BBC News, پښتو - کور پاڼه
ژوندۍ پاڼه, اسلام اباد کې د امریکا او ایران خبرې له هوکړې پرته پای ته ورسېدې
د امریکا او ایران تر منځ خبرې اترې به د يکشنبې په ورځ هم روانې وي د ایران او امریکا خبرې اترې، چې د پاکستان په منځګړیتوب په پلازمېنه اسلام اباد کې پیل شوې، بالاخره د یکشنبې په ورځ په ځايي وخت د سهار په ۳:۱۲ بجو پای ته ورسېدې. د ایران دولتي نشراتي ادارې (صدا او سيما) راپور ورکړ چې دا خبرې اترې به نن، یکشنبه، د پاکستان په وړاندیز او د مذاکره کونکو خواوو د موافقې په اساس دوام وکړي. په ورته وخت کې، ډونلډ ټرمپ ويلي چې هېواد یې "په هر حالت کې" بریالی دی او د خبرو اترو پایلو ته پاملرنه نه کوي. نوموړي ويلي له ایران سره موافقې ته رسېدل یا نه رسېدل "زما لپاره هېڅ توپیر نلري."
مهم خبرونه
کوټه کې په هزاره توکمو برید کې دوه کسان وژل شوي او درې ژوبل دي
د پاکستان د بلوچستان ایالت مرکز کوټه کې د ناپېژانده وسله والو په برید کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي. کوټه کې پولیس وايي برید د " ښار هزار ګنجي سیمه کې شوی او هزاره توکمي وګړي پکې په نښه شوي دي."
افغانستان کې له ۱۲ میلیونو ډېرو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین ورکول کېږي
د افغانستان په نږدې ټولو ولایتونو کې د دوشنبې پر ورځ (اپرېل ۱۳مه) د ګوزڼ ضد (پولیو) واکسینو عمومي کمپاین پيلیږي. چارواکي وايي چې دې کمپاین کې به له ۱۲ نیم میلیونو زیاتو کوچنیانو ته واکسین ورکول شي.
څنګه په سفر کې د معدې د درد مخه ونیسو؟
بهرنیو هېوادونو ته سفر کول هغه څه دي چې ښايي موږ ډېر ورته په تمه یو. دا یو فرصت دی چې له ورځني تکراري ژونده ووځو، نوي ځایونه وګورو، بېلابېل خواړه وڅکو او داسې کارونه وکړو چې په عادي ډول یې د کولو موکه نه لرو.
ښې روغتیا لپاره کوم خواړه وخورو؟
د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال بریتانیا کې حکومت د خوراکي توکو د وېش داسې محدودیت ولګاوه چې کورنیو ته یې هره اوونۍ یوه ټاکلې اندازه خوراک ورکاوه. د دې کار موخه دا وه چې خلک وکولای شي خپلې تغذیوي اړتیاوې پوره کړي او په ورته وخت کې داسې ډاډ ترلاسه شي چې خواړه په ټول هېواد کې په مساوي ډول وېشل کېږي. بوره یو له هغو خوراکي توکو وه چې وېش یې محدود شوی و.
د تېلو بیو لوړېدو امریکا کې انفلاسیون دوو کلونو کې تر ټولو لوړې کچې ته ورساوه
په تېره میاشت کې په متحده ایالاتو کې انفلاسیون (د بیو لوړوالی) نږدې د تېرو دوو کلونو تر ټولو لوړې کچې ته ورسید. دا زیاتوالی د تېلو د بیو د لوړېدو له امله دی چې له ایران سره د امریکا او اسرائیلو د جګړې له امله رامینځته شوی او اوس یې پر ټول اقتصاد اغېزه کړې ده.
لنډې ویډیوګانې
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
د امریکا او ایران خبرې: د اختلاف پنځه مهم ټکي څه کېدلی شي؟
امریکا او اسرائیلو سره د ایران د اوربند د خبرو اترو لپاره په ټاکل شوي ځای کې ټول چمتووالی بشپړ شوی او امنیتي کسان په خپلو ځایونو کې تیارسۍ ولاړ دي. د ښار دننه د سړک غاړې په ژیړ او تور رنګ تازه رنګ شوې دي. په اسلام اباد کې د مېلمنو د هرکلي لپاره ټول تدابیر نیول شوي دي.
"زوی مې پر درواغجنو ژمنو باور وکړ او طبي درملنه یې پرېښوده"
د کندهار د پنجوایي ولسوالۍ اوسېدونکی حبیب الله د خپل ۳۵ کلن زوی تر مرګ دوه کاله وروسته له بيبيسي سره خبرو کې وویل؛ زوی یې د درملنې لپاره یو داسې کس ته لېږلی و، چې ادعا یې کوله پر روحاني درملنه یې ګڼ خلک د سرطان او تلسیمیا یا د وینې کمښت له ناروغیو ژغورلي دي.
یونان راتلونکی کال له ۱۵ کلونو د کمعمره کسانو لپاره ټولنیزې رسنۍ بندوي
یونان اعلان کړی چې د راتلونکي کال له جنورۍ میاشت به له ۱۵ کلونو د کم عمره کسانو لپاره ټولنیزو رسنیو ته د لاسرسي محدودیت پلان عملي شي. د دغه هېواد چارواکو ویلي، د دې ګام موخه په ځوانانو کې د مخ پر زیاتېدونکي اضطراب یا روحي فشار او د خوب د ستونزو حلول دي. دوی همداراز وايي، ددغه ګام هدف د هغه څه مخنیوی دی چې دوی یې د ټولنیزو رسنیو روږدي کوونکی جوړښت بولي. له دې سره به دا وروستی اروپايي هېواد شي چې ټولنیزو شبکو ته د کم عمره کسانو لاسرسی محدودوي.
د ایران لپاره اوربند څه معنا لري او راتلونکي کې به څه کېږي؟
یوازې همدا څو ورځې وړاندې د تهران ښاروالۍ کې د اسلامي جمهوریت سخت دریځو مسوولینو د پلازمېنې په یوه له ګڼې ګوڼې ډکه څلور لارې کې یو لوی بینر ځوړند کړ، چې پرې لیکلي وو:"د هرمز تنګی به تړلی پاتې شي."
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۱۲ اپریل ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان
واورئ, غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱۲ اپریل ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۱۱ اپریل ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۱۱ اپریل ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.












































