BBC News, پښتو - کور پاڼه

hegseth

ژوندۍ پاڼه,
د امریکا دفاع وزیر: د ایران د بندرونو کلابندي به تر هغې دوام وکړي چې اړتیا وي

د امریکا د دفاع وزیر پیټ هیګسیت وایي د ایران د بندرونو کلابندي به "هر څومره چې اړتیا وي" دوام وکړي. هغه همداراز په یوه خبري غونډه کې د ایران د اسلامي جمهوریت له چارواکو وغوښتل چې خپل بل ګام "په هوښیارۍ" واخلي. د امریکا د ګډو ځواکونو لوی درستیز ډان کېن هم په همدې غونډه کې وویل چې امریکايي ځواکونه چمتو دي "هره شېبه، ان سملاسي" د ایران پر ضد جګړه‌ییز عملیات بیا پیل کړي.

مهم خبرونه

  • حج او کعبه

    مکې مکرمې ته د کڼو مسلمانانو سفر "لکه خپل کور مې چې موندلی وي"

    جاني حسین په ۱۳ کلنۍ کې مکې مکرمې ته د خپل لومړني سفر یادونه ښه په یاد دي. هغه وايي: "زما په زړه دي‌ چې مور مې ژړل، خو زه نه پوهېدم چې ولې ژاړي او دا راته ډېرغمجن احساس و".

  • د ایران او امریکا بیرغونه چې مخې ته یې د سطرنج دوه وزیران ایښي

    د امریکا او ایران شخړه: څه پېښېدای شي؟ څلور احتمالي سناریوګانې

    هوکړې ته په رسېدو کې دا لومړني ناکامي او د نورو مذاکراتو احتمال څنګه ارزولی شو؟ ایا ایران او امریکا د یوه کنټرول شوي زیاتېدونکي کړکېچ پر لور روان دي، که خبره تر دې لویه ده او یوې پراخې نه‌مخنیوی کېدونکې جګړه کې ښکېلېږي؟ دا چې په راتلونکې کې څه پېښېدای شي، دلته یې پر څلورو احتمالي سناریوګانو غږېږو.

  • ۲۶ کلن سید محمد په امید کمپ‌ کې پنځه میاشتې تېرې کړې وې، اختر کې ورته کورته د ستنېدو اجازه ورکړل شوې وه.

    "اختر کې کور ته راته، خو ان مړی یې هم ونه موندل شو"

    ټاکل شوې وه ۲۶ کلن سید محمد له پنځې میاشتنې درملنې وروسته،‌اختر کې خپل کور ته ستون شي،‌ خو له اختره څو ورځې وړاندې یې د روږدو د درملنې پر مرکز د پاکستان هوايي برید کې ژوند وبایله. طالبانو د برید پړه پر پاکستان اچوي خو پاکستان وايي‌ پوځی تاسیسات یې په نښه کړي. د طالبانو حکومت روسیې ته وړاندیز کړی چې پېښې د ځای ارزولو لپاره یو مسلکي ټیم واستوي.

  • سویډن چارواکي هیله من دي، چې قلم او کاغذ ته بېرته ستنیدل به د سواد کچه ښه کړي

    قلم او کاغذ ته ستنېدل، د سویډن ښوونځیو ډیجیټل زدکړې کمې کړې

    د سویډن ټولګي لیپ ټاپونه د کتابونو، قلمونو او کاغذونو لپاره بدلوي، چې د ټیکنالوژۍ سکتور اندېښنې یې راپورته کړې.

  • د سوداګرۍ خونې پلاوی

    هرات کې د افغانستان ازبکستان د سوداګرۍ ګډه خونه پرانیستل شوه

    د افغانستان په لوېدیځ ښار هرات کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ ګډه خونه پرانېستل شوه. د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر، محمد یونس قاضي‌زاده، د دې ګډې خونې رامنځته کېدل ګټور بللي او وايي " دا به د اقتصادي ودې، د دواړو هېوادو ترمنځ د صنعتي همکاریو د پراختیا او ازبکستان سره د اقتصادي اړیکو لا پياوړي کولو کې مرسته وکړي".

لنډې ویډیوګانې

  • Archimedes
  • حج
  • Keyframe #1
  • هدایت الله همیم
  • pakistan
  • افتخار خان او مشتاق یوسفزی- اسلام اباد
  • photo
  • islamabad
  • وېنس
  • دمګر
  • لبنان

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

  • کارګران د اپریل پر ۱۳مه، ۲۰۲۶ د بغداد په ختیځ صدر ښار کې د خوراکي توکو په بازار کې د یوې لارۍ له شا څخه توکي ښکته کوي.

    د پيسو نړيوال صندوق خبرداری ورکړی چې که د ایران جګړه دوام وکړي نړۍ به له اقتصادي ځوړ سره مخ شي

    د پيسو نړيوال صندوق یا ای اېم اېف وايي که له ایران سره د امریکا او اسرائیلو جګړه دوام وکړي او د انرژۍ لوړې بيې همداسې پاتې شي، نړيوال اقتصاد به له مخ په ځوړ حالت سره مخامخ شي.

  • یوه لبنانۍ نړېدلې وداۍ مخې ته ولاړه ده

    لبنان سوله غواړي خو لومړی باید حزب الله قانع شي

    لبنان بیا په جګړې کې راګېر دی. د تېراګست میاشت کې د لبنان ولسمشر راته ویلي و"له موره خوشبین پیدا دی او باور لري چې د حزب الله د بې وسلې کولو مسئله به حل کړي". ولسمشر جورف عون، چې د پوځ پخوانی لوی درستیز دی، د اسراییلو او حزب الله ترمنخ تېر کال له ویجاړونکې جګړې وروسته په دې دنده وګومارل شو. ایران د حزب الله ډلې ملاتړ کوي. دې جنګ کې د حزب الله ګوند کمزوری شوی او عون ژمنه کړې وه چې دا ډله به بې وسلې کوي. دې په ظاهر سختې مسئلې له ډېره وخته لبنان وېشلی دی، خو هغه وخت ولسمشر عون دا باور درلود چې دا کار کوی شي.

  •  د واتیکان او سپینې ماڼۍ ترمنځ تاوتریخوالی له میاشتو راهیسې د ډېرېدو په حال کې و، مخکې له دې چې پاپ لاون د ایران د جګړې په اړه پر ټرمپ مستقیم تورونه پورې کړي.

    د امریکایي ولسمشر او "امریکایي پاپ" ترمنځ درې اختلافي خبرې

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او پاپ لاون ۱۴م د ایران د جګړې په اړه په یوې ښکاره او تنده لفظي شخړه کې ښکېل شوي دي. دا لومړی ځل دی چې پاپ په مخامخ ډول د ټرمپ نوم اخلي.

  • د هرمز تنګی

    د سمندري کلابندۍ اغېز به د ایران پر سوداګرۍ او اقتصاد څه وي؟

    د ایران د ګمرګ له خوا د خپرو شويو شمېرو له مخې دغه هېواد تېر کال شاوخوا ۱۵۰ میليونه ټنه غيرنفتي توکي چې نژدې ۵۲ ميليارده ارزښت یې درلود بهر ته صادر کړي دي. د راپور له مخې دغه هېواد د ۵۸ ميلياردو ډالرو په ارزښت شاوخوا ۴۱ میليونه ټنه توکي وارد کړي هم دي. د دغو توکيو د ډېرې برخې سوداګري له جنوبي بندرونو شوې چې اوس د امریکا له خوا کلابند شوي دي.

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱۷ اپریل ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي