BBC News, پښتو - کور پاڼه
ژوندۍ پاڼه, د امریکا او ایران د خبرو له ناکامۍ وروسته، ټرمپ وايي د "هورمز تنګي د کلابندۍ" امر یې کړی دی
وروسته له هغې چې په اسلام اباد کې د امریکا او ایران پلاوي هوکړې ته سره و نه رسېدل، ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي چې امریکايي سمندري ځواکونه به د هورمز تنګي کلابندي پیل کړي. هغه همدا راز د اسلام اباد خبرو په اړه ویلي " " غونډه ښه مخکې لاړه او په ډېرو مواردو هوکړې ته ورسېدو خو یوه موضوع چې ډېر اهمیت لري موږ پرې توافق ته ونه رسېدو."
مهم خبرونه
د امریکا سرې کرښې، د ایران ځواب او د پاکستان هیلې؛ اوس به څه کېږي؟
د امریکايي پلاوي له روانېدو مخکې د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي ونس په لنډه خبري ناسته کې وویل " موږ له ایرانیانو سره پر یو شمېر مسایلو بنسټیز بحثونه وکړل خو بد خبر دا چې موږ کومې هوکړې ته ونه رسېدو." د خبرو د بې نتیجې له اعلان سره کارپوهان په دې باور دي چې د اسلام اباد خبرې نه یوازې دا چې تاریخي وې بلکې د دې ډېره شونتیا شته چې دوام وکړي.
افغانستان کې له ۱۲ میلیونو ډېرو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین ورکول کېږي
د افغانستان په نږدې ټولو ولایتونو کې د دوشنبې پر ورځ (اپرېل ۱۳مه) د ګوزڼ ضد (پولیو) واکسینو عمومي کمپاین پيلیږي. چارواکي وايي چې دې کمپاین کې به له ۱۲ نیم میلیونو زیاتو کوچنیانو ته واکسین ورکول شي.
مشهوره هندۍ سندرغاړې اشا بوسلې مړه شوې
د بالیووډ افسانوۍ سندرغاړې اشا بوسلې چې د هند کلتور نښه ګڼل کېده د ۹۲ کلنۍ په عمر مړه شوه. . د هندۍ موسیقۍ دغې ستورې په مومبی ښار کې وروسته له هغې ساه ورکړه چې د زړه د حملې له امله روغتون ته ولېږدول شوه. د هغې مړینه د بالیووډ په موسیقۍ کې د یوې دورې پای ګڼل کېږي. د هغې هنري ژوند څه باندې اته لسیزې دوام وکړ او تر ۱۲ زرو زیاتې سندرې یې ویلي دي. د بهوسلې ځانګړي غږ ګڼو فلمي سندرو ته ژوند ورکړ.
کوټه کې په هزاره توکمو برید کې دوه کسان وژل شوي او درې ژوبل دي
د پاکستان د بلوچستان ایالت مرکز کوټه کې د ناپېژانده وسله والو په برید کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي. کوټه کې پولیس وايي برید د " ښار هزار ګنجي سیمه کې شوی او هزاره توکمي وګړي پکې په نښه شوي دي."
څنګه په سفر کې د معدې د درد مخه ونیسو؟
بهرنیو هېوادونو ته سفر کول هغه څه دي چې ښايي موږ ډېر ورته په تمه یو. دا یو فرصت دی چې له ورځني تکراري ژونده ووځو، نوي ځایونه وګورو، بېلابېل خواړه وڅکو او داسې کارونه وکړو چې په عادي ډول یې د کولو موکه نه لرو.
لنډې ویډیوګانې
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
د امریکا او ایران خبرې: د اختلاف پنځه مهم ټکي څه کېدلی شي؟
امریکا او اسرائیلو سره د ایران د اوربند د خبرو اترو لپاره په ټاکل شوي ځای کې ټول چمتووالی بشپړ شوی او امنیتي کسان په خپلو ځایونو کې تیارسۍ ولاړ دي. د ښار دننه د سړک غاړې په ژیړ او تور رنګ تازه رنګ شوې دي. په اسلام اباد کې د مېلمنو د هرکلي لپاره ټول تدابیر نیول شوي دي.
"زوی مې پر درواغجنو ژمنو باور وکړ او طبي درملنه یې پرېښوده"
د کندهار د پنجوایي ولسوالۍ اوسېدونکی حبیب الله د خپل ۳۵ کلن زوی تر مرګ دوه کاله وروسته له بيبيسي سره خبرو کې وویل؛ زوی یې د درملنې لپاره یو داسې کس ته لېږلی و، چې ادعا یې کوله پر روحاني درملنه یې ګڼ خلک د سرطان او تلسیمیا یا د وینې کمښت له ناروغیو ژغورلي دي.
یونان راتلونکی کال له ۱۵ کلونو د کمعمره کسانو لپاره ټولنیزې رسنۍ بندوي
یونان اعلان کړی چې د راتلونکي کال له جنورۍ میاشت به له ۱۵ کلونو د کم عمره کسانو لپاره ټولنیزو رسنیو ته د لاسرسي محدودیت پلان عملي شي. د دغه هېواد چارواکو ویلي، د دې ګام موخه په ځوانانو کې د مخ پر زیاتېدونکي اضطراب یا روحي فشار او د خوب د ستونزو حلول دي. دوی همداراز وايي، ددغه ګام هدف د هغه څه مخنیوی دی چې دوی یې د ټولنیزو رسنیو روږدي کوونکی جوړښت بولي. له دې سره به دا وروستی اروپايي هېواد شي چې ټولنیزو شبکو ته د کم عمره کسانو لاسرسی محدودوي.
د ایران لپاره اوربند څه معنا لري او راتلونکي کې به څه کېږي؟
یوازې همدا څو ورځې وړاندې د تهران ښاروالۍ کې د اسلامي جمهوریت سخت دریځو مسوولینو د پلازمېنې په یوه له ګڼې ګوڼې ډکه څلور لارې کې یو لوی بینر ځوړند کړ، چې پرې لیکلي وو:"د هرمز تنګی به تړلی پاتې شي."
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۱۲ اپریل ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
ژوندۍ خپرونه واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۱۲ اپریل ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۱۲ اپریل ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان
واورئ, غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱۲ اپریل ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.












































