لبنان سوله غواړي خو لومړی باید حزب الله قانع شي

یوه لبنانۍ نړېدلې وداۍ مخې ته ولاړه ده
    • Author, هوګو بچېګا
    • دنده, منځني ختیځ کې د بي بي سي خبریال
    • رپوټ له:,
  • د لوستلو وخت: ۹ دقیقې

لبنان بیا په جګړې کې راګېر دی. د تېر اګست میاشت کې د لبنان ولسمشر راته ویلي و"له موره خوشبینه زېږېدلی او باور لري چې د حزب الله د بې وسلې کولو مسئله به حل کړي."

ولسمشر جورف عون، چې د پوځ پخوانی لوی درستیز دی، د اسراییلو او حزب الله ترمنخ تېرکال له ویجاړونکې جګړې وروسته په دې دنده وګومارل شو. ایران د حزب الله ډلې ملاتړ کوي. دې جنګ کې د حزب الله ګوند کمزورې شوی وه او عون ژمنه کړې وه چې دا ډله به بې وسلې کوي. دې په ظاهره سختې مسئلې له ډېره وخته لبنان وېشلی دی، خو هغه وخت ولسمشر عون دا باور درلود چې دا کار کوی شي.

زمونږ د لیدنې پرمهال یو کمزوری اوربند ټینګ و. دې موافقې د ۲۰۲۴ کال په نومبر کې د اسراییلو او حزب الله جګړه پای ته رسولې وه. خو بیا هم د اسراییلو لخوا نږدې هره ورځ په هغه ځایونو بریدونه روان و چې دوی د دې ډلې اړونده ځایونه بلل. د هېواد په ځینو برخو کې جګړه کله هم نه وه ودرېدلې، ما ان د بیروت په ختیځ کې خپل کور کې د اسراییلو د ډرون غږونه اورېدل.

جوزف عون په یو خبري کانفرانس کې

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ولسمشر جوزف عون وايي" په زور وسلې نه شي راټولېدی"

د حزب الله د ملاتړو لپاره دا ډله له اسرائیلو د هغوی خوندي کول یواځینۍ ډله او وسیله ده. دوی اسرائیلو ته د یو داسې غلیم په سترګه ګوري چې غواړي د لبنان خاوره لاندې کړي.

د حزب الله ډلې مخالفین دا ډله په دې تورنوي چې له اړتیا پرته جګړو ته د لبنان ورګډولو سره د خپل مرسته کوونکی ایران له ګټو دفاع کوي.

کله چې د فبرورۍ په میاشت کې د امریکا اواسرائیلو بمبار کې د ایران مذهبي مشر ووژل شو، حزب الله پراسرائیلو توغندي وتوغول. دې ډلې ویلي و چې دا د هغه د وژنې او د اوربند پرمهال د اسرائیلو پرلپسې بمباریو ځواب و. دې ته اسرائیلو هوایی بریدونو کې او دلبنان په جنوب کې بل ځمکني تېري سره ځواب ورکړ.

د اسراییلو د هوايي بریدونو څپې لبنان کې وېره او تباهي خوره کړې ده

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د اسراییلو دهوايي بریدونو څپې لبنان کې وېره او تباهي خوره کړې ده

ولسمشر عون په دې هیله چې جنګ او وینه تویدنه پای ته ورسېږي، اسرائیلوسره د مخامخ خبرو وړاندیز وکړ. دا دې دوو هېوادونو لپاره چې دېپلوماتیکې اړیکي نه لري یو لوی ګام و. اسرائیل تر دا تېرې اونۍ دې وړاندیز ته هیڅ پام ونه کړ.

د ایران او امریکا ترمنځ پر اوربند له موافقې وروسته اسرائیلو په لبنان کې پراخ هوايي بریدونه وکړل او یوازې په یوه ورځ کې یې له ۳۰۰ زیات کسان ووژل.

په امریکا کې د دواړو هېوادو د سفیرانو خبرې پیل شوي دي. خو دا چې د لبنان حکومت پر حزب الله ډلې ډېر لږ اغېز لری نو حکومت په دې لړ کې څه کوی شی؟ او څومره د دایمي سولې امکان شته؟

حزب الله په جګړې کې یوه رامنځته شوې ډله

د حزب الله ډله ۱۹۸۰ لسیزه کې د لبنان کورنۍ جګړه کې د اسرائیلو د نیواک پرمهال رامنځته شوه. د جوړېدو له پیله ایران ورته مالي ملاتړ، روزنه او وسلې ورکوي، او د اسرائیلو له منځه وړل د دې یو له رسمي هدفونو بلل کېږي.

په ۱۹۸۹ کال کې د سعودي عربستان په تایف کې د سولې تړون ترمخه جګړه کې د ټولو ښکېلو وسله والو ملیشو بې وسلې کول یو شرط و. د همدې تړون پر بنسټ د بېلابېلو مذهبي او کلتوري ډلو لرونکي دې هېواد کې د شریک حکومت په جوړولو موافقه وشوه. خو د حزب الله ډله چې ځان د اسرائیلو د نیواک پر ضد جنګېدونکی مقاومت ګڼي د خپلو وسلو پر ساتلو وتوانېده.

اسرائیلو له ۱۸ کلن نیواک وروسته په ۲۰۰۰ کال کې له جنوبي لبنانه خپل پوځیان وویستل، خو د ځمکې پر سرشخړو دوام وکړ. وروسته په ۲۰۰۶ کال کې د جګړې پای رسولو او د حزب الله بې وسلې کولو په تړاو د ملګرو ملتو پرېکړه لیک هم په بشپړه توګه پلې نه شو.

د امریکا او بریتانیا په ګډون څوهېوادونه د حزب الله ډله یوترورستي ډله بولي. خو په لبنان کې دا ډله یوازې ملیشه یا وسله وال ځواک نه دی. دا یو داسې سیاسي ګوند دی چې په پارلمان او حکومت کې استازولي لري. دې سره په خوا کې یو ټولنیزغورځنګ دی او په هغه سیمو کې چې حکومت نشته د ښوونځیو او روغتونونو په ګډون بېلابېل خدمتونه پرمخ وړي. په ټوله کې دا د لبنان تر ټولو غښتلې ډله ده.

د اسراییلو دې ډول بریدونو لوی شمېر لبنانیان کړولي اود جنګ اوکړکیچ یو دایمي حالت سره یې مخامخ کړي دي

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح، د اسراییلو دې ډول بریدونو لوی شمېر لبنانیان کړولي اود جنګ اوکړکیچ یو دایمي حالت سره یې مخامخ کړي دي

ولسمشرعون د واک له پیله له دې تګلارې چې دی یې " پروسلو د دولت دکنترول" پالیسي بولي دفاع کړې ده. په ۲۰۲۴ کال کې حزب الله دا خبره منلې وه چې له جنوبی لبنانه به خپل وسله وال او وسلې وباسي. حزب الله د پلازمېنې بېروت په جنوب او ختیځ کې واک لری ، چېرې چې د دوی د وسلو یوه برخه شته ، خو ددې ډلې مشر نعیم قاسم د ټول هېواد په کچه د بې وسلې کېدو پر موضوع له خبرو ډډه کوي.

ولسمشر عون هم خبرداری ورکړی دی چې په زوره د حزب الله وسلې لرې کول د تاوتریخوالي سبب کېدی شي. ده زیاته کړې ده چې " مونږ دا هېواد یوې بلې کورنۍ جګړې ته نه شو پرېښودی". د اګست د میاشتې لیدنه کې ما عون وپوښتلو چې څه پلان لري دهغه ځواب و چې نزدې هېڅ نه شي کولی.

یوبې وسه او بې اختیاره حکومت

لبنان یو وړوکی هېواد دی، شا او خوا ۵.۸ میلونه وګړي لري او ۱۸ مذهبي ډلې یا فرقې په کې په رسمي توګه منل شوې دي.

فکر کېږي چې دریووکې دوه برخه وګړي یې مسلمانان دي. دوی کې سنیان او شیعه ګان نزدې یو برابر دي. او درېمه برخه یې مسیحان دي. د دسمبر په میاشت کې د ګیلپ یوې نظر پوښتنې ترمخه هرو پنځو لبنایانو کې څلور یې ددې پلوي و چې یواځې د لبنان پوځ باید وسلې ولري. په نورو ټکو د حزب الله په ګډون نورې ټولې ډلې باید بې وسلې شي.

په بیروت کې د کانېګې په نوم څېړنیز مرکز شنونکي مایکل ینګ راته وویل" ځيني کسان په دې اړه ډېر ساده فکر کوي. چې ولې پوځ د حزب الله په بې وسلې کولو کې پاتې راغلی دی".

د حزب الله مشر نعیم قاسم د ټول هېواد په کچه د وسلو پر راټولولو خبرې رد کړي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د حزب الله مشر نعیم قاسم د ټول هېواد په کچه د وسلو پر راټولولو خبرې رد کړي دي.

دی وايي" تاسې د ټولنې پر شیعه وګړو دا کار په زوره نه شئ کولی، هر څوک چې دا هڅه کوي هغه به ناکامیږي او دابه یو تباهي وي". ده زیاته کړه" پوځ له دې لپاره نه وي چې خپلو خلکو سره په نښتو کې پرېوځي". ده وویل " چې د حزب الله په څېر ډلې بې وسلې کول په څه معنی دي؟ ایا پوځ ددې ظرفیت او وړتیا لري چې د هر شیعه کور ته لاړ شي او وسلې ترې راټولې کړي؟". ده زیاته کړه چې " نه پوځ دا ظرفیت نلري، او هغه سیمو ته چې حزب الله په کې درنې وسلې لري پوځ نزدې نه شي ورتلی".

کله چې ما اسراییلو سره د خبرو په اړه وپوښتلو هغه راته وویل" لبنان سره هیڅ هم نشته، دا حزب الله نه شي بې وسلې کولی". ده زیاته کړه دا یو حقیقت دی او مونږ یې باید ومنو.

" ډېر صبر نه شو کولی"

د حزب الله مشر تېره میاشت یوې تلوېزوني وینا کې ویلي و د اوربند پرمهال یې د اسراییلو بریدونو ته ځکه ځواب نه دی ورکړی چې " د دېپلوماسۍ په مخنیوي" تورن نه شي خو " زمونږ صبر یو حد لری". ده زیاته کړه چې "هیچا سره به هم د خپلو وسلو په اړه خبرې نه کوي".

نو اوس پوښتنه دا ده چې ایا حزب الله به کله هم بې وسلې شي؟ ایران حزب الله د مقاومت برخه ګڼي. د" اسراییلو پرضد د حزب الله ۳۰ کالنې مبازې کې دالله لښکر" کتاب. لیکوال نیکولاس بلانفورډ راته وویل" ددې ډلې د راتلونکي ګام په اړه هره پرېکړه به بیروت کې نه تهران کې کېږي".

په ټول لبنان کې د میلونو خلکو ورځني ژوند ډېر خراب شوی دی

د عکس سرچینه، Anadolu via Getty Images

د عکس تشریح، په ټول لبنان کې د میلونو خلکو ورځني ژوند ډېر خراب شوی دی

په لبنان کې روان تېري په اړه اسراییلي چارواکي وايي هغوي غواړي جنوبي لبنان کې د اسراییلو شمالي پولې سره یو حائله سیمه رامنځ‌ته کړي. لبنان په دې اړه اندېښمن دی چې د جنګ بندېدو وروسته به هم د هېواد یوه برخه د نیواک لاندې وي. ددې معنی به دا وي چې زرګونه کسان به د کورونو پرېښودو ته ا کېږي، اوکله به هم بېرته نشي ستنېدلی. دا کېدی شي د حزب الله دا روایت چې د لبنان دولت له خپلې خاورې دفاع نه شي کولی نو باید خپلې وسلې وساتي غښتلی کړي.

بلانفورډ وايي" پوځي عنصر حزب الله لپاره ډېر مهم دی، که دا عنصر ترې لرې شی دا ډله به په بشپړه توګه په یو بل څه بدلیږي".

یو نه ختمېدونکی بحران

په لبنان کې د شخړې له پیله له ۱.۲ مېلونو زیات کسان بې کوره شوي دي. د دوی څخه اکثره یې شیعه ګان دي. دې بېلابېلو مذهبي ډلو یا فرقو ترمنځ ترینګلتیا ډېره کړې ده. د حزب الله د اغېز سیمو کې د اسراییلو له بریدونو خلک نورو سیمو ته ځي، چې دې د هغه سیمو خلکو په منځ کې د نوو راغلو په اړه هم شکونه پیدا کړي دي . ځینو سیمو کې له دې امله نښتې هم شوې دي.

د بي بي سي پخواۍ خبریالې او " د تورې څپې" په نوم کتاب لیکوالې راته وویل چې د لبنان شیعه وګړو کې حزب الله د ډېرو د ژوند مهمه برخه ده. دې زیاته کړه" له تاریخي پلوه لبنان کې شیعه مسلمان یوه محرومه طبقه ده". دې وویل" ډېر دا فکر کوي که هغوی خپلې وسلې په ځمکه کېږدي څه به ورسره کېږي؟" ایا بیا به محرومیت سره مخامخ کېږي؟ دې وویل " همدې ژورو اندېښنو له امله هغوی سره د بې وسلې کېدو په تړاو استدلال کول ډېر سخت دي".

د فبرورۍ په میاشت کې د اسراییلو او امریکا د بمبار پیل کې ایت الله خامنه یي ووژل شو

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح، د فبرورۍ په میاشت کې د اسراییلو او امریکا د بمبار پیل کې ایت الله خامنه یي ووژل شو

تېره اونۍ اسراییلو لبنان کې پراخو بریدونو سره لویه تباهي او وېره رامنځته کړه. ځینې دا ورځ د تورې چارشنبې په نوم یادوي. په بېروت کې ځینې ګڼ مېشته سیمې له مخکیني خبردار پرته په نښه شوې. دا هغه سېمې وې چې خلکو په کې ځانونه خوندي ګڼل. ان هغه کسانو چې تاوتریخوالي اوبریدونو سره عادي وو داسې ګڼله چې دا بریدونه بل ډول وو. شپږ اونۍ وړاندې د جګړې له پېله راپدیخوا په لبنان کې ۲۰۰۰ کسان وژل شوي دي. د لبنان د روغتیا وزارت په دې اړه چې څومره ملکیان او څومره یې وسله وال وو څه نه دي ویلي. ډېر لبنانیان داسې ګڼي. چې یو نه ختمېدونکي بحران کې ایسار پاتې دي. بیروت کې مې د محمد حمود په نوم یو تن ولید. هغه چې یوې نیمايي نړیدلې ودانۍ ته یې له بې باورۍ ډکو سترګو سره کتل راته یې وویل" ټول عمر مې داسې ګڼلې چې یو نه ختمېدونکي جنګ کې یو " ده زیاته کړه " هیله لرم چې دا به وروستی جنګ وی او حالت به ښه شي".

لبنان شا اوخو ۵.۸ مېلونه وګړي لري

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح، لبنان شا اوخو ۵.۸ مېلونه وګړي لري