امریکا د 'سخت ګوزار ورکولو' له ګواښ وروسته پر ایران د بریدونو لړۍ بیا پیل کړه

د عکس سرچینه، Reuters
- Author, ماټ سپایوې
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۳ دقیقې
له هغه وروسته چې د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ اشارتاً وویل، چې د سې شنبې د شپې له متقابلو بریدونه وروسته به ''نن شپه بیا هم پر ایران سخت ګوزار وکړي''، امریکا پر ایران د بریدونو نوې لړۍ پیل کړه.
د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی چې د هېواد په سویلي سیمو کې، په ځانګړي ډول سیریک او بندر عباس کې، د چاودنو غږونه اورېدل شوې دي. دا دواړه بندري ښارونه د هرمز تنګي پر غاړه موقعیت لري، چې د نړۍ له مهمو سمندري لارو څخه یوه ګڼل کېږي.
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) په وینا، دا بریدونه د دې لپاره ترسره شوي چې ''د سمندري تګ راتګ د ازادۍ پر وړاندې د تهران د ګواښ وړتیا نوره هم کمزورې کړي'' او په هرمز تنګي کې د نړیوالو بېړیو امنیت خوندي وساتي.
ایران تر اوسه د دغو وروستیو بریدونو په اړه رسماً څه نه دي ویلي، خو لوړپوړو ایراني چارواکو مخکې خبرداری ورکړی و چې د امریکا هر ډول برید ته به ''سملاسي ځواب'' ورکړل شي.
د امریکا مرکزي قوماندانۍ زیاته کړه:
"متحده ایالات ایران د هغو وروستیو غیرموجه بریدونو مسوول ګڼي چې د یوې مهمې نړیوالې سمندري لارې له په اوږدو کې په ازاد ډول د تګ راتګ کوونکو سوداګریزو بېړیو او ملکي عملو پر ضد یې ترسره شوي دي."
د امریکا پوځ د سې شنبې په ورځ ویلي وو چې په تنګي کې پر درېیو نفت وړونکو بېړیو د بریدونو په غبرګون کې یې ''ځواکمن'' بریدونه ترسره کړي دي.
د سې شنبې او چهارشنبې ترمنځ د امریکا او ایران ترمنځ د بریدونو تبادله له هغه وخت راهیسې تر ټولو سخته بلل کېږي چې د جون په ۱۷مه د دواړو لورو ترمنځ هوکړه، چې د تفاهم یادداشت (ایم او یو) په نوم یادېږي، لاسلیک شوی و.
ټرمپ د چهارشنبې په ورځ وویل چې له ایران سره هغه د اوربند توافق، چې تېره میاشت لاسلیک شوی و، اوس ''پای ته رسېدلی'' دی. هغه زیاته کړه چې امریکا ''تېره شپه پر ایران ډېر سخت بریدونه کړي'' او ښايي ''نن شپه بیا هم سخت بریدونه وکړي''.
د دې څرګندونو په ځواب کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي پر اېکس ولیکل:
''موږ سپکاوي ته په سپکاوي ځواب نه ورکوو، بلکې بې له وېرې او په ډېرې مېړانې سره په عمل ځواب ورکوو.''
د امریکا او ایران ترمنځ په شوي توافق کې ۱۴ مادې شاملې وې. د دې هوکړې مهم ټکي داسې وي، چې د ۶۰ ورځو لپاره اوربند، د خبرو دوام د اوربند په موده کې، د هرمز تنګي له لارې د بېړیو خوندي تګ راتګ او پر ایران د امریکا د ځینو بندیزونو نرمول یا لېرې کول پکې شامل وو.
د خبرو لپاره ټاکل شوې ۶۰ ورځنۍ موده لا نه ده پوره شوې، خو ټرمپ ویلي چې هغه نورې خبرې «د وخت ضایع کول» بولي.






















