پرناټو د ټرمپ تازه نېوکې؛ د ناټو سرمنشي وايي "ټرمپ سره یې سپینې خبرې کړي"

د عکس سرچینه، Reuters
ډونلډ ټرمپ د ناټو سرمنشي مارک روټې سره له یو غیر رسمي لیدنې وروسته یو ځل بیا پر ناټو له دې امله چې د ایران جګړه کې ښکېله نه شوه نیوکه کړې ده.
له دې لیدنې وروسته په ټروت سوشل یو پوست کې ولسمشر ټرمپ ویلي "کله چې ناټو ته موږ اړتیا درلوده، ناټو نه وه او راتلونکې کې د اړتیا پر وخت همداسې کوي".
د ناټو سرمنشي مارک روټې سي این این سره خبرو کې ویلي دي "د نظر د څرګندو اختلافونو سره سره یې ولسمشر ټرمپ سره پر ټولو مسئلو سپنې خبرې کړې دي".
له دې لیدنې وړاندې ولسمشر ټرمپ د ناټو له پوځي ټلوالې د وتلو نظر هم مطرح کړی و. وړاندې د ناټو څو غړو هېوادو د هرمز تنګی پرانستلو کې د امریکا د مرستې غوښتنه رد کړې وه.
سپینې ماڼۍ تر اوسه د دې خبرو په اړه څه نه دي ویلي. د ناټو سرمنشي له دوو ساعتو زیات وخت په سپینه ماڼۍ کې و، خو دا معلومه نه ده چې ټرمپ سره یې څومره وخت لپاره لیدلي دي.
ددې خبرو په اړه تمه دا وه چې ټرمپ دې خبرې منلو ته راضی کړي چې د ناټو ټلواله کې پاتې کېدل د ده او د امریکا په ګټه دي. خو یو څه چې څرګند دي هغه دا دي چې ولسمشر ټرمپ اوس هم د ناټو او د دې اتحاد د غړو هېوادو په اړه چې د ده پر باور ایران سره جګړې کې یې مرسته نه ده کړې شکمن دی.
په تېر څو اونیو کې ټرمپ ګواښ کړی دی چې د ۳۲ غړو لرونکي له دغه ټولنې به ووځي. د چهارشنبې پر ورځ د سپینې ماڼۍ ویانده ایران سره روانې شخړه کې د ناټو د ونډې په اړه وپوښتل شوه هغې د ټرمپ دا خبره تکرار کړه چې" ناټو دلته وازمایل شوه خو ناکامه شوه".
د ناټو سرمنشي سي این این سره دې مرکې کې دا هم ویلي چې " ډېرو اروپايي هېوادونو پروازونو او لوژیستکي برخه کې مرسته کړې ده". دا چې دا استدلال او ټرمپ سره د ناټو د سرمنشي نږدې اړیکې به د امریکا ولسمشر په دې اتحاد کې پاتې کېدو ته کافي وي تراوسه روښانه نه ده.
دې پوښتنې ته چې ایا نړۍ د ایران له جګړې وروسته اوس زیاته خوندي ده که نه؟ مارک روټې وویل " هو په بشپړ ډول او دا ولسمشر د مشرتابه نتیجه وه چې له ایرانه یې د اتومي ګواښ کچه راکمه کړه".
هغه زیاته کړه چې د ناټو غړي هېوادونه د ایران جنګ غیر قانوني نه ګڼي او اکثریت یې دا خبره مني چې د ایران د اتومي وړتیاو کچه راټیټول اړین وو.
په ۲۰۲۳ کال کې د متحدو ایالتونو کانګرس د امریکا ولسمشر له دې منع کړ چې د مشرانو جرګې یا هم د کانګرس له پرېکړې پرته په یو اړخیز ډول د ناټو له اتحاده نه شي وتلی.
د ایران له جګړې وړاندې هم د امریکا د حکومت او ناټو ترمنځ اړیکې ستونزو سره مخامخ وې، د دې یو تر ټولو لوی لامل د ډنمارک د ګرینلینډ سېمې په اړه د ټرمپ پلان و. خو د ایران جګړې له امله د ناټو په اړه د ټرمپ نیوکې یو نوې کچې ته لوړې شوې، او ښايي دا دغه اتحاد ته، تر دې دمه یو تر ټولو لویه ننګونه ده.



















