BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • له ښي لوري کیڼ ته: مولوي حبیب الله اغا، هبت الله اخوندزاده او مولوي عبدالحکیم حقاني.

    نړیواله جنایي محکمه: د طالبانو مشر د نیولو د حکم جزییات خپاره کړي

    نړیوالې جنايي محکمې (ای سي سي) د نیونې هغو امرونو په اړه نور جزئیات خپاره کړي چې تېر کال یې د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده او د طالبانو حکومت سترې محکمې د رئیس عبدالحکیم حقاني پر ضد صادر کړي وو. د دغو امرونو بشپړ متن تر اوسه پورې محرم یا پټ ساتل شوی و، خو د دوشنبې په ورځ (۱۳ تله) دې نړیوالې محکمې د هغو قاضیانو موندنې خپرې کړې چې یاد حکمونه یې صادر کړي وو. بل لور په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر ایکس ټولنیزه شبکه یوه پیغام کې د دغې پرېکړې په غبرګون کې دا اقدام غندلی او لیکلي یې دي چې دوی ''نړیواله جنايي محکمه'' په رسمیت نه پېژني او دریځونو ته یې ارزښت نه ورکوي.

  • بنون سیوان

    د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو پخوانی استازی بنون سیوان مړ شو

    د ملګرو ملتونو د سرمنشي پخوانی مرستیال او تجربه لرونکی ډېپلومات د ۸۹ کلنو په عمر په قبرس کې مړ شوی دی. د هغه د کورنۍ یوې نږدې سرچینې بي‌بي‌سي ته وویل چې ښاغلي سیوان تېره شپه (دوشنبه، تله ۱۳/اکتوبر ۵) د قبرس په پلازمېنه نیکوزیا کې په خپل کور کې ساه ورکړه.

  • د افغان کډوالو کمپ په افغانستان کې

    استوګنځیو نړيواله ورځ؛ افغان ستانه شوي کډوال د سرپناه له ستونزو سرټکوي

    په افغانستان کې چې له وړاندې هم په کې د مناسب استوګنځي لرل خلکو ته یوه جدي ننګونه وه په وروستیو کلونو کې له ایران او پاکستانه د میلیونونو افغان کډوالو له بېرته ستنېدو سره د ملګرو ملتونو په وینا دا مسئله څو برابره ډېره شوې ده. ملګرو ملتونو د استوګنځیو پر نړیواله ورځ ټینګار کړی چې افغانستان کې د مناسبو استوګنځیو برابرول ډېره بېړنۍ او ژوند ژغورونکې چاره ده. د کمال الدين په نامه یو افغان چې څه موده وړاندې د پاکستان له پنجاب ایالته افغانستان ته ستون شوی وایي دی او ګڼ نور کډوال د سرپناه له ستونزو سره مخامخ دي.

  • امیر خان متقي

    "پاکستان د افغانستان ثبات له منځه وړلو لپاره ډیورنډ کرښې ته څېرمه زرګونه وسله وال راټول کړي"

    د افغانستان په اړه د 'مسکو فارمټ' د مشورتي ناستې اتمه غونډه نن، دوشنبه، په مسکو کې پیل شوه. په دې غونډه کې به په افغانستان او د دغه هېواد شاوخوا د روان وضعیت په اړه خبرې وشي، چې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ روانې شخړې موضوع هم پکې شامله ده.

  • د یکشنبې په ورځ نژدې ۵۰۰۰ کسان سړکونو ته راووتل چې د خان د تحریک انصاف ګوند سور او شین بیرغونه یې په لاسونو کې وو.

    د پخواني لومړي وزیر عمران خان پلویان د پاکستان پلازمېنې پر لور لاریون کوي

    د پاکستان د پخواني زنداني شوي لومړي وزیر عمران خان زرګونه پلويان د هغه د خوشي کېدو غوښتنې لپاره د پلازمېنې اسلام اباد پر لور 'اوږد لاريون' کوي. د ۷۳ کلن عمران خان د روغتیا په اړه اندېښنې په وروستیو میاشتو کې زیاتې شوې دي. د هغه کورنۍ ادعا کوي چې د زندان چارواکو د لازم اقدام نه کولو له امله هغه د خپلې ښۍ سترګې ډېره برخه ليد له لاسه ورکړی دی. دغه پخواني کرېکټ لوبغاړی او سیاستوال ته، چې له سلو په زیاتو قضیو کې تورن دی، تېر کال د اداري فساد په یوه قضیه کې د ۱۷ کلونو بند سزا واورول شوه. عمران خان تل ویلي چې د ده پر ضد "ټولې قضیې سیاسي انګېزه" لري.

  • په دې کې ښکاري چې هګۍ په یوه کاسه کې اچول شوې او کاشقې باندې د هګۍ ژېړ اخیستل شوی دی.

    د هګۍ ژېړ د زړه حملې خطر ډېروي او که نه او د ورځې څو هګۍ خوړلی شو؟

    هګۍ ته په ټوله نړۍ کې بدن او روغتیا ته د ګټورو خوړو په سترګه کتل کېږي خو بیا یې هم په اړه له خلکو سره بېلابېلې پوښتنې او اندېښنې شته. لکه: د چرګې هګۍ خو به د وینې غوړ یا کولېسټرول نه ډېروي؟ د ورځې څو هګۍ خوړلی شو؟ د کورنیو چرګو هګۍ ښې دي او که د فارمي؟ پخه هګۍ ښه ده او که اومه؟ که سپين یې وخورو او ژېړ یې پرېږدو نو بیا...؟

  • مکې تړون

    د 'مکې دفاعي تړون' غړي غونډه کوي، له حوثیانو سره د خبرو لپاره د ایران منځګړیتوب پر وړاندیز به غور کېږي

    دا غونډه داسې مهال کېږي چې د سعودي عرب له ملاتړه برخمن د یمن حکومت د ایران له ملاتړه برخمنې انصارالله (حوثي) ډلې پر ضد د پراخو پوځي عملیاتو د پیل اعلان کړی دی. د دغو عملیاتو موخه د هغو سیمو بېرته نیول ښودل شوي چې اوسمهال د حوثیانو تر ولکې لاندې دي.

  • د واخان کاریدور

    د طالبانو حکومت له چین سره د نښلوونکي واخان دهلیز سړک پرانیست

    د طالبانو حکومت د افغانستان شمال ختیخ کې له چین سره د نښلوونکي واخان دهلیز د سړک پروژې د بشپړېدو اعلان وکړ. د دې پروژې مسوول محمد اسماعیل بدر ویلي: "اوس موږ له چین سره په مستقیم ډول وصل یو. که هر رنګه موټر وي، که غټ وي‌، که وړ وي، اوس هلته رسېدلی شي." د طالبانو حکومت چارواکي وایي، دغه پروژه افغانستان لپاره سیاسي، اقتصادي او ترانزیټي اهمیت لري.

  • ارشیف

    د پاکستان تحریک انصاف ګوند: د سهیل اپریدي په مشرۍ له لکي مروت سیمې لاریون پیل شوی

    د پاکستان له فدرالي حکومت سره د خبرو له ناکامۍ وروسته، د پاکستان تحریک انصاف ګوند د خیبر پښتونخوا د اعلیٰ وزیر سهیل اپریدي په مشرۍ له لکي مروت سیمې هغه لاریون پیل کړی، چې دوی د لانګ مارچ نوم ورکړی دی. د لاریون په پیل کې د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر ګډونوالو ته په وینا کې وویل، نن به د خیبر سیمې پر لور وخوځېږي او په وینا یې تمه ده چې د دوشنبې تر ورځې پورې به د ده په خبره په خیبر کې د ګډونوالو شمېر میلیونونو ته ورسېږي.

لنډې ویډیوګانې پریږدئ او دوام ورکړئ

لنډې ویډیوګانې

  • ریښتیا هم د هګۍ ژېړ د زړه حملې خطر ډېروي؟
  • Keyframe #1
  • دوه عکسونه يو ځای شوي چې يوه کې پوتین او بل کې افغان طالبان دي.
  • کرېکټ
  • مالګه
  • د پښو پر تلو د پیازو ایښودل
  • اوږده نڅا
  • لاشخور 'کرګس' مرغه
  • Keyframe #1
  • رسیل
  • د ۴۰۶ منډو هدف او پینځه سلیزې، د یوې کمسارې یو ورځنۍ کرېکټ لوبې کیسه

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټیلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

د ټرمپ د ولسمشرۍ دویمه دوره

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

د منځني ختیځ کړکېچ

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۶ اکتوبر ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان

  • واورئ, غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۶ اکتوبر ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي