BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • ډرون عکس

    ژوندۍ پاڼه, د امریکا پوځ وايي، په تېرو دوو شپو کې یې د ایران ۱۷۰ هدفونه په نښه کړي

    د امریکا پوځ هغه ویډيو خپره کړې چې وايي، په تېرو دوو شپو کې یې په ایران کې ۱۷۰ هدفونه په نښه کړي دي. دا په تېرو ۴۸ ساعتونو کې پر ایران د امریکا د بریدونو دویمه څپه یا پړاو دی. په همدې حال کې ایران وايي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا مشر او د دغه سازمان سرمنشي ته یې د امریکا د بریدونو پر ضد اعتراض‌لیکونه لېږلي دي. دا یې هم ویلي چې تهران پر کوېت او بحرین بریدونه کړي.

  • د شاپور ځدراڼ جنازه

    ویډیو, د شاپور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته وسپارل شوه؛ زرګونه خلک ورغلي وو, موده 1,59

    د افغانستان د کرېکټ ملي‌ لوبډلې پخواني چټک توپ اچوونکي شاپور ځدراڼ جنازه نن په کابل کې په مرنجان تپه یا نادر خان غونډۍ کې خاورو ته وسپارل شوه. په جنازه کې یې زرګونه خلکو ګډون کړی و چې په کابل عیدګاه کې ترسره شوه. د بي‌بي‌سي خبریال سید عبدالله نظامي ورغلی و او په دغه رپوټ کې یې نور حال وړاندې کوي.

  • ارشیف تصویر

    بلوچستان؛ په تېرو څلورو ورځو کې د درېیو لویو امنیتي پېښو په هکله د پاکستان پوځ خبري غونډه کې څه وویل شول؟

    د پاکستاني پوځ عامه اړیکو اداره (ای اېس پي ار) وايي،په بلوچستان ایالت کې د تېرو څلورو ورځو په اوږدو کې د تاوتریخوالي په دریو لویو پېښو کې ټولټال ۴۲ کسان وژل شوي دي، چې پکې ۲۷ پولیس، ۱۱ پوځيان او ۴ ملکي وګړي شامل دي.

  • بلخ

    د طالبانو د حکومت له محدودیتونو سره له ایران او پاکستانه ستانه شوي کډوال څنګه ژوند کوي؟

    له ایرانه د میلیونونو افغانانو په څېر بېرته ستنېدلې فاطمه ابراهیمي وایي، په مزارشریف کې یې د وچو مېوو په یوه فابریکه کې د کار له لارې یو څه هیله موندلې ده. ۲۱ کلنې فاطمې ابراهیمي فرانس پرېس ته ویلي: "موږ په کورنۍ کې شپږ کسان یوو او یوازې زه کار کوم. " هغه څلور کاله په ایران کې اوسېدلې ده. هلته یې په زرغونو خونو (ګرین هاوسونو) او هم خیاطۍ کې کار کاوه، خو وروسته له هغه چې تهران د افغانانو پر وړاندې خپلې پالیسۍ سختې کړې، ایران پرېښودو ته اړه شوه.

  • شاپور ځدراڼ

    د شاپور ځدراڼ مړینې ته غبرګونونه: 'د میدان دننه او بهر اتل چې میراث به یې تلپاتې وي'

    د کرېکټ نړیوالې شورا (ICC) مشر، جي شاه د افغانستان د کرېکټ د پخواني لوبغاړي شاپور ځدراڼ پر مړینه خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د نوموړي یاد به د افغانستان د نړیوال کرېکټ په پرمختګ کې د خپل مهم رول له امله تل ژوندی وي. هغه د ۲۰۱۵ په نړیوال جام کې د شاپور ځدراڼ د نه هېرېدونکې لوبې یادونه هم کړې ده. د کرېکټ نړیوالې شورا مشر د شاپور ځدراڼ له کورنۍ، دوستانو او د افغانستان د کرېکټ له ټولې کورنۍ سره خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړې ده.

د ۲۰۲۶ نړیوال جام: لوبې او پایلې

د ګول وهلو زړه پورې شېبې، پایلې او بل پړاو ته د لوبډلو لار موندل

Skip لنډې ویډیوګانې and continue reading

لنډې ویډیوګانې

  • سیالۍ
  • د شاپور ځدراڼ جنازه کابل کې
  • وینزوېلا
  • مزار شریف
  • چین کې توپان
  • شاپور ځدراڼ
  • trump
  • د عبدالاحد مومند جنازه کابل کې
  • اران
  • هدایت الله همیم
  • کندهار
  • pet

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

  • هغه شېبه چې شاپور ځدراڼ د سکاټلنډ پر خلاف څلوریزه ووهله او افغانستان په پنځوس اوریزه نړیوال جام کې لومړنۍ بریا وګټله.

    شاپور ځدراڼ: "جدي کرېکټر، خندان او مهربان ملګری و"

    د افغانستان د کرېکټ د لومړنیو ورځو لوبغاړی شاپور ځدراڼ شاوخوا ۵ میاشتې هند کې د ناروغۍ پر بستر پروت و. پر دې دنګه ځواني د ژوند نهه درېشم پسرلی یې ونه لګېد او ده له دې نړۍ سترګې پټې کړې. د ۱۹۹۰ کلونو په وروستیو کې پېښور کې افغان کډوالو د کرېکټ ملي لوبډلې د جوړولو هڅې پیل کړې. شاپور ځدراڼ هم له افغان کرېکټ لوبډلې سره هغه وخت یو ځای شو.

  • جمعه خان فاتح

    درواز ته د ځواکونو استول کېدل او د فاتح د پخلاینې پیغام: ایا بدخشان کې ترینګلتیا کمه شوې؟

    په بدخشان کې د طالبانو د یوه مشهور ځايي قوماندان جمعه خان فاتح د نارضایتۍ په اړه د خبرونو تر خپرېدو وروسته، سرچینو بي‌بي‌سي ته ویلي چې د طالبانو حکومت د دغه ولایت درواز ته نوي امنیتي ځواکونه استولي دي. پخپله ښاغلي فاتح په یوه تازه غږیز پیغام کې چې د طالبانو حکومت ته نږدې "حریت" رسنۍ خپور کړی، دا رد کړې چې ګوندې له مشرتابه سره دې یې څه اختلاف راغلی وي.

  • کوشیرو تاناکا د احمدشاه مسعود تر څنګ ناست دی

    له هغه جاپاني سامورای سره مرکه چې د شوروي پر ضد جګړې لپاره افغانستان ته تللی و

    زه په جاپانۍ ژبه نه پوهېږم، ان په دې هم نه یم خبر چې په جاپانۍ ژبه کې 'سلام' ته څه وايي، نو کله مې چې له کوشیرو تاناکا سره د مرکې پرېکړه وکړه، دا زما لپاره یوه لویه ننګونه وه. ښاغلی تاناکا هغه جاپانی دی چې شاوخوا ۴۰ کاله وړاندې، له شوروي ځواکونو سره د جګړې لپاره، افغانستان ته تللی و. د مصنوعي ځیرکتیا د یوه پروګرام په مرسته مې د مرکې د بلنې متن جاپانۍ ژبې ته وژباړه، بیا مې دا ژباړه د مصنوعي ځیرکتیا په یوه بل کاریال وارزوله او ور و مې لېږله.

  • درس: منځنۍ دورې لپاره آنلاین زده کړې

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۹ جولای ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • واورئ, د اوونۍ بحث, ۱۶:۳۰, ۸ جولای ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده

    د اوونۍ پر مهمو مسايلو تفصيلي بحث

  • واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۸ جولای ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي