د امریکایي ولسمشر او "امریکایي پاپ" ترمنځ درې اختلافي خبرې

 د واتیکان او سپینې ماڼۍ ترمنځ تاوتریخوالی له میاشتو راهیسې د ډېرېدو په حال کې و، مخکې له دې چې پاپ لاون د ایران د جګړې په اړه پر ټرمپ مستقیم تورونه پورې کړي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د واتیکان او سپینې ماڼۍ ترمنځ تاوتریخوالی له میاشتو راهیسې د ډېرېدو په حال کې و، مخکې له دې چې پاپ لاون د ایران د جګړې په اړه پر ټرمپ مخامخ تورونه پورې کړي.
د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او پاپ لاون ۱۴م د ایران د جګړې په اړه په یوې ښکاره او تنده لفظي شخړه کې ښکېل شوي دي. دا لومړی ځل دی چې پاپ په مخامخ ډول د ټرمپ نوم اخلي.

پاپ لاون ۱۴م، چې پخوا د کارډینال روبرټ بریفوسټ په نوم پېژندل کېده، د ۲۰۲۵ کال په مۍ میاشت کې د لومړني امریکایي پاپ په توګه وټاکل شو. هغه د خپل ماموریت په پیل کې د خپل مخکیني پاپ (پاپ فرانسیس) په پرتله چې د ټرمپ پر ادارې یې سختې نیوکې کولې، ډېر محافظه کاره چلند غوره کړی و. خو له میاشتو راهیسې د واتیکان او سپینې ماڼۍ ترمنځ ترینګلتیاوې مخ په زیاتېدو وې، چې پایله کې دا اختلافات په څرګندو ناندریو بدل شول.

بهرنۍ پالیسي

دا اختلاف د یکشنبې پر ورځ هغه مهال اوج ته ورسېد چې ټرمپ پر خپله خواله رسنۍ "ټروت سوشل" کې پر پاپ برید وکړ او هغه یې "د جرمونو پر وړاندې کمزوری" او په "بهرنۍ پالیسۍ کې یو ناورین" وباله.

ټرمپ ولیکل: "زه داسې پاپ نه غواړم چې د ایران له خوا د اټومي وسلو لرل ورته د منلو وړ وي."

هغه زیاته کړه "زه داسې پاپ نه غواړم چې پر وینزویلا د امریکا برید ورته وحشتناک ښکاري، هغه هېواد چې امریکا ته یې په پراخه کچه نشه يي توکي لېږل او خپل زندانونه یې، چې په کې قاتلان او د نشه يي توکو قاچاقبران وو، زموږ هېواد ته خالي کول."

وروسته بیا ټرمپ یو داسې انځور خپور کړ (چې ویل کېږي د مصنوعي ځیرکتیا په وسیله جوړ شوی) او دی په کې د حضرت عیسی په څېر بڼه کې یو سړی "شفا" کوي.

دا کار د دیني عالمانو او مبصرینو له سختو نیوکو سره مخ شو او وروسته لرې کړل شو.

دا څرګندونې د پاپ لاون له هغه غبرګون وروسته وشوې چې د ټرمپ دا ګواښ یې غندلی و چې ویلي یې وو که تهران د اټومي مذاکراتو او هرمز تنګي په اړه غوښتنې ونه مني، امریکا ښايي "ایرانی تمدن له منځه یوسي".

پاپ ویلي وو دا ګواښ "په هیڅ ډول د منلو نه وړ" دی او له کاتولیکانو یې وغوښتل چې پر سیاسي مشرانو فشار راوړي چې "د سولې لپاره کار وکړي."

پاپ څو ورځې وړاندې خبریالانو ته ویلي وو: "ما ته خبر راکړل شوی چې ولسمشر ټرمپ په دې وروستیو کې د جګړې د پای ته رسولو هیله ښودلې. هیله لرم چې هغه د یوې وتلې لارې په لټه کې وي." پاپ د یکشنبې پر ورځ یو ځل بیا له مشرانو وغوښتل چې د وینه تویدنه بنده کړي او "د مطلق قدرت وهم" یې وغنده چې د جګړې اور ته لمن وهي.

غزه او وینزویلا

د ایران په اړه د پاپ لاون دریځ د هغه له تېرو دریځونو سره ورته دی. تېر کال له ټاکل کېدو څو ورځې وروسته، هغه په غزه کې د سم لاسي اوربند، د یرغمل شویو د خوشې کولو او د بشري مرستو د بې قید او شرطه رسولو غوښتنه وکړه.

د ۲۰۲۵ په اګسټ کې یې د فلسطینیانو "بې رحمانه ډله ییزه سزا" او په زور بې ځایه کول وغندل.

پاپ لاون څوارلسم د کرسمس په مناسبت په خپله مذهبي وینا (وعظ) کې د "په غزه کې د هغو خیمو" په اړه خبرې وکړې چې "د باران، باد او یخنۍ په وړاندې پرتې دي."

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، پاپ لاون څوارلسم د عیسوي اختر په مناسبت په خپله مذهبي وینا کې د "په غزه کې د هغو خیمو" په اړه خبرې وکړې چې "د باران، باد او یخنۍ وړاندې ولاړې دي."

د روان کال په جنورۍ کې، پاپ د امریکایي ځواکونو له خوا د وینزویلا د هغه مهال ولسمشر نیکولاس مادورو د نیول کېدو او نیویارک ته د هغه د وړلو په اړه اندېښنه وښوده او د وینزویلا ملي حاکمیت او بشري حقونو ته د درناوي غوښتنه یې وکړه.

کډوالي

پاپ په وار وار د کډوالۍ په اړه د ټرمپ د محدودوونکو پالیسیو نیوکه کړې ده.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پاپ په وار وار د کډوالۍ په اړه د ټرمپ پر محدودوونکو تګلارو نیوکه کړې ده.

د کډوالۍ خبره د اختلاف بله لویه سرچینه ده. پاپ لاون په وار وار د ټرمپ د کډوالۍ ضد سختې تګلارې غندلي او دا یې یو اخلاقي مسؤلیت بللی چې په انجیل کې د شفقت او کرامت پر بنسټ ریښه لري.

تېر نومبر کې هغه ویلي وو چې په امریکا کې له بهرنیانو سره "په بې کچې بې احترامۍ" چلند کېږي.

دین او سیاسي ځواک

د ټرمپ په پوسټ کې دا تور هم پورې شوی و چې پاپ له خپلو واکونو پښه اړولې: "زه داسې پاپ نه غواړم چې د متحده ایالاتو پر ولسمشر نیوکه وکړي، ځکه زه ټيک هغه څه کوم چې د هغې لپاره په پرېکنده اکثریت ټاکل شوی یم." ټرمپ ان دا اشاره هم وکړه چې پاپ یوازې د امریکایي توب له امله ټاکل شوی: "که زه په سپینه ماڼۍ کې نه وای، لاون به په واتیکان کې نه و."

بلخوا پاپ لاون د دوشنبې پر ورځ افریقا ته د سفر پر مهال د ټرمپ د خبرو په اړه وویل: "زه سیاستوال نه یم او نه غواړم له هغه سره په بحث کې ور ګډ شم. زه به د جګړې پر ضد او د سولې، خبرو اترو او د لوی شمېر خلکو لپاره خپل غږ پورته کوم." هغه ټینګار وکړ چې د ټرمپ له ادارې "وېره نه لري".

څارونکي څه وايي؟

ټرمپ د مصنوعي ځیرکتیا په واسطه جوړ شوی یو داسې انځور خپور کړ چې دی یې د مسیح (ع) په څېر بڼه کې ښودلی و، چې دې چارې د مذهبي مشرانو او تبصره کونکو نیوکې راوپارولې او وروسته بیا حذف کړای شو.

د عکس سرچینه، Social media

د عکس تشریح، ټرمپ د مصنوعي ځیرکتیا په وسیله جوړ شوی یو داسې انځور خپور کړ چې دی یې د حضرت عیسی په څېر بڼه کې ښودلی و، چې دې چارې د مذهبي مشرانو او تبصره کونکو نیوکې راوپارولې او وروسته بیا حذف کړای شو.

کتوونکي پر دې باور دي چې د پاپ د غږ بدلون ښیي چې هغه غواړي د نړیوالو اخلاقو په ډګر کې د ټرمپ د بهرنۍ تګلارې پر وړاندې یو څه رامنځته کړي.

د واتیکان د چارو کارپوه "ماسیمو فاجیولي" وایي، پاپ نه غواړي واتیکان د دې لپاره چې دی امریکایي دی، پر "ټرمپیزم" په سترګو پټولو تورن شي.

د شیکاګو پاپ "ببیز کوپیچ" وایي، یوازینی توپیر په انداز کې دی؛ ځکه اوس نړۍ ته دا پېغام په داسې ژبه (انګریزۍ) رسېږي چې ورته نږدې ده.

د "باکس کریسټي" د سولې خوځښت پخوانۍ مشره ماري ډینس وایي چې د پاپ دا زړور غږ د هغو خلکو استازیتوب کوي چې له پرلپسې تاوتریخوالي ستړي شوي دي.