ژوندۍ پاڼه, ټرمپ ګواښ کړی چې که 'ژر' تړون ونشي، د ایران د انرژۍ تاسیسات به 'له منځه یوسي'

ډونلډ ټرمپ وایي، د امریکا متحده ایالات له ''یوه نوي ایراني رژیم سره جدي خبرې" کوي، چې د ده په وینا کولای شي "په ایران کې زموږ پوځي عملیات پایته ورسوي." پر ټروت سوشل یوه پیغام کې ټرمپ لیکلي، "...مهم پرمختګ شوی، خو که د کوم دلیل له مخې ژر تړون و نه شي، چې ښایي وشي او که د هرمز تنګي 'سملاسي د سوداګرۍ لپاره' نه پرانیستل کېږي، نو موږ به په ایران کې خپل 'ښکلی' حضور داسې پای ته ورسوو چې د هغوی ټول برېښنا تولیدوونکي مرکزونه، د تېلو څاګانې او د خارګ ټاپو (او ښایي د مالګینو اوبو پاکولو ټول کارځایونه هم!) په بشپړه توګه له منځه یوسو...."

لنډیز

ژوندی پوښښ

  1. د امریکا د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونو کې د ایران په اړه څه وويل:

    د امریکا د سپينې ماڼۍ ويانده

    د عکس سرچینه، Getty Images

    • امریکا تر دې دمه په ایران کې له ۱۱ زره زیاتو پوځي موخو بریدونه کړي او له ۱۵۰ډېرې کښتۍ یې هم ویجاړې کړې دي.
    • ډونلډ ټرمپ له ایران سره د ځمکنۍ جګړې غوراوی نه دی رد کړی او ډېپلوماسي لاهم د متحده ایالاتو د ولسمشر لومړنی انتخاب دی.
    • د امریکا او ایران ترمنځ خبرې اترې ښې روانې دي.
    • که ایران له امریکا سره د هوکړې لپاره دا "فرصت" رد کړي، د امریکا پوځ چمتو دی چې ډونلډ ټرمپ ته "هر غوراوی" چمتو کړي چې ترڅو ایران "لويه بیه" پرې کړي.
    • د ایران اوسني چارواکي چې امریکا ورسره خبرې کوي د تېرو مشرانو پرتله "د پردې تر شا ډېر منطقي" ښکاري.
  2. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي له امریکا سره یې هېڅ ډول خبرې اترې نه دي کړې

    د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د نن ورځې (دوشنبې ۳۰ مارچ) په مطبوعاتي کنفرانس کېخپلو څرګندونو ته په اشاره پر اېکس يوه پوسټ کې ويلي، "موږ په دې ۳۱ ورځو کې له امریکا سره هېڅ ډول خبرې اترې نه دي کړې. هغه څه چې پیښ شوي د امریکا له خوا د یو لړ وړاندیزونو سره د خبرو اترو غوښتنه ده، چې د پاکستان په ګډون د ځینو منځګړو له لارې موږ ته رسېدلې دي."

    دا پیغام وروسته له هغه خپور شوی چې د سپینې ماڼۍ ویاندې او له دې وړاندې، ډونلډ ټرمپ د امریکا او ایران ترمنځ د مذاکراتو په اړه خبرې کړې وې.

    ښاغلي بقايي لیکلي، "زموږ دریځ خورا روښانه دی. اوس، په داسې حالت کې چې د امریکا پوځي یرغل په شدت سره دوام لري، موږ ټول هڅه کوو او خپل ټول ځواک د ایراني ملت دفاع کوي. موږ د خپلو غوښو او وینوتجربې په ياد لرو، او موږ به هغه خیانت هېر نکړو چې د ډیپلوماسۍ پر وړاندې په یوه کال کې دوه ځله ترسره شو."

    دا په داسې حال کې ده چې د سپینې ماڼۍ مطبوعاتي سکرترې کارولین لیویټ ويلي چې د امریکا او ایران ترمنځ خبرې اترې ښې روانې دي او دوام لري.

    اغلې لیوېټ دا هم ويلي هغه ایراني چارواکي چې امریکا ورسره خبرې کوي د پخوانیو مشرانو پرتله "د پردې تر شا ډېر منطقي" ښکاري.

  3. ترکیه وايی له ایرانه بل توغول شوی بالستیکي توغندی یې له منځه وړی دی

    ترکیه وايي د ناټو دافع هوا له ایرانه توغول شوی توغندی هوا کې له منځه وړی دی.

    د ترکیې د دفاع وزارت په ایکس یو پیغام کې لیکلي " دا بالسیتکی توغندی د ترکیې هوايی حریم ته داخل شوی و او له منځه یوړل شو".

    د جګړې له پیله دا د خپل ډول څلورم توغندی دی چې د ترکیې په فضا کې له منځه وړل کېږي.

    ددې نه وړاندې د مارچ په څلورمه، نهمه او ۱۳مه ورته توغندي ویشتل شوي وو.

    .

  4. اسراییل وايی له ۶۰۰۰ زیات کسان روغتونو ته وړل شوي

    د اسراییلو د روغتیا وزارت وایي ایران سره د جګړې له پيله راپدیخوا له ۶۰۰۰ زیات کسان روغتونونو ته وړل شوي دي.

    وزارت وايی د دوی څخه ۱۲۱ اوس هم په روغتونو کې د درملنې لاندې دي.

    وزارت زیاتوي په تېرو ۲۴ ساعتو کې ټول اسراییل کې ۲۳۲ کسان روغتونو کې داخل کړی شوي.

    د اسراییلو یو روغتون

    د عکس سرچینه، Getty Images

  5. ټرمپ وايي، امریکا له 'نوي او زیات معقول' ایراني رژیم سره په 'جدي خبرو' کې ده، خو د انرژۍ پر بنسټونو د برید ګواښونه بیا تکراروي

    ټرمپ

    د عکس سرچینه، Reuters

    ډونلډ ټرمپ وایي، امریکا متحده ایالات له ''یوه نوي ایراني رژیم سره جدي خبرې" کوي، چې د ده په وینا کولای شي "په ایران کې زموږ پوځي عملیات پای ته ورسوي."

    پر ټروت سوشل یوه پیغام کې ټرمپ لیکلي:

    "د امریکا متحده ایالات له یو نوي، او زیات معقول رژیم سره جدي خبرې کوي، چې په ایران کې زموږ پوځي عملیات پای ته ورسوي. مهم پرمختګ شوی، خو که د کوم دلیل له مخې ژر تړون و نه شي، چې ښایي وشي او که د هرمز تنګي 'سملاسي د سوداګرۍ لپاره' نه پرانیستل کېږي، نو موږ به په ایران کې خپل 'ښکلی' حضور داسې پای ته ورسوو چې د هغوی ټول برېښنا تولیدوونکي مرکزونه، د تېلو څاګانې او د خارګ ټاپو (او ښایي د مالګینو اوبو پاکولو ټول کارځایونه هم!) په بشپړه توګه له منځه یوسو، چې تر اوسه مو په قصدي ډول نه دي 'لمس' کړي. دا به زموږ د هغو ګڼو سرتېرو او نورو کسانو د غچ اخیستلو لپاره وي چې ایران د پخواني رژیم د ۴۷ کلنې 'ترهګرۍ واکمنۍ' پر مهال وژلي دي."

  6. د عراق دفاع وزارت وايي، پر یوه هوايي اډه یې د توغندي برید شوی

    عرق

    د عکس سرچینه، Iraqi Ministry of Defence

    د عراق دفاع وزارت وايي، د دې هېواد پر محمد علاء هوايي ډګر یو توغندي لګېدلی، چې له کبله یې د عراق هوايي ځواک یوې الوتکې ته زیان رسېدلی دی.

    په دې برید کې د سر زیان اوښتو رپوټ نه دې ورکړل شوی. برید په ځايي وخت تېره شپه یوه بجه او ۵۵ دقیقې شوی.

    د عراق دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې چې پر وېبپاڼه یې خپره شوې، دا برید غندلی، چې دوی داسی "یو بزدلانه او جرمي عمل چې پوځي تاسیسات او دفاعي وړتیاوې په نښه کوي" بللی دی.

    له دې مخکې نن ګهیځ وختي د سوریې دولتي خبري اژانس په یوه رپوټ کې د سوریې ځواک په حواله وویل، له عراق سره خپلې پولې ته نژدې یې پر خپلو ځینو هوايي اډو د ډرونونو یوه پراخ برید مخه نیولې ده.

    د پوځ عملیاتي قوماندانۍ (سنا) خبري اژانس ته ویل، ډېری ډرونونه ویشتل شوي او غورځول شوي دي.

  7. ایران د سپاه پاسداران سمندري ځواک د قوماندان وژل کېدل تائید کړل, غونچه حبیبي ازاد- بي بي سي فارسي څانګه

    علي رضا تنګسیري

    د عکس سرچینه، Tasnim News Agency

    د ایران سپاه پاسداران انقلاب اسلامي ځواک رسماً تائید کړه، چې د سمندري ځواک قوماندان علي رضا تنګسیري وژل شوی دی. له دې څلور ورځې مخکې اسرائيل ویلي و، چې تنګسیري یې په نښه کړی دی.

    د سپاه پاسداران په هغه بیان کې چې د دې ځواک اړوند تسنیم خبري اژانس خپور کړی، ویل شوي چې تنګسیري "ځواکونه تنظیمول، د ټاپوګانو او ساحلونو دفاعي ډال یې پیاوړی کاوه" او "د خپلو ټپونو د شدت له امله" مړ شو.

    په بیان کې ویل شوي چې د "سپاه پاسداران سمندري" ځواکونو په دا وروستیو ورځو کې د قوماندان تنګسیري له "نه شتون سره سره سخت ګوزارونه وکړل او پر هرمز تنګي یې کلک کنټرول ته دوام ورکړ".

    د سپاه پاسداران په بیان کې ژمنه شوې، چې "تر هغه چې دښمن په بشپړ ډول له منځه لاړ نه شي"ارام به و نه کړي.

    تنګسیري، چې د سپاه پاسداران له لوړ پوړو قوماندانانو یو و، په دا وروستیو کې یې د هرمز ستراتیژیک تنګي له لارې د کښتیو څار کې مهم رول درلود.

    دی له هغو قوماندانانو یو و، چې په تېر کې یې د امریکا او اسرائیلو پر ضد څو ځله څرګندونې کړې وې.

    په ۲۰۱۹ کې چې ایران هرمز تنګي ته نژدې د امریکا یو څارګر ډرون وویشت، د امریکا خزانې (مالیې) وزارت لخوا د سپاه پاسداران له ځینو نورو قوماندانانو سره یوځای پر تنګسیري هم بندیزونه ولګول شول.

  8. خارګ ټاپو: د ایران د تېلو صادراتو د مرکز په اړه څومره پوهېږئ؟

    خارګ ټاپو

    د عکس سرچینه، Getty Images

    خارګ د د مرجانو یو ټاپو دی چې یوازې ۲۰ کیلومتره مربع مساحت لري او په جنوب لوېدیځ ایران کې موقعیت لري، چې د ایران په اداري وېش کې د بوشهر ولایت پورې اړه لري. دلته هوسۍ د نفتو د تاسیساتو ترڅنګ ګرځي. دغه ټاپو د هوسیو د ژوند او زېږېدنې لپاره مناسب ځای دی. څو کاله وړاندې هوسۍ دې ټاپو ته راوړل شوي او د وروستیو راپورونو له مخې د هوسیو شمېر د ټاپو له ظرفیت زیات شوی دی.

    خارګ ټاپو د ایران لپاره اقتصادي ارزښت ډېر لوړ لري، په ځانګړي توګه د نفتو د صادراتو له نظره، ځکه چې خارګ د ایران د نفتو د صادراتو اصلي ترمینل دی.

    خارګ د هېواد د سوځېدونکو نفتو په سوېلي سیمو کې د نژدېوالي، د سمندري موقعیت ښه والي او د لویو نفتو ټانکرونو لپاره کافي ژوروالي له امله، د خامو نفتو د صادراتو او بارولو لپاره تر ټولو مناسب ځای ګڼل شوی دی.

    خارګ د ایران د نفتو په میدانو کې د مرکزي ځای په توګه ګڼل کېږي، له همدې امله د خارګ تر ټولو مهمه ځانګړنه د نفتو د ذخیره کولو او صادراتو لپاره د غوره ځای لرل دي.

    د ابوذر (اردشیر) نفتو میدان، چې د ایران تر ټولو لوی سمندري نفتو کمپلکس دی، د خارګ له لوېدیځه ۷۵ کیلومتره لرې موقعیت لري. د ایران ډېره برخه خامه تېل د فارس خلیج له دې میدانه تولیدېږي.

    د ایران د نفتو د چاڼ شرکت د معلوماتو له مخې، په خارګ ټاپو کې له ۴۰ زیات د خامو نفتو زېرمتونونه شتون لري چې د ټول ظرفیت یې له ۲۰ میلیونو بشکو څخه ډېر دی. د سوېلي سیمو د نفتو خام تولیدات د سمندري لاینو له لارې د خارګ ټاپو د زېرمو پر مخ انتقالېږي.

    په ۱۴۰۲ کال کې، د ایران د نفتو د چاڼ اجراییه رییس عباس غریبي د خارګ ټاپو د زېرمو ظرفیت د ۲ میلیونو بشکو په اندازه زیاتیدو خبر ورکړ.

    په خارګ کې یوازې تېل نه ذخیره کېږي، بلکې د صادراتو لپاره د خامو نفتو سنجش، اندازه‌ګیري او تفکیک هم ترسره کېږي.

    ایران د برجام تړون له لاسلیک وروسته، چې د لنډې مودې لپاره یې د نفتو تولید زیات کړ او پلور یې پیل کړ، پرېکړه وکړه چې د نفتو زېرمتونونه پراخ کړي. خو له دې امله چې خارګ ټاپو محدوده ځمکه لري او هوا یې ډېری وخت توپاني او نامناسبه وي، نو په ۱۳۹۵ کال کې د بوشهر ولایت په ګناوه ښارګوټي کې، د خارګ د ملاتړ لپاره د ۱۰ میلیونو بشکو ظرفیت لرونکی د امید د خامو نفتو زېرمې پروژه پیل شوه.

  9. وروستی, ټرمپ: امریکا کولی شي د خارګ ټاپو ونيسي او ایراني تېل ترلاسه کړي

    ډونلډ ټرمپ

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له فایننشل ټایمز سره په یوه مرکه کې ویلي، امریکا کولی شي "د ایران د تېلو کنټرول په خپل لاس کې واخلي" او ان کولی شي د دغه هېواد د تېلو لوی مرکز، خارګ ټاپو ونیسي.

    نوموړي ويلي، "که رښتیا ووايم زما غوره انتخاب دا دی چې د ایران تېل ترلاسه کړم، خو په امریکا کې ځینې احمق خلک وايي، 'تاسو به ولې دا کار کوئ؟' دوی احمق خلک دي".

    ټرمپ اشاره وکړه چې دې ګام کې به د خارګ ټاپو نيول هم شامل وي. نوموړي وويل، "ښایي موږ د خارګ ټاپو ونیسو، او یا شايد دا کار ونه کړو. موږ ډېر غواروي لرو".

    هغه زیاته کړه چې د دې مطلب ښايي دا هم وي چې امریکا به "د یو څه وخت لپاره هلته پاتې" شي.

    کله چې په خارګ ټاپو کې د ایران د دفاع په اړه وپوښتل شول، ټرمپ وویل، "زه فکر نه کوم چې دوی دې کومه دفاع ولري. موږ کولی شو دا په ډېره اسانۍ سره ونيسو."

    د ټرمپ دا بیان په داسې وخت کې راغلی چې ۳۵۰۰ نور امریکایي پوځيان سیمې ته رسېدلي دي.

    ټرمپ دا هم وویل چې د پاکستان په منځګړیتوب د امریکا او ایران ترمنځ غیر مستقیمې خبرې اترې په مثبت ډول روانې دي، خو هغه دا ونه ویل چې ایا د اوربند تړون ژر امکان لري که نه.

  10. د پاکستان د بهرنيو چارو وزير وايي ایران او امریکا د پاکستان پر منځګړیتوب باور ښودلی

    اسحاق ډار

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د پاکستان د بهرنيو چارو وزير وايي ایران او امریکا دواړو د خبرو د اسانتيا برابرولو لپاره پر پاکستان باور څرګند کړی دی.

    اسحاق ډار ويلي، پاکستان به "وياړ ولري چې په راتلونکو ورځو کې د دواړو خواو تر منځ د رغنده خبرو اترو کوربتوب او منځګړيتوب وکړي."

    خو دا نه دي ويل شوي چې ایا امریکا او یا ایران به د سولې په خبرو اترو کې برخه واخلي که نه.

    د بهرنيو چارو وزیر دا څرګندونې په اسلام اباد کې د پاکستان، سعودي، ترکيې او مصر د بهرنيو چارو وزيرانو تر منځ له خبرو اترو وروسته کړې دي.

    د ښاغلي ډار په وینا، په دې غونډه کې په سيمه کې د جګړې د پايته رسولو د لارو چارو په اړه بحث شوی دی.

    نوموړي همدا راز ويلي چې د چين د بهرنيو چارو له وزير وانګ يي او د ملګرو ملتونو له عمومي منشي سره خبرې کړې دي او په وینا یې دواړو د سولې د نوښت ملاتړ څرګند کړی دی.

    له دې مخکې د پاکستان د لومړي وزير او د سعودي د بهرنيو چارو د وزير ترمنځ له غونډې وروسته پاکستان په جلا اعلاميه کې ویلي وو چې دوی به "تل د سعودي ترڅنګ ولاړ وي" او دا یې هم وویلي چې پاکستان د یاد هېواد د "پام وړ زغم ستاينه کوي."

  11. د روغتيا نړيواله اداره وايي لبنان کې پر امبولانس برید کې يو روغتيايي کارکوونکی وژل شوی

    د روغتيا نړيوال سازمان مشر وايي د يکشنبې په ورځ د لبنان په جنوب کې پر يوه امبولانس برید کې یو روغتيايي کارکوونکی وژل شوی دی. ټېډرېيوس اډانوم ګبريوس یې پړه د "اسرائیلو پر پراخېدونکو پوځي عملياتو" واچوله.

    نوموړي همدا رازل پر اېکس يوه پوسټ کې ويلي په همدې ښار کې د روغتیايي توکو زېرمه هم په نښه شوې ده.

    د روغتيا نړيوال سازمان وايي، د مارچ له دویمې نېټې راهیسې یې په لبنان کې د ۵۱ روغتيايي کارکوونکو مړينه تائید کړې ده.

    د یادې ادارې مشر پر اېکس ليکلي، "په روغتيايي تاسيساتو بریدونه بايد سملاسي ودرول شي... روغتايي کارکوونکي د نړيوال بشري قانون له مخې خوندي دي او بايد په نښه نشي".

  12. د اسرائیلو په جنوب صنعتي سیمه کې اورلګېدنه: ويډيو

    د اسرائیلو خبري رسنۍ وايي د هېواد په جنوب کې د ایران له بریدونو وروسته یوې صنعتی سېمې له اور اخيستی و.

    د اسرائیلو بېلابېلو خبري رسنیو داسې ویدوګانې خپرې کړې دي چې په کې له صنعتي سیمې تور لوګی پورته کېدل. دا صنعتي سیمه د بئر شبع ښار په جنوب کې پرته ده.

    د اسرائیلو د اور وژنې ډله یا اطفايه وايي، "پېښه تر کنټرول" لاندې ده.

    د ویډیو تشریح، د اسرائیلو په جنوب کې له صنعتي سیمې لوګي پورته کېږي
  13. وروستی, د اسرائیلو پوځ وايي په تهران کې یې د "رژیم پر موخو بریدونه کړي"

    د اسرائیلو پوځ د یکشنبې په ماښام اعلان وکړ چې د ورځې په اوږدو کې یې له ایران څخه د توغندیو بریدونو د اوو څپو له کشفولو وروسته په تهران کې د "رژیم پر موخو" نوي بریدونه پیل کړي دي.

    په همدې مهال، د ټولنیزو رسنیو ځینې کاروونکو په پلازمېنه تهران کې د درنو بمباریو راپور ورکړی دی. د ایران د انرژۍ وزارت وايي په تهران ولایت، په پلازمېنه او البرز ولایت کې د "برېښنا پر مرکزونو" له بریدو وروسته برېښنا پرې شوې ده.

    د انرژۍ وزارت وايي د برېښنا د بېرته نښلوو هڅې روانې دي.

  14. , د ایران مذهبي مشر" د عراقي ولس د څرګند دریځ مننه کړې"

    د ایران مذهبي مشر، مجتبي خامنه یي ته منسوب یو پیغام کې ویل شوي چې هغه " پر ایران د تېري پر وړاندې څرګند دریځ خپلولو له امله د عراقي ديني عالمانو او اولس مننه کړې ده".

    د ایران خبري رسنیو ترمخه دا پیغام په بغداد کې د ایران د سفیر او د عراق د سترې اسلامي شورا د ریس ترمنځ له لیدنې وروسته یو عراقي چارواکی ته سپارل شوی دی.

    د مارچ په لومړیو کې د مجتبي خامنه يي له ټاکل کېدو وروسته د هغه له ادرسه څو لیکلي پیغامونه خپاره شوي دي. خو له ټاکل کېدو وروسته په عام محضرکې یا دولتي تلویزون نه دی لیدل شوی.

    علي خامنه یي د فرورئ پر ۲۸ د جنګ د پیل په لومړي ورځ وژل شوی و، خو تراوسه خاورو ته نه دی سپارل شوی.

  15. د اصفهان پر صنعتي پوهنتون دویم برید

    د اصفهان د صنعتي پوهنتون د عامه اړیکو چارواکي وايي چې اسراییلو اوامریکا نن یکشنبه پر دې پوهنتون په دویم ځل برید کړی دی.

    په لومړنیو راپورونو کې راغلي چې برید کې د پوهنتون څلور کارکوونکي ژوبل شوي دی.

    تېره ورځ تهران کې د علم اوصنعت پر پوهنتون هم بریدونه شوي وو ، چې له امله یې د پوهنتون ودانۍ ته زیان رسېدلی و.

    د ایران د "سپاه" ځواکونو ددې بریدونو وروسته سیمه کې امریکايي پوهنتونونه په نښه کول ځان لپاره

    " مشروع" هدفونه بللي اوله زده کوونکو او ښوونکو یې غوښتي وو چې د پوهنتونونو له ودانیو لرې اووسي.

    په بیروت کې امریکايي پوهنتون نن اعلان وکړ چې راتلونکې دوه ورځې به خپل درسونه ان لاین بڼې ته اړوي.

  16. تایید شوو انځورونو کې ښکاري چې د امریکا د قوماندې الوتکه ویجاره شوې

    تایید شوو انځورونو کې ښکاري چې دسعودي هوايي ډګر کی د امریکا د قوماندې او کنترول یوه الوتکه له منځه تللې ده.

    دا انځورونه لومړی په یو فیسبک پاڼې خپاره شوي وو. دا پاڼه د امریکا د پوځ اړوند خبرونه خپروي. دې عکسونو کې ښکاري چې "ايي ۳ سنټري " الوتکه په منځ دوه ټوټې شوې ده.

    بي بي سي تایید کړې چې دا انځورونه شهزاده سلطان هوايي ډګر کې اخیستل شوي وو.

    دې عکسونو کې ښودل شوي ځایونه په سپوږمکیو اخیستل شوو هغو سره ورته والی لري.

    د جمعې په ورځ یو امریکايي چارواکي د رایټرز خبري اژانس ته ویلي و چې یو ایراني برید کې ۱۲ امریکايي پوځیان ژوبل شوي وو،. چې دوه یې مرګوني دي .

  17. د جنګ له پیله ایران کې ۱۰ روغتیايي کارکوونکي وژل شوي

    په ایران کې روغتیایی چارواکی وايي د اسرییلو او امریکا لخوا پر ایران د جنګ له پیله تراوسه ۱۰ روغتیايی کارکوونکي وژل شوي دي

    دوی وايي دې کسانو څخه یې یو شمېر د درملنې پر خدمت بوخت وو او ځیني خپلو کورونو کې وو چې برید پرې شوی دی .

    د چارواکو په یو وینا د تېرې یوې میاشتې په جګړې کې یو شمېر روغتونونه او د درملنې مرکزونه په نښه شوې دي چې د ځینو فعالیتونه په بشپړه توګه بند شوي دي.

  18. د ایران له بریدونو وروسته د اسراییلو جنوب کې صنعتي سیمې اور اخیستی

    د اسراییلو خبري رسنۍ وايي د هېواد په جنوب کې د ایران له بریدونو وروسته یوې صنعتی سېمې له اور واخیست.

    د اسراییلو د ۱۲ چینل په ګډون بېلابېلو خبري رسنیو داسې ویدوګانې خپرې کړې دي چې په کې له دې صنعتي سیمې تور لوګی پورته کېږي. دا صنعتي سیمه د بئر شبع ښار په جنوب کې پرته ده.

    د ځاني تاوان په اړه څه نه دي ویل شوي.

    د ای ایف پي خبري اژانس د اسراییلو د پوځ له خلې لیکلي چې دا اور کېدی شي د ویشتل شوو توغندیو له پرچو لګېدلی وي.

    ددې نه وړاندې د اسراییلو پوځ ویلي و" له ایرانه د توغول شوو توغندیو خنثی کولو باندې کار کوي".

  19. وروستی, قطري ټلوېزیوني شبکې په تهران کې پر خپل دفتر برید وغانده

    د ویډیو تشریح، انځورونو کې تهران کې برید کې د تلوېزیون یوه ویجاړه یوه ودانۍ ښکاري

    نن مخکې، د قطر خبري چینل العربي تایید کړه چې په تهران کې پر دفتر توغندی لګېدلی دی.

    دې شبکې اوس یوه اعلامیه خپره کړې او ویلي یې دي چې دا "پر یوه ملکي سوداګریزې ودانۍ برید غندي او ټینګار کوي چې له خطر سره د خبریالانو مخامخول یا پر هغوی برید کول د نړیوال قانون خلاف دي".

    د ایران د سرې میاشتې د معلوماتو پر بنسټ، په اعلامیه کې راغلي چې د دې برید له امله ۱۰ کسان ټپیان شوي دي.

    تر اوسه روښانه نه ده چې دا توغندی چا توغولی. د بي‌بي‌سي وریفای د اسرائیلو له دفاعي ځواکونو او د امریکا د پوځ له مرکزي قومندانۍ (سېنټکام) څخه د پېښې په اړه د وضاحت غوښتنه کړې ده.

    دلته له برید وروسته د دفترونو ځینې انځورونه هم خپاره شوي دي.

    تهران

    د عکس سرچینه، EPA

    د عکس تشریح، له ودانۍ ویشتل کېدو وروسته د لټون او ژغورنې ټیمونه په عملیاتو بوخت دي
    تهران

    د عکس سرچینه، ABEDIN TAHERKENAREH/EPA/Shutterstock

    د عکس تشریح، ویشتل شوې ودانۍ
  20. وروستی, د ایران پوځ: په اردن کې مو د امریکا پر اډه د بې‌پیلوټه الوتکو برید کړی

    د ایران پوځ وايي چې د "دِنا" بېړۍ د ډوبېدو د غچ اخیستلو په موخه یې په اردن کې د "امریکايي ځواکونو پر اډه" د ډرون برید کړی دی.

    د پوځ په اعلامیه کې راغلي چې "له نن سهاره د امریکا د پوځ د تجهیزاتو د لوژستیکي زېرمو، د ملاتړ مرکزونو او د سرتېرو د استوګنې ځایونه" د اردن په "الازرق" اډه کې د بې‌پیلوټه الوتکو تر برید لاندې راغلي دي.

    د اعلامیې له مخې، "دا اډه د خپل ستراتیژیک موقعیت له امله، چې د اردن په ختیځ کې پرته ده، په یوه مهم او حساس عملیاتي مرکز بدله شوې چې پکې د جګړې او ترانسپورتي الوتکو بېلابېل ډولونه شته او د ایران پر ضد د عملیاتو د قوماندې له مهمو مرکزونو شمېرل کېږي."

    په همدې حال کې، د ایران د سمندري ځواک قومندان شهرام ایراني هم خبرداری ورکړی: "هر کله چې د الوتکه‌وړونکې بېړۍ ابراهام لینکلن ډله زموږ د هدف په واټن کې راشي، موږ به له ساحله سمندر ته د بېلابېلو توغندیو په ویشتلو سره د دِنا د شهیدانو غچ واخلو."

    ایران مخکې هم ویلي وو چې د "ابراهام لینکلن" پر بېړۍ ډله یې برید کړی او اړ کړې یې ده چې خپل موقعیت بدل کړي. د "دنا" بېړي د جګړې په لومړیو کې د امریکا لخوا د سریلنکا سمندري حدودو سره نزدې نړیوالو اوبو کې ویشتل شوې وه ، چې لسګونه ایراني ماڼوګان په کې وژل شوي وو.