ژوندۍ پاڼه, ټرمپ: له ایران سره د امریکا خبرې ښايي "په دوو ورځو کې" بیا پیل شي

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د (نیویارک پوسټ) ورځپاڼې خبریال ته ویلي چې ښه ده په اسلام اباد کې پاتې شي ځکه چې په وینا یې، ښايي د امریکا او ایران ترمنځ خبرې "په دوو ورځو کې" بېرته پیل شي. ښاغلي ټرمپ تر دې مخکې له فاکس نيوز سره په مرکه کې ويلي چې له ایران سره جګړه 'پای ته نږدې شوې ده'. بل پلو د ایران دننه، رسنیو په تهران کې د یوې چاودنې رپوټ ورکړی او ویلي یې دي چې درې کسان پکې ټپیان شوي دي.

لنډیز

ژوندی پوښښ

  1. وروستی, د پاکستان لومړی وزیر سعودي عربستان، قطر او ترکیې ته ځي

    د سعودي او پاکستان مشران

    د عکس سرچینه، ROYAL COURT OF SAUDI ARABIA/ANADOLU AGENCY VIA GETTY IMAGES

    د امریکا او ایران کشالې ترمنځ د منځګړیتوب په درشل کې د پاکستان د لومړي وزیر دفتر وايي چې شهباز شریف نن په یوه رسمي سفر سعودي عربستان ته ځي.

    د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه څلور ورځني سفر په ترڅ کې له ښاغلي شریف سره لوړپوړی پلاوی مل دی چې له سعودي عربستانه وروسته به قطر او ترکیې ته هم لاړ شي.

    که څه هم د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دغه سفر په اړه ډېر جزیات نه دي‌ ورکړي خو ویلي یې دي چې سعودي عربستان او قطر ته د هغه سفر به "د دوه اړخیزو اړیکو په چوکاټ کې وي".

    ښاغلی شریف داسې مهال دا سفر کوي چې اسلام اباد د امریکا او ایران ترمنځ د دویم پړاو خبرو کوربتوب ته پر چمتوالي لګیا دی او د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم ویلي چې ښايي دا خبرې په "راروانو دوو ورځو" کې په اسلام اباد کې ترسره شي.

    ټاکل شوې ښاغلی شریف به په ترکیه کې د انتالیا ډېپلوماسۍ فورم کې هم ګډون وکړي او د غونډې په څنډه کې به د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان او د نړۍ له ځينو نورو مشرانو سره هم وګوري.

  2. وروستی, اسرائيل له لبنان سره تر مذاکراتو یوه ورځ وروسته پر حزب الله بریدونه کړي

    لبنان

    د عکس سرچینه، Reuters

    د اسرائیلو پوځ تر هغې یوه ورځ وروسته پر لبنان بریدونه کړي چې دواړو هېوادونو له شاوخوا ۳۰ کلونو نه ډېره موده وروسته لومړی ځل ډېپلوماتیکې خبرې اترې سره وکړې.

    اسرائيل په لبنان کې مېشتې حزب الله ډلې ته په اشاره ویلي چې غواړي هغه ټولې نادولتي "ترهګرې ډلې" بې‌وسلې کړي چې په مذاکراتو کې ښکېلې نه دي.

    د اسرائيل پوځ ادعا کړې چې په تېرو څو ورځو کې یې "ترهګر او د دوی پوځي زېربناوې" په نښه کړې دي او په وینا یې، د حزب الله پر وړاندې به یې "عملیات" روان وي.

    امریکا پرون په واشنګټن کې د اسرائیل او لبنان ترمنځ د مذاکراتو په اړه په یوه اعلامیه کې دواړو هېوادونو ته "د دې تاریخي لاسته‌راوړنې" مبارکي ورکړه او د نورو خبرو‌اترو او د لبنان د حکومت د هغو پلانونو ملاتړ یې څرګند کړ چې غواړي د پوځي ځواک په مرسته خپل هېواد له انحصاره خلاص کړي او د ایران پراخ نفوذ پای ته ورسوي.

    په امریکا کې د لبنان سفیرې ندا حماده معوض له امریکا او اسرائیلو سره خپلې لومړنۍ خبرې اترې 'ګټورې' بللې دي.

  3. وروستی, ټرمپ: له ایران سره د امریکا خبرې ښايي "په دوو ورځو کې" بیا پیل شي

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د (نیویارک پوسټ) ورځپاڼې خبریال ته ویلي چې ښه ده په اسلام اباد کې پاتې شي ځکه چې په وینا یې، ښايي د امریکا او ایران ترمنځ خبرې "په دوو ورځو کې" بېرته پیل شي.

    دې ورځپاڼې لیکلي چې په ټلیفوني مرکه کې ښاغلي ټرمپ ورته وویل چې که څه هم مذاکرات "د پیلیدو په حال کې دي خو [دا بهیر] یو څه ورو دی".

    د ورځپاڼې په وینا، تر لومړي ځل خبرو شاوخوا نیم ساعت وروسته ډونلډ ټرمپ د دوی خبریال ته بېرته زنګ وواهه او ورته ویې ویل، "تاسې هماغلته [په اسلام اباد کې، چیرې چې مخکې هم خبرې ترسره شوې وې] پاتې شئ، ځکه چې په را روانو دوو ورځو کې یو څه د پېښېدو په حال کې دي او موږ هلته تګ ته ډېر لېواله یو".

    ښاغلي‌ ټرمپ خبریال ته همداراز ویلي، "ډېر احتمال یې شته. تاسې پوهېږئ چې ولې؟ ځکه چې فیلډ مارشال ښه دنده ترسره کوي".

    د ټرمپ اشاره د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر ته وه.

  4. وروستی, امریکا وايي چې د سمندر له لارې یې د ایران سوداګري په بشپړه توګه بنده کړې ده

    امریکا

    د عکس سرچینه، U.S. CENTCOM

    د امریکا د مرکزي قوماندې قومندان، اډمېرل براډ کوپر، ويلي، د ایران بندرونه په بشپړه توګه بند شوي او "د امریکا پوځ په منځني ختیځ کې سمندري برلاسي لري."

    د مرکزي قوماندې لخوا پر اېکس خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، "د ایران د اقتصاد ‍۹۰ سلنه د سمندر له لارې په نړيواله سوداګرۍ ولاړ دی. د بندیز له لګولو راهیسې له ۳۶ ساعتونو په کم وخت کې، د امریکا پوځ په بشپړه توګه د سمندر له لارې ایران ته او له هغه ځایه ټول اقتصادي تجارت بند کړی دی."

    د مرکزي قوماندې په وینا، له لس زره زيات امریکایی پوځيان د لسګونو جنګي بېړيو او الوتکو په مرسته د ایران پر بندرونو بندیز پلي کوي.

    دوی ادعا کوي چې په لومړیو ۲۴ساعتونو کې، هېڅ کښتۍ د امریکا له کلابندۍ نه ده تېره شوې او شپږ سوداګریزې کښتۍ د امریکایی ځواکونو په لارښوونه د عمان خلیج کې د ایران بندر ته ستنې شوې دي.

    په خبرپاڼه کې دا هم ويل شوي چې د ایران له سمندرغاړو يا بندرونو د هر هېواد پر ټولو بېړيو بنديز لګول شوی خو هغه بېړۍ چې له هرمز تنګي تېرېږي او منزل یا د وتلو ځای یې ایران نه وي، نه درول کېږي.

  5. وروستی, ټرمپ فاکس نيوز ته ويلي، د ایران جګړه 'پای ته نږدې شوې ده'

    ټرمپ

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د فاکس نيوز خبريالې ماریا بارټېرومو سره په مرکه کې ويلي چې له ایران سره جګړه 'پای ته نږدې شوې ده'.

    د مرکې په يوه برخه کې چې د فاکس نيوز پر انلاين خپره شوې ټرمپ پوښتل شوی چې ایا د ایران جګړه ختمه شوې ده.

    نوموړي ويلي، "زما په اند دا پای ته نژدې شوې ده، هو... زما په فکر د ختمېدو په حال کې ده"

    ټاکل شوې له فاکس نيوز سره د ډونلډ ټرمپ بشپړه مرکه نن چهارشنبې خپره شی.

  6. وروستی, ایرانۍ رسنۍ وايي چې په تهران کې د چاودنې غږ اورېدل شوی

    ایرانۍ رسنۍ وايي چې د دغه هېواد په پلازمېنه تهران کې د یوې چاودنې غږ اورېدل شوی دی.

    په یوه ویډیو پیغام کې، د انقلابي ګارد د لسمې حوزې قومندان محمد بالیده ويلي، "غدار او غیر وطنپالو عناصرو، یوه کوچنۍ چاودنه" ترسره کړې ده. خو نوموړي، دا نه ده په ډاګه کړې چې چاودنه چا کړې ده.

    هغه ويلي، په ښار کې وضعیت "تر کنټرول لاندې دی".

    له ویډیويي پیغام وروسته، د انقلابي ګارد پورې تړلي فارس خبري اژانس په یوه جلا راپور کې ويلي، چاودنه "له مایع ګازو جوړ شوي بم" څخه رامنځته شوې ده.

    د راپور له مخې، په چاودنه کې درې کسان لږ ټپیان شوي، پداسې حال کې چې د دریو کورونو کړکۍ ماتې شوې او دوه موټرونه لږ زیانمن شوي دي.

  7. وروستی, د ایران او امریکا ترمنځ د تلپاتې سولې د هوکړې هيلې؛ د تیلو بېې ټيټې شوې

    د سې شنبې په ورځ، په نړیوال بازار کې د تېلو بیې نورې هم راټیټې شوې، چې د شنونکو په باور د ایران او امریکا ترمنځ د تلپاتې سولې د هوکړې له شونتيا سره تړاو لري.

    د برېنټ خامو تېلو بیه، ۴.۵ سلنه راټيټه شوې او یو بېرل په ۹۴.۸۷ ډالرو پلورل کېدل.

    لېنډسي جېمز، چې د پانګونې مشورتي شرکت کویلټر سره تړاو لري، وايي د خبرو اترو د دوهم پړاو خبرونو ښايي د بازارونو په ښه کېدو کې مرسته کړې وي. دی وايي له ایرانه داسې نښې څرګندېږي چې تهران له امریکا سره د شخړې پر ځای غوره ګڼي چې په لنډمهاله توګه د تېلو لېږد ودروي.

  8. وروستی, د تېرې ورځې د ځینو مهمو خبرونو لنډیز

    مذاکرات

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، په امریکا کې د لبنان سفیرې ندا حماده معوض ویلي چې د امریکا او اسرائیلو سره لومړنۍ خبرې اترې 'ګټورې' وې.
    • د لبنان سفيره وايي له امریکا او اسرائیلو سره خبرې اترې 'ګټورې' وې او د راتلونکې پړاو نېټه به وروسته اعلان شيد امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي دي چې له ایران سره د خبرو بل پړاو به د پنج شنبې په ورځ‌ د اسلام اباد کې ترسره کېږي.
    • ایرانۍ رسنۍ وايي، په دې هېواد کې د جګړې له امله ۲۷۰ میلیارده ډالره زیان اټکل شوی
    • د ایټالیا خبري اژانسونو په رپوټونو کې ویل شوی، د دې هېواد لومړۍ وزیرې جورجیا میلیوني ویلي، هېواد یې له اسرائیل سره دفاعي تړون لغو کوي.
    • چین د امریکا لخوا د ایراني بندرونو کلابندي غندلې ده او دا یې "خطرناکه او نامسوولانه" بللې ده.
    • د بي بي سي حقیقت موندنې څانګې، ویریفاي، موندلې چې د امریکا د سمندري محاصرې له پیل راهیسې له هرمز تنګي د ایران اړوند څلور بېړۍ تېرې شوې دي.
    • په بیت المقدس کې د هيبرو پوهنتون لخوا د ترسره شوې نظرپوښتنې پایلې ښیي چې د اسرائیلو خلک له جګړې ستړي شوي دي. خو په همدې مهال د سروې پایلې دا هم ښیي چې د اسرائیلو شاوخوا دوه پر درېیمه برخه وګړي د واشنګټن او تهران ترمنځ د اوربند مخالف دي.
    • نیویارک ټایمز د ایراني او امریکایي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې ایران وړانديز کړی د پنځو کلونو لپاره به د یورانیمو غني کولو ځنډوي، خو امریکا دا وړاندیز رد کړی او د ۲۰ کلونو لپاره پر ځنډولو ټینګار کوي.

    د تېرې ورځې نور خبرونه دلته لوستلی شئ

  9. وروستی, ژوندی خبري پوښښ

    د امریکا، اسرائيل او ایران د جګړې او له کبله یې په منځني ختيځ کې د روانو حالاتو په اړه د بي‌بي‌سي پښتو وېبپاڼې ځانګړې ژوندۍ پاڼې ته ښه راغلاست. نن چهارشنبه د ۱۴۰۵کال د وري ۲۶ او د میلادي ۲۰۲۶ کال د اپرېل ۱۵ ده.

    د پرون او د تېرو ورځو مهمو پېښو په اړه خبرونه د همدغه لېنک په کېکاږلو سره لوستلی شئ