میلانیا ټرمپ له جیفري اپسټین سره اړیکې رد کړې او د قربانیانو د غږ اورېدو غوښتنه یې وکړه

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا لومړۍ مېرمنې میلانیا ټرمپ له جیفري اپسټین سره هر ډول اړیکې رد کړې او په سپینه ماڼۍ کې یې خبریالانو ته وویل چې د دوی دواړو د تړاو په اړه هر ډول ادعاوې "باید همدا نن پای ته ومومي".
د پنجشنبې پر ورځ په یوه ناڅاپي اعلان کې، لومړۍ مېرمن د اپسټین د جنسي قاچاق د قربانیانو لپاره د کانګرس د استماعیه ناستو غوښتنه وکړه. هغې همدارنګه هغه انلاین اوازې هم رد کړې چې ګواکې اپسټین دا ډونلډ ټرمپ ته ور پېژندلې وه، دا یې د خپل " شهرت د خرابولو لپاره کینه لرونکې هڅې" وبللې.
تراوسه معلومه نه ده چې د دې اعلان لامل څه و. د لومړۍ مېرمنې دغه وینا د اپسټین د قربانیانو له خوا له بېلابېلو غبرګونونو سره مخ شوې ده. یوې قربانۍ، لیسا فیلیپس، دا وینا یو "زړور ګام" وباله خو پوښتنه یې وکړه چې لومړۍ مېرمن د اپسټین د تورنو کسانو د ملاتړ لپاره نور څه کولی شي.
د هغې د دفتر له خوا مخکې هیڅ داسې نښه نه وه ورکړل شوې چې ګواکې هغه به د اپسټین په اړه وینا کوي، او سپینې ماڼۍ هم هغه مهال چې دا وینا د ورځني مهالوېش برخه شوه، د هغې د موضوع په اړه معلومات شریک نه کړل.
ولسمشر د MS Now خبري اژانس ته وویل چې هغه د خپلې مېرمنې له بیان مخکې له مخکې خبر نه و. هم مهاله نیویارک ټایمز د میلانیا ټرمپ د یوې ویاندې له قوله لیکلي چې ولسمشر خبر و چې لومړۍ مېرمن د وینا پلان لري، خو وروسته یې وویل چې دا روښانه نه ده چې ایا هغه د وینا له موضوع خبر و که نه.
میلانیا ټرمپ وویل چې هغه د اپسټین قرباني نه ده او یوازې په ۲۰۰۰ کال کې یې ورسره په لنډه توګه "لاره یو شوې وه". هغې وویل: "ما هیڅکله د خپلو قربانیانو پر وړاندې د اپسټین له ناوړه ګټه اخیستنې خبر نه وم. زه په هیڅ ډول پکې ښکېله نه وم او نه مې په کې ګډون درلود."
هغې همدارنګه د بدنام شوي مالي تمویلونکي (اپسټین) له بندي ملګرې مېرمن مکسوېل سره هم پېژندګلوي رد کړه. هغې د ۲۰۰۲ کال یوه ایمیل ته اشاره وکړه چې د اپسټین په دوسیه کې خپور شوی و او دا یې یوازې یو "عادي مکتوب" او "ادبي ځواب" وباله.
په دغه ایمیل کې چې هغې ورته اشاره کړې، "G" ته خطاب شوی - چې احتمالا ګیسلین ده او په کې د هغې کیسې په اړه ستاینه شوې چې په نیویارک مجله کې د مکسوېل له یو عکس سره خپره شوې وه او پکې "JE" (اپسټین) یاد شوی و. هغې لیکلي وو چې "بې صبرانه ډول په تمه ده" چې پام ټاپو ته لاړه شي. په ایمیل کې راغلي: "کله چې نیویارک ته راغلې، ما ته زنګ ووهه. ښه وخت ولره! مینه، میلانیا."

د عکس سرچینه، US Department of Justice
د نیویارک مجلې په دغه مقاله کې د اوسني ولسمشر ټرمپ خبرې هم وې چې اپسټین یې یو "غوره سړی" بللی و او ویلي یې وو چې "له هغه سره وخت تېرول ډېر خوندور وي." په کیسه کې د هغه له خولې راغلي وو: "ان داسې ویل کېږي چې هغه زما په څېر له ښایسته ښځو سره مینه لري، چې ډېرې یې کم عمره دي. په دې کې هیڅ شک نشته، جیفري له خپل ټولنیز ژونده خوند اخلي."
میلانیا ټرمپ د پنجشنبې پر ورځ پر قانون جوړونکو غږ وکړ چې "دغو قربانیانو ته فرصت ورکړي چې په کانګرس کې تر لوړې لاندې شاهدي ورکړي." هغې زیاته کړه: "هره ښځه باید حق ولري چې که وغواړي خپله کیسه په عامه توګه واوروي، او بیا یې باید شاهدي د تل لپاره د کانګرس په ریکارډ کې ثبت شي. بیا، او یوازې بیا به موږ حقیقت ومومو."
په وروستیو میاشتو کې د اپسټین سره د اړیکو د نویو جزیاتو له افشا کېدو وروسته، یو شمېر مشهور سوداګریز مشران استعفا ته اړ شوي دي، هغه څه چې میلانیا ټرمپ په خپلو خبرو کې ورته اشاره وکړه. هغې وویل: "البته، دا د ګناه په معنا نه ده، خو موږ باید لا هم د حقیقت موندلو لپاره په ښکاره او راڼه ډول کار وکړو."
هغې د خبریالانو پوښتنو ته ځواب ونه وایه.
د هغې له وینا لږ وروسته، د کلیفورنیا استازي رابرټ ګارسیا، چې د استازو جرګې د څار په کمیټه کې تر ټولو ځواکمن ډیموکرات دی، وویل: "موږ د میلانیا ټرمپ د عامه استماعیه غونډې له غوښتنې سره همغږي یو." هغه د کمیټې له جمهوري غوښتونکي مشر، جیمز کومر وغوښتل چې "د لومړۍ مېرمنې غوښتنې ته ځواب ووایي او سم لاسي د عامه استماعیه غونډې مهالوېش وټاکي."
له بي بي سي راډیو ۴ سره په خبرو کې، مېرمن فیلیپس وویل چې هغه د لومړۍ مېرمنې په دې کار حیرانه شوې ده. هغې وویل: "زه غواړم دې ته په ښه فال وګورم او ووایم چې 'سمه ده، وګورو چې هغه څه کولی شي'، او ښایي پر هغې لږ فشار راوړو." فیلیپس زیاته کړه چې قربانیان لا دمخه کانګرس ته تللي چې خپلې کیسې شریکې کړي، او وړاندیز یې وکړ چې د "خصوصي شاهدۍ غونډه" به له عامه غونډې غوره وي، ځکه ډېر قربانیان شته چې د " نه افشا کولو تړونونه" یې لاسلیک کړي یا له خپلو ځورونکو څېرو"وېره" لري.

د عکس سرچینه، Getty Images
هغې د ولسمشر له مېرمنې وغوښتل چې له قربانیانو سره "مرسته" وکړي او ثابته کړي چې د هغې وینا یوازې "سیاسي ننداره" نه وه.
د اپسټین د بلې تورنې، ویرجینیا جیوفري کورنۍ سکای او اماندا روبوټس او نورو قربانیانو بي بي سي ته وویل چې دوی "لا دمخه د راپور ورکولو او شاهدۍ ورکولو له لارې ناعادي زړورتیا ښودلې ده." هغوی په یوه وینا کې وویل: "اوس له هغوی د نور څه غوښتنه کول له مسؤلیت تېښته ده، نه عدالت." هغوی لومړۍ مېرمن تورنه کړه چې د "واک لرونکو" ملاتړ کوي، د خپل مېړه د ادارې د هغو غړو په ګډون چې لا یې هم د اپسټین په اړه ټولې څېړنیزې دوسیې نه دي خپرې کړې.
د لومړۍ مېرمنې او اپسټین ترمنځ اړیکو لا دمخه قانوني شخړې رامنځته کړې دي.
په اکتوبر ۲۰۲۵ کې د بریتانیا هارپر کولینز خپرنیزې ادارې وویل چې دوی به له یوه کتاب هغه برخې وباسي چې په کې "نا تایید شوې" ادعاوې شوې وې چې ډونلډ ټرمپ او مېرمن یې د اپسټین له لارې سره لیدلي وو. په ورته ډول، ډیلي بیسټ خپله یوه مقاله بېرته واخیسته او بښنه یې وغوښته.
لومړۍ مېرمن د لیکوال مایکل وولف سره هم په قانوني شخړه کې ښکېله ده، ځکه هغه په خپل کتاب کې ادعا کړې وه چې میلانیا خپل مېړه ته د یو داسې ماډلینګ ایجنټ له خوا معرفي شوې وه چې له اپسټین سره یې اړیکې لرلې. وروسته له هغه چې هغې د ۱ میلیارد ډالرو د بدنامۍ دعوه پرې وکړه، وولف هم پر هغې ځوابي دعوه وکړه.
هغې د پنجشنبې پر ورځ وویل: "زما وکیلانو او ما د دې بې بنسټه درواغو پر وړاندې په بریالیتوب سره مبارزه کړې، او پرته له ځنډه به خپل ښه نوم وساتم."
په سپینه ماڼۍ کې د هغې دا وینا خورا نادره وه. دا د هغې لومړۍ مېرمنې لپاره یو له محدودو ورته پېښو ده چې د خپل مېړه واک ته له راستنېدو راهیسې هم مرموزه او هم اغېزناکه ثابته شوې ده.
تمه کېږي چې د لومړۍ مېرمنې دا وینا به د اپسټین په اړه د عدلیې وزارت د څېړنو او د دوسیو د خپرولو په اړه یو ځل بیا بحثونه تاوده کړي.
که څه هم ډونلډ ټرمپ منلې چې هغه د یو څه وخت لپاره اپسټین پېژانده، خو وروسته یې ادعا وکړه چې هغه یې په پام سمندرغاړه کې له خپل نڅاځای(کلب) د "ناخوښه چلند" له امله ایستلی و. د ولسمشر ټرمپ نوم د اپسټین په دوسیو کې څو ځله یاد شوی، خو د کومې سرغړونې نښه په کې تر اوسه نه ده یاده شوې.


















