مشهوره هندۍ سندرغاړې اشا بوسلې مړه شوې

د عکس سرچینه، AFP
- Author, سودها جي تېلک
- دنده, بيبيسي
- د لوستلو وخت: ۷ دقیقې
د هندي سینما بالیووډ افسانوۍ سندرغاړې اشا بوسلې چې د هند کلتور نښه ګڼل کېده د ۹۲ کالو په عمرله دې نړۍ وکوچېده .
د هندۍ موسیقۍ دغې ستورې په مومبی ښار کې وروسته له هغه ساه ورکړه چې د زړه د حملې له امله روغتون ته لېږدول شوې وه.
د هغې مړینه د بالیووډ په موسیقۍ کې د یوې دورې پای ګڼل کېږي ځکه هنري ژوند یې څه باندې اته لسیزې دوام وکړ او تر ۱۲ زرو زیاتې سندرې یې ویلې وې.
د بوسلې ځانګړي غږ ګڼو فلمي سندرو ته ژوند ورکړ. دې به هندي فلمونو ته داسې نه هېرېدونکې سندرې ویلې چې فلمي ښځينه لوبغاړو به هغه په خپلو فلمونو کې کارولې.
په بالیووډ کې یې پراخ حضور هغې ته ۱۹۹۷ کال کې د (Brimful of Asha) یا برېم فل اف اشا په نوم یوې سندرې هغې ته ځانګړی درناوی ورپه برخه کړ. همداراز په نړیواله کچه هم له بریتانوي موسیقار بای جیورج سره د همکارۍ له امله پېژندل کېده.
د ډېرو په اند هغې غږ داسې احساس درلوده چې مینه وال به یې نڅا او سندرو ویلو ته اړ کول. هغې موسیقي د نسلونو د ژوند برخه وګرځوله.
نوموړې په ډېرې اسانۍ او طبیعي غږ د بېلابېلو سبکونو سندرې ویلې. لکه رومانټيکې، خوځنده او له انرژۍ ډکې سندرې. ځکه یې نو غږ د بېلابېلو موسیقارانو لپاره د خوښې وړ ګرځېدلی و.
د هغې انرژۍ او وړتیا هره سندره په جشن بدله کړه او د بالیووډ موسیقي یې تلپاتې کړه.
د "یادو کي بارات، کاروان، تیسري منزل، اجازت، منزل، او ساګر" فلمونو سندرې یې اوس هم افسانوي ګڼل کېږي.
بل مهم اثر یې د عمراوجان فلم سندرې دي چې موسیقار خیام په کې هغه څه راڅرګند کړل چې ډېر خلک یې د اشا بوسلې تر ټولو غوره اجرا بولي.
اشا بوسلې د موسیقۍ په نړۍ کې یوه داسې ځانګړې لار جوړه کړه، چې له خپلې خور لتا منګېشکر ډېره جلا وه.
لټا منګېشکر په ۲۰۲۲ کال کې مړه شوې وه.

د عکس سرچینه، AFP
لتا منګېشکر د ښکلې او کره کلاسیکې موسیقۍ استازې وه او اشا بوسلې به بیا هرې سندرې ته زړوره او خوځنده انرژي ور بخښله.
د اشا بوسلې او کمپوز جوړوونکي ار.ډي. بورمن ملګرتیا چې وروسته یې واده هم ورسره وکړ په بالیووډ کې یوه له تر ټولو تاریخي همکاريو ګڼل کېږي. دوی د موسیقۍ داسې سبک جوړ کړ چې صنعت یې بدل کړ.
د مرجومې غږ د بورمن له تجربوي او بېلابېلو نغمو سره په بشپړ ډول برابر و، چې له امله یې له احساساتي سندرو نیولې تر انرژۍ ډکو هغو پورې ګڼ شمېر مشهور اثار رامنځته شول.
اشا بوسلې او بورمن نږدې ۲۵ کاله یو ستر موسیقي میراث جوړ کړ. اشا بوسلې به کله ناکله ویل چې بورمن د دې ښه استعدادونه راژوندي کړل.
هغې د ۲۰۲۳ کال په یوه مرکه کې ویلي و: "دا پنچم (د بورمن مستعار نوم) و چې زما د سندرو ټول ظرفیت یې راڅرګند کړ... تر ده مخکې زه نه پوهېدم چې کولی شم په خپل غږ کې دومره نرمښت رامنځته کړم او یا دا چې وړتیا یې ولرم."

د عکس سرچینه، ASHA BHOSLE/INSTAGRAM
اشا بوسلې د ۱۹۳۳ کال سپتمبر په ۸مه د مهاراشټرا ایالت په ګوار سیمه کې د منګېشکر نامتو کورنۍ کې زیږېدلې وه.
هغه د موسیقۍ په زده کړه کې په داسې حال کې رالویه شوه چې پلار یې دینانت منګېشکر روزنه ورکوله. هغه کس چې پېژندل شوی کلاسیک سندرغاړی او اداکار و. اشا بوسلې خپله لومړنۍ سندره په ۱۹۴۳ کال کې د "ماجا بل" په نوم د یوې مراټۍ ژبلې فلم لپاره ویلې وه.
د هغې هنري ژوند په ۵۰مو او ۶۰مو کلونو کې ډېر پرمختګ وکړ او د فلمي سندرو، غزلونو، قوالي او پاپ په ګډون په بېلابېلو بڼو کې مشهوره هنرمنده شوه. له ار. ډي. بورمن او او پي نایار سره همکارۍ بیا د شهرت هسکو ته ورسوله.
د یادې سندرغاړې مشهورې سندرې لکه، "اې مهربان" (۱۹۵۸)، "پردې مې رهنې دو " (۱۹۶۸) او "دم مارو دم" (۱۹۷۱) یې د پراخ هنري کار یوازې څو بېلګې ګڼل کېږي.
هغه سندرې یې چې له نامتو سندرغاړو لکه، محمد رفېع، کشور کومار او مانا دې سره ویلي تلپاتې کلاسیکې سندرې یادېږي.
د اشا شخصي ژوند هم د هنري هغه په څېر له لوړو ژورو سره مل و. د ۱۶ کلنۍ په عمر له خپل ګاونډي ګڼپترسره وتښتېده، چې وروسته یې ګډ ژوند کړکېچن شو او سره جلا شول.
د هغې خور لتا منګېشکر بیا وروسته وویل چې د اشا مېړه هغه له خپلې کورنۍ داسې جلا کړې وه چې کلونه کلونه یې ترمنځ اړیکه نه وه.
د هغې مېړه ګڼپترهغه د موسیقۍ له ډایرکټرانو سره په دې تمه اشنا کړه چې له استعداده یې ګټه ترلاسه کړي. هغه پر دې کنټرول هم درلود، چې دې کار دې ته ډېرې ستونزې هم جوړې کړې وې. په دې اړه لتا منګېشکر د فلم تاریخپوهې نسرین موني کبیر سره هم غږېدلې وه.
اشا بوسلې په ۱۹۶۰ کال کې په داسې حال کې له خپل مېړه جلا شوه چې درې ماشومان یې درلودل. وروسته یې له ار.ډي. بورمن سره کار پیل کړ، چې په ۱۹۸۰ کال کې یې بیا ورسره واده هم وکړ. بورمن بیا په ۱۹۹۴ کال کې د ۵۴ کلنۍ په عمر وفات شو.

د عکس سرچینه، AFP
اشا بوسلې په پرله پسې ډول له خپلې خور سره پرتله کېدو سره مخ وه چې له امله یې د دواړو ترمنځ د سیالۍ اوازې هم خپرې شوې.
سربېره پر دې چې دواړه په یوه ودانۍ کې اوسېدې او اړیکه یې تر ډېره دوستانه وه، خو ځینې خلک باور لري چې لتا منګېشکر د اشا بوسلې د هنري پرمختګ مخه نیوله. همداراز اشا بوسلې خپله هم یوځل ویلي و چې "که د خور مرسته یې ورسره نه وای نو ښايي ډېر پخوا یې شهرت ترلاسه کړی وای."
لتا منګېشکر بیا د دې چوپتیا لامل د اشا بوسلې د مېړه اغېز بللی و. که څه هم دا "سیالي" خلکو ډېره ستره ګڼلې وه، خو ګڼ شمېر خلک بیا وايي مبالغه په کې شوې وه.
په ۱۹۷۱ کال کې اشا بوسلې د فلم یوه لیکوال راجو بهاراتان ته ویلي وو چې:
"په پای کې موږ دواړه د موسیقۍ له نعمته برخمنې شوې وو،... په دې کې شک نشته چې مشرې خور مې تر ما مخکې موسیقي پيل کړې وه، نو دې کار زه لا زیاته هڅولم چې هغې ته ځان ورسوم."
اشا بوسلې د موسیقۍ له بدلېدونکو سبکونو سره د خپل غږ د برابرولو په حیرانوونکې وړتیا مشهوره وه.
د کلونو په اوږدو کې یې د پاپ موسیقۍ نړیوالو هنرمندانو سره هم کار کړی چې د ۱۹۹۰مو کلونو په پیل کې یې له بای جیورج سره همکاري وکړه او بیا یې له مایکل سټایپ سره هم سندره ثبت کړه.
د برېمفول اف اشا (Brimful of Asha) له شهرت وروسته یې له فټبای سلېم سره یوې ګډې ثبت شوې سندرې شهرت لا نور زیات کړ.
اشا بوسلې له کرېکټ سره هم ډېره مینه درلوده او یوه له تر ټولو خوندوره بوختیا یې ګڼله. په ۲۰۰۷ کال کې یې د برېټ لي په نوم اسټرالیایي کرېکټ لوبغاړي سره د "یو ار ده ون فار مي You're the One for Me" په نوم سندره ثبت کړه، چې د اي پي اېل د لومړي فصل پر مهال خپره شوه.
د هغې ژوندلیک لیکونکی راجو بهاراتان لیکلي: "له اشا سره هره لیدنه باید د ټلوېزیوني پروګرام برخه شي… ځکه هغه ډېرې خبرې کوي او یوازې د سندرو لپاره دمه کوي."
هغه دا هم ویلي چې خلک کولی شي پر اشا هر ډول ټوکې وکړي خو هغه یې په ډېرې ارامۍ زغمي.
په ۲۰۲۳ کال کې اشا بوسلې خپله ۹۰مه کلیزه په دوبۍ کې په یوه ژوندي کنسرت کې ولمانځله او ویې ویل: "په ۹۰ کلنۍ کې درې ساعته پرسټېج درېدل او سندرې ویل یو نعمت دی."
هغې هېڅکله کار پرېنښود. په ۲۰۲۰ کال کې یې پر انلاین د استعداد نندارې یوه خپرونه پيل کړه چې د اشا هیله "Asha Ki Asha" نومېده. وروسته یې بیا د خپلې یوې لمسۍ پر هڅونې پر يوټیوب یو چینل هم جوړ کړ چې د خپل ژوند کیسې یې په کې شریکولې او تر ۱۶۰زرو زیات ګډونوال یې وموندل.
په ۲۰۲۳ کال کې یې ویلي وو: "زما لپاره موسیقي زما ساه ده… ما خپل ژوند په دې فکر تېر کړ چې موسیقۍ ته مې ډېر څه ورکړي. او اوس ښه احساس کوم چې له سختو حالاتو راوتلې یم. ډېری وختونه مې داسې احساس کړی چې ژوندۍ به پاتې نشم، خو پاتې شوم."





















