د پيسو نړيوال صندوق خبرداری ورکړی چې که د ایران جګړه دوام وکړي نړۍ به له اقتصادي ځوړ سره مخ شي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, ډېربېل جورډن
- دنده, د بي بي سي اقتصادي خبريال
- د لوستلو وخت: ۶ دقیقې
د پيسو نړيوال صندوق یا ای اېم اېف وايي که له ایران سره د امریکا او اسرائیلو جګړه دوام وکړي او د انرژۍ لوړې بيې همداسې پاتې شي، نړيوال اقتصاد به له مخ په ځوړ حالت سره مخامخ شي.
د پيسو نړيوال صندوق د نړۍ اقتصاد ليد په نامه خپل نوي راپور کې ويلي چې په تر ټولو ناوړه حالت کې چېرې چې د تېلو، ګازو او خوراکي توکو بيې لوړې شي او تر راتلونکې کال پورې همداسې پاتې شي، د نړيوال اقتصاد وده ښايي په ۲۰۲۶ کال کې تر ۲٪ راکمه شي.
ای اېم اېف ويلي، "دا به د نړيوال اقتصادي ځوړ حالت سره ورته وي چې له ۱۹۸۰ راهيسې يوازې څلور ځله دغه حالت پېښ شوی" چې تېر ځل د کورونا وبا پر مهمال و.
د امریکا د خزانې وزير سکاټ بېسېنټ بي بي سي ته ويلي، "لږ څه اقتصادي درد هغه بيه ده چې د ایران له خوا د لوېدیځو پلازمېنو د اټومي بریدونو د خطر له منځه وړلو ارزښت لري."
د انرژۍ بيې وروسته له هغه ډېرې لوړې شوې چې د ایران جګړه له شپږو اوونيو زيات وخت ته وغځېده او وروسته د هرمز تنګي مهمه لار هم وتړل شوه او د امریکا او ایران تر منځ د سولې خبرې ناکامې شوې.
د پيسو نړيوال صندوق ويلي، "دا ځل د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ په پای کې د منځني ختيځ د جګړې له کبله نړيوال اقتصاد يو ځل بيا له مخ په ځوړ حالت سره مخ دی."
دغه بنسټ زياته کړې چې تر ټولو سخت شرايط کولی شي د نړيوال اقتصادي کمښت لامل شي چې کېدی شي روان کال په اوسط ډول د یو بېرل خامو تېلو بيې ۱۱۰ ډالرو او راتلونکی کال ۱۲۵ ډالرو ته وخېژي.
د دغو اټکلونو له مخې ای اېم اېف ويلي، انفلاسيون کېدی شي راتلونکی کال تر شپږ سلنې پورې ورسېږي او دا به مرکزي بانکونه اړ کړي چې د سود کچه لوړه کړي تر څو د بيو د لوړېدو چټکتيا کمه کړي.
د پيسو نړيوال صندوق مشر اقتصاد پوه پېير اولېور ګورينچاس بي بي سي ته ويلي چې اوږدمهاله شخړه به د انفلاسيون چټک زياتوالی رامنځته کړي، بېکاري به زيات شي او په ځينو هېوادونو کې به د خوړو ناامني پيدا کړي.

نوموړي خبرداری ورکړی چې ان که نن هم شخړه پايته ورسېږي، د تېلو پر عرضې به یې اغېز د ۱۹۷۰ لسيزې د تېلو د کړکېچ په څېر لوړ وي. هغه مهال چې د تېلو تولیدونکو عربي هېوادونو پر امریکا او نورو هغو هېوادونو بنديز ولګاوه چې د يوم کيبور د جګړې پر مهال یې د اسرائیلو ملاتړ کړی و.
خو ګورينچاس وايي، نړي اوس د تېلو او فوسيلي سون توکو باندې لږ متکي ده، له دې کبله به يې پر مصرف کوونکو اغېز هم ښايي ډېر نه وي.
د ایران د شخړې پر مهال د تېلو بيې نژدې ۱۲۰ ډالرو ته لوړې شوې خو وروسته بېرته راکمې او د سې شنبې په ورځ د خامو يو بېرل تېلو بيه څه کم ۹۹ ډالره وه.

د عکس سرچینه، Getty Images
سربېره پر دې ای اېم اېف په ګوته کړې چې د اقتصادي ځوړ خطر به هغه مهال زيات شي چې سخت شرايط د دوو کلونو لپاره همداسې دوام وکړي.
دغه بنسټ ويلي، که شخړه په راتلونکو څو اوونيو کې حل شي او د منځني ختیځ څخه د انرژۍ توليد او صادرات د روان کال تر نيمايي پورې عادي حالت ته راوګرځي نو نړيواله وده به په ۲۰۲۶ کال کې ۳.۱ سلنې ته راښکته شي.
دا کچه پخوا ۳.۳ سلنه اټکل شوې وه.
ای اېم اېف وړاندوينه کړې چې د نړۍ له پرمختللو اقتصادونو څخه بریتانيا به د ایران د جګړې له کبله تر ټولو ډېر زيان وويني.
دغه بنسټ د روان کال لپاره د بريتانيا د ودې اټکل له ۱.۳ سلنې څخه ۰.۸ سلنې ته راټيټ کړی خو تمه لري چې بریتانيا به بېرته ښه شي او اقتصاد به یې ۱.۳ سلنه وده وکړي.
د ای اېم اېف د وړاندويونو له مخې د خلیج د تېلو صادرونکي هېوادونو ښايي سږ کال د اقتصادي ودې له سخت کمښت يا ان د اقتصاد له کوچني کېدو سره مخامخ شي.
دغه بنسټ اټکل کوي چې د ایران اقتصاد به سږ کال ۶.۱ سلنه راکم شي خو وړاندوينه کوي چې په ۲۰۲۷ کال کې به بېرته ۳.۲ سلنه وده وکړي خو په دې شرط چې جګړه په راتلونکو څو اوونيو کې پایته ورسېږي.
ځينې هېوادونه لکه قطر چې ډېر طبيعي ګاز عرضه کوي، د ایران له لورې د توغنديو او بې پيلوټه الوتکو بریدونه شوي دي.
د قطر راس لفان چې د نړۍ د ګازو تر ټولو ستر چاڼ ځای دی هم په نښه شوی او تمه نه کېږي چې د نژدې مودې لپاره دې په بشپړ ډول فعال شي.
د امریکا د خزانې وزير بي بي سي ته ويلي، د نړيوال امنیت د ګواښونو پرتله له اقتصادي زيانه لږ اندېښمن دی.
نوموړي ويلي، "زما په اند که پر لندن اټومي وسله وکارول شی نو پر نړيوال ناخالص توليد به یې اغېز څه وي... زه وایم چې د لنډمهاله اټکلونو پرتله د اوږدمهاله امنيت په اړه اندېښمن يم".
لکه څنګه چې بي بي سي مخکې راپور ورکړی، پر لندن د ايران د بالستيک توغنديو ګواښ ډېر کم دی.
د پيسو نړيوال صندوق اټکل کوي چې د قطر اقتصاد به په ۲۰۲۶ کلا کې ۸.۶ سلنه راکم شي خو وروسته به راتلونکي کال کې د ۸.۶ سلنه ودې سره بېرته ښه شي.
دغه بنسټ اټکل کوي چې د ایران ګاونډی عراق به سږکال د جګړې له کبله اقتصادي زيان وويني چې وده به یې ۶.۸ سلنه راکمه شي خو تمه ده چې په ۲۰۲۷ کال کې به ۱۱.۳ سلنه ودې ته بېرته ورسېږي.
ای اېم اېف وايي، د يوه هېواد اقتصادي مقاومت په څو عواملو پورې تړلی وي، لکه د انرژۍ د بنسټونو زيان، د هرمز تنګي باندې تکيه او د بديلو صادراتي لارو شتون.
د بېلګې په توګه سعودي د ختيځ- لوېديځ پايپ لاين لري چې له فارس خليجه تر سره سمندر پورې غځېدلی او کولی شي په ورځ کې تر ۷ میليونه بېرله پورې تېل ولېږدوي.

د عکس سرچینه، Reuters
تمه ده چې په ۲۰۲۶ کال کې به د سعودي وده ورو شي خو بيا به یې هم اقتصاد ۳.۱ سلنه پراخوالی ولري او راتلونکی کال به یې وده ۴.۵ سلنه وي.
ای اېم اېف ويلي "د دې اټکل پر بنسټ چې د انرژۍ توليد او لېږد به په راتلونکو څو مياشتو کې عادي حالت ته راوګرځي" د منځني ختیځ ډېری د تېلو صادرونکي هېوادونه به په راتلونکي کال کې د ښې ودې شاهدان وي.
خو دغه بنسټ خبرداری ورکوي چې که جګړه وغځېږي او د اوښتو زيانونو کچه بيا وارزول شي دا اټکل ښايي بدلون ته اړتيا ولري.
ای اېم اېف د چین د اقتصادي ودې اټکل هم راکم کړی او وړاندوینه یې کړې چې اقتصاد به یې په ۲۰۲۶ کال کې ۴.۴ سلنه وده وکړي چې دا د جنورۍ له ۴.۵ سلنه اټکل څخه ټيټه ده.
د ای اېم اېف د وړاندوينو له مخې يوازينۍ هېواد چې د تېلو د بيو له زياتوالي یې ګټه ترلاسه کړې هغه روسيه ده.
تمه کېږي چې د روسيې اقتصاد به سږ کال او راتلونکی کال دواړو کې ۱.۱ سلنه وده وکړي چې دا د پخوانيو اټکلونو په ترتيب سره (۰.۸ او ۱ سلنې) څخه لوړه ده.
روسيه وروسته له هغه له يو لړ بنديزونو سره مخامخ شوې چې څه باندې څلور کاله وړاندې یې پر اوکرايين بشپړ يرغل وکړ.
د روان کال په مارچ مياشت کې ټرمپ هغه مهال چې د تېلو نړيوالې بيې لوړې شوې د روسيې د تېلو پر صادراتو بندیزونه لرې کړل.
د اروپايي ټولنې د مالي چارو کمېشنر خبرداری ورکړی چې هېوادونه دې پر روسيې بنديزونه نه نرموي ځکه په وینا یې دا هېواد "له دې جګړې د ګټونکي په توګه راڅرګندېږي".
والډېس ډومبروفکس په واشنګټن کې د ای اېم اېف غونډې په څنډه کې یوې ناستې ته ویلي، "د انرژۍ بيې لوړې دي او دا د روسيې د جګړې ماشین ته اضافي عوايد برابروي".
نوموړي زياته کړې، "اوس د دې وخت نه دی چې پر روسيه دې فشار کم شي".


















