BBC News, پښتو - کور پاڼه

ډونلډ ټرمپ

ژوندۍ پاڼه,
ټرمپ : ایران سره د خبرو بل پړاو اسلام اباد کې کېږي

د نیویارک پوسټ ورځپاڼې سره خبرو کې ولسمشر ټرمپ وویل دا خبرې به دوه ورځې وروسته ترسره کېږي. پاکستان کې دخبرو لومړنی پړاو بې نتیجې پای ته رسېدلی و. اخوا دایران د بندرنو کلابندي هم روانه ده. د کښتیو تعقیب ښيي چې د سمندري محاصرې له پیل راهیسې د ایران اړوند څلور بېړۍ د هرمز تنګي له لارې تېرې شوې دي. په دې کې درې یې د متحده ایالاتو تر بندیزونو لاندې وې. د متحده ایالاتو پوځ ویلي، دوی له پرون راهیسې د ایران ټوله ساحلي کرښه محاصره کړې او بېړۍ یې د هرمز تنګي له لارې د ایران بندرونو ته د تګ یا راتګ مخه نیسي. ایران ویلي چې د دوی بندرونو ته هر ډول ګواښ به د سیمې ټولو بندرونه له خطر سره مخامخ کړي.

مهم خبرونه

لنډې ویډیوګانې

  • هدایت الله همیم
  • pakistan
  • افتخار خان او مشتاق یوسفزی- اسلام اباد
  • photo
  • islamabad
  • وېنس
  • دمګر
  • لبنان
  • اټومي برید
  • غاده

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

  • د هرمز تنګی

    د سمندري کلابندۍ اغېز به د ایران پر سوداګرۍ او اقتصاد څه وي؟

    د ایران د ګمرګ له خوا د خپرو شويو شمېرو له مخې دغه هېواد تېر کال شاوخوا ۱۵۰ میليونه ټنه غيرنفتي توکي چې نژدې ۵۲ ميليارده ارزښت یې درلود بهر ته صادر کړي دي. د راپور له مخې دغه هېواد د ۵۸ ميلياردو ډالرو په ارزښت شاوخوا ۴۱ میليونه ټنه توکي وارد کړي هم دي. د دغو توکيو د ډېرې برخې سوداګري له جنوبي بندرونو شوې چې اوس د امریکا له خوا کلابند شوي دي.

  • قومندانه کوېل

    اسټرالیا په لومړي ځل یوه ښځه د پوځ مشره ټاکلې، دې په افغانستان کې هم دنده ترسره کړې

    اسټرالیا ډګر جنراله سوزان کوېل د خپلو دفاعي ځواکونو مشره ټاکلې ده. دا د دغه هېواد په تاریخ کې لومړی ځل دی چې د خپل پوځ مشري یوې ښځې ته سپاري. اغلې کوېل اوسمهال د اسټرالیا د نظامي ځواکونو د وړتیاو لوړونې د یوې روزنیزې، لوژيستیکي او د معلوماتي عملیاتو څانګې (جې‌سي‌جي) مشره ده او په افغانستان کې یې هم له ۲۰۰۳ تر ۲۰۱۹ د خپل هېواد د بېلابېلو پوځي ټولیو قومنده په غاړه لرله.

  • A screenshot from an AI-generated pro-Iran propaganda video showing an Iranian soldier chasing a US soldier

    هغه کس چې د ایران په پلوۍ د "لېګو" په بڼه تبلغیاتي ويډیوګانې جوړوي

    په لومړي نظر داسې ښکاري لکه د لېګو (Lego) په نوم فلم صحنې چې وي، که څه هم له رنګونو ډک کرکټرونه یې په چټک ډول خوځېږي. خو دغه ډېرې لاس په لاس شوې ويډيوګانې چې د مصنوعي ځیرکتیا پر مټ د لېګو پر بڼه جوړې شوي او د مړو ماشومانو، جنګي الوتکو او امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ انځورونه نندارې ته وړاندې کوي، په اصل کې د ایران په ګټه تبلیغات کوي.

  • Asha Bhonsle

    مشهوره هندۍ سندرغاړې اشا بوسلې مړه شوې

    د بالیووډ افسانوۍ سندرغاړې اشا بوسلې چې د هند کلتور نښه ګڼل کېده د ۹۲ کلنۍ په عمر مړه شوه. . د هندۍ موسیقۍ دغې ستورې په مومبی ښار کې وروسته له هغې ساه ورکړه چې د زړه د حملې له امله روغتون ته ولېږدول شوه. د هغې مړینه د بالیووډ په موسیقۍ کې د یوې دورې پای ګڼل کېږي. د هغې هنري ژوند څه باندې اته لسیزې دوام وکړ او تر ۱۲ زرو زیاتې سندرې یې ویلي دي. د بهوسلې ځانګړي غږ ګڼو فلمي سندرو ته ژوند ورکړ.

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱۵ اپریل ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي