BBC News, پښتو - کور پاڼه
ژوندۍ پاڼه, د امریکا د دفاع وزیر وايي: د ایران د بندرونو کلابندي به تر هغه وخته دوام وکړي چې اړتیا وي
د امریکا د دفاع وزیر پیټ هیګسیت وایي د ایران د بندرونو کلابندي به "هر څومره چې اړتیا وي" دوام وکړي. هغه همداراز په یوه خبري غونډه کې د ایران د اسلامي جمهوریت له چارواکو وغوښتل چې خپل بل ګام "په هوښیارۍ" واخلي. د امریکا د ګډو ځواکونو لوی درستیز ډان کېن هم په همدې غونډه کې وویل چې امریکايي ځواکونه چمتو دي "هره شېبه، ان سملاسي" د ایران پر ضد جګړهییز عملیات بیا پیل کړي.
مهم خبرونه
مکې مکرمې ته د کڼو مسلمانانو سفر "لکه خپل کور مې چې موندلی وي"
جاني حسین په ۱۳ کلنۍ کې مکې مکرمې ته د خپل لومړني سفر یادونه ښه په یاد دي. هغه وايي: "زما په زړه دي چې مور مې ژړل، خو زه نه پوهېدم چې ولې ژاړي او دا راته ډېرغمجن احساس و".
د امریکا او ایران شخړه: څه پېښېدای شي؟ څلور احتمالي سناریوګانې
هوکړې ته په رسېدو کې دا لومړني ناکامي او د نورو مذاکراتو احتمال څنګه ارزولی شو؟ ایا ایران او امریکا د یوه کنټرول شوي زیاتېدونکي کړکېچ پر لور روان دي، که خبره تر دې لویه ده او یوې پراخې نهمخنیوی کېدونکې جګړه کې ښکېلېږي؟ دا چې په راتلونکې کې څه پېښېدای شي، دلته یې پر څلورو احتمالي سناریوګانو غږېږو.
"اختر کې کور ته راته، خو ان مړی یې هم ونه موندل شو"
ټاکل شوې وه ۲۶ کلن سید محمد له پنځې میاشتنې درملنې وروسته،اختر کې خپل کور ته ستون شي، خو له اختره څو ورځې وړاندې یې د روږدو د درملنې پر مرکز د پاکستان هوايي برید کې ژوند وبایله. طالبانو د برید پړه پر پاکستان اچوي خو پاکستان وايي پوځی تاسیسات یې په نښه کړي. د طالبانو حکومت روسیې ته وړاندیز کړی چې پېښې د ځای ارزولو لپاره یو مسلکي ټیم واستوي.
قلم او کاغذ ته ستنېدل، د سویډن ښوونځیو ډیجیټل زدکړې کمې کړې
د سویډن ټولګي لیپ ټاپونه د کتابونو، قلمونو او کاغذونو لپاره بدلوي، چې د ټیکنالوژۍ سکتور اندېښنې یې راپورته کړې.
هرات کې د افغانستان ازبکستان د سوداګرۍ ګډه خونه پرانیستل شوه
د افغانستان په لوېدیځ ښار هرات کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ ګډه خونه پرانېستل شوه. د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر، محمد یونس قاضيزاده، د دې ګډې خونې رامنځته کېدل ګټور بللي او وايي " دا به د اقتصادي ودې، د دواړو هېوادو ترمنځ د صنعتي همکاریو د پراختیا او ازبکستان سره د اقتصادي اړیکو لا پياوړي کولو کې مرسته وکړي".
لنډې ویډیوګانې
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
د پيسو نړيوال صندوق خبرداری ورکړی چې که د ایران جګړه دوام وکړي نړۍ به له اقتصادي ځوړ سره مخ شي
د پيسو نړيوال صندوق یا ای اېم اېف وايي که له ایران سره د امریکا او اسرائیلو جګړه دوام وکړي او د انرژۍ لوړې بيې همداسې پاتې شي، نړيوال اقتصاد به له مخ په ځوړ حالت سره مخامخ شي.
لبنان سوله غواړي خو لومړی باید حزب الله قانع شي
لبنان بیا په جګړې کې راګېر دی. د تېراګست میاشت کې د لبنان ولسمشر راته ویلي و"له موره خوشبین پیدا دی او باور لري چې د حزب الله د بې وسلې کولو مسئله به حل کړي". ولسمشر جورف عون، چې د پوځ پخوانی لوی درستیز دی، د اسراییلو او حزب الله ترمنخ تېر کال له ویجاړونکې جګړې وروسته په دې دنده وګومارل شو. ایران د حزب الله ډلې ملاتړ کوي. دې جنګ کې د حزب الله ګوند کمزوری شوی او عون ژمنه کړې وه چې دا ډله به بې وسلې کوي. دې په ظاهر سختې مسئلې له ډېره وخته لبنان وېشلی دی، خو هغه وخت ولسمشر عون دا باور درلود چې دا کار کوی شي.
د امریکایي ولسمشر او "امریکایي پاپ" ترمنځ درې اختلافي خبرې
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او پاپ لاون ۱۴م د ایران د جګړې په اړه په یوې ښکاره او تنده لفظي شخړه کې ښکېل شوي دي. دا لومړی ځل دی چې پاپ په مخامخ ډول د ټرمپ نوم اخلي.
د سمندري کلابندۍ اغېز به د ایران پر سوداګرۍ او اقتصاد څه وي؟
د ایران د ګمرګ له خوا د خپرو شويو شمېرو له مخې دغه هېواد تېر کال شاوخوا ۱۵۰ میليونه ټنه غيرنفتي توکي چې نژدې ۵۲ ميليارده ارزښت یې درلود بهر ته صادر کړي دي. د راپور له مخې دغه هېواد د ۵۸ ميلياردو ډالرو په ارزښت شاوخوا ۴۱ میليونه ټنه توکي وارد کړي هم دي. د دغو توکيو د ډېرې برخې سوداګري له جنوبي بندرونو شوې چې اوس د امریکا له خوا کلابند شوي دي.
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱۷ اپریل ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
ژوندۍ خپرونه واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۱۶ اپریل ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۱۶ اپریل ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۱۶ اپریل ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.













































