویل شوي شعار چې وايي، "روسانو، کور ته لاړ شئ!" یې تکرار کړی دی.