د پيشوګانو سترګې څنګه څېړونکي د انځور اخیستنې ټیکنالوژۍ پراختیا ته هڅوي؟

مقطع عرضي لوجه قطة يبرز عينيها الخضراوين ذواتَي بؤبؤ عمودي الشكل
    • Author, كاثرين هيثوود
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۷ دقیقې

د ۱۹۳۳ کال په یوه داسې شپه چې هر څه لړو یا ګردونو په سر اخیستي وو، پرسي شو په خپل موټر کې د کور لوري ته روان و، چې د سړک پر غاړه یوه رڼا وبرېښېده او هغه یې درېدو ته اړ کړ.

عام روایت وايي چې د دې رڼا سرچینه یوه پیشو وه، چې د موټر د مخکینیو څراغونو رڼا یې په سترګو کې منعکسه شوه او مخامخ بېرته د شو لوري ته راستنه شوه.

بي بي سي سره په خبرو کې د هغه د وراره لمسۍ، ګلینډا شو، وویل"کله چې پرسي شو ودرېد، پوه شو چې په ناسم لوري روان و او که دا رڼا یې نه وای لیدلې، نو په یوه ژوره دره (ګړنګ) کې د لوېدو په حال کې و."

له همدې امله، دې شېبې نه یوازې د پرسي شو ژوند وژغوره، ورسره هغه ته یې الهام ورکړ چې پر سړکونو انعکاس ورکوونکې دړې ولګول شي، څه چې بریتانویان ورته د پیشو سترګې وايي.

په ۱۹۷۶ کال کې د شو د مړینې پر مهال، له دې "د پيشو سترګو" نښو ۱۵ میلیونه دانې جوړې شوې وې، او تر ننه په ټوله نړۍ کې کارول کېږي.

سړی ناست دی او د سړک نښې هم یوې څنډه کې معلومېږي.
د عکس تشریح، پرسي شا د سړک لپاره د څراخ نښو اختراع وکړه چې اوس نړۍ کې پر بېلابېلو بڼو کارول کېږي.

د هغه د وراره د لمسۍ په وینا، پرسي شو د "پیشو سترګو" د اختراع په لاره کې د "ازموینې او تېروتنې" تګلاره تعقیب کړه. هغې وویل چې نوموړی "په فزیک، د رڼا په انعکاس او انکسار، او د زاویو او ابعادو په برخه کې ماهر نه و، او په خپله یې د دې مسلې په موندلو او کشفولو پیل وکړ."

هغه لومړنۍ ډیزاین چې ښاغلي شو جوړ کړی و، د پیشو د سترګو له نهايي ډیزاین سره سمون نه درلود؛ سره له دې هم، هغه هڅه وکړه چې د ښيښه ییزو دانو (ګوهرونو) په کارولو سره د هغې رڼا انعکاس کړي چې په هغې شپه کې یې پر سړک دی تم کړی و.

د پيشو سترګې څنګه ځلېږي؟

د ټینیسي پوهنتون د وترنرۍ د سترګو د متخصصې او څېړونکې "براینډي فوټ" په وینا، د پېشو سترګې په تیاره کې داسې برېښي چې ګویا ځلېږي، او دا د رټینا (شبکیې) تر شا د یوې انعکاس کوونکې بافتي طبقې له امله ده چې د " سترګو د رڼې پردې" (Tapetum lucidum) په نوم یادېږي. دا هغه ځانګړنه ده چې انسانان یې نه لري.

دا انعکاس کوونکې طبقه د پیشو سترګه پر یوې هندارې بدلوي، چې په لږه رڼا کې د شپې له خوا د ښکار کولو پر مهال د هغې د لیدلو وړتیا لوړوي؛ ځکه دا طبقې سترګې ته دویمه موکه ورکوي چې هغه رڼا جذب کړي چې که دا طبقه نه وای، نو نه یې شوه ترلاسه کولی.

څېړونکې براینډي فوټ وايي "کله چې رڼا کوم نور اخیستونکې شونتیا ونه مومي، نو له منځه ځي؛ خو د هغو سترګو په ساحه کې چې دا انعکاس کوونکی روڼ بساط لري (لکه د پیشو سترګې)، رڼا د دې پردې سره د لګېدو پر مهال چې د اینې په توګه کار کوي داسې څه مومي چې انعکاس پرې وکړي او بېرته د بل نور اخیستونکي په لوري ورباندې راستنه شي."

نوموړې څېړونکې د دې تمبېدلې رڼا د روښانتیا د احساس لامل دا ښيي چې د سترګې کاسه (حدقه) تر ډېره په تیاره چاپیریال کې پراخېږي، چې دا کار د دې روښانتیا احساس نور هم غښتلی کوي.

د دې رڼا رنګ له یوه پیشو تر بله توپیر کوي، چې له نارنجي او ژېړ پیل او تر زرغون پورې رسېږي، او دا د هغو رنګدانو (صبغاتو) پر بنسټ وي چې په هغه نسجونو کې شته دی.

او یوازې پیشوګان نه دي چې د رڼا انعکاسوونکو سترګو دا ځانګړتیا لري، نور ژوي هم شته چې سترګې یې ځلېږي، لکه سپي، اسونه او غواګانې هم دا ځانګړنې لري.

د پرسي شو له موندنې لسیزې وروسته، اوسمهال انجینران د پیشو د سترګو له تشریح (اناتومي) په الهام اخیستو سره د لوړ کیفیت لرونکي انځور اخیستنې ټیکنالوژۍ او داسې کامرو ډیزاینولو ته مخه کوي چې په روبوټونو، بې پیلوټه الوتکو، او خپله چلېدونکو موټرو کې لګول کېږي.

له دغو انجینرانو یو هم "یانګ مین سونګ" دی، چې د کوریا د علومو او ټیکنالوژۍ د پرمختللي انسټیټیوټ (KAIST) کې د برېښنایي انجینرۍ څېړونکی دی. هغه غواړي داسې کامره جوړه کړي چې په بېلابېل چاپېریال کې د کار کولو وړتیا ولري او له پېچلي چاپېریاله هم روښانه انځور واخلي.

د دې موخې لپاره، سونګ په لومړیو کې هڅه وکړه چې د پيشو د سترګو د انعکاسوونکي رڼې پردې کاپي اونقل کړي. په پیشوګانو کې دا طبقه له داسې حجرو جوړه شوې ده چې امسا ډوله کرسټالونه له ریبوفلاوین او زنک عناصر لري او په داسې بڼه تیار شوي دي چې رڼا ولېږدوي.

خو په ازموینه کې څېړونکي ته ثابته شوه چې د دې "نانو" جوړښت جوړول خورا ستونزمن کار دی. له همدې امله، هغه او د هغه کارډي ډلګۍ له هغې طبقې د ګټې اخیستنې پر ځای د سپینو زرو له یوې انعکاسوونکې مادې کار واخیست، او دا ماده یې د انځور د لید (Image Sensor) تر شا د یو مصنوعي انعکاسوونکي په توګه وکاروله. په دې توګه، دوی وتوانېدل چې د کامرې له خوا د لیدل کېدونکې رڼا جذب ۵۲ سلنه لوړ کړي.

له هغې وروسته، څېړونکی سونګ د پیشو د سترګو بلې ځانګړتیا ته ځیر شو چې هغه د سترګې په مردکیو کې عمودي ژور درز دی چې رڼا ترې ځلېږي. څېړونکي پر دې باور دي چې دا "تنګ عمودي" درز له پیشو سره د واټن په اندازه کولو کې مرسته کوي، چې وکولای شي خپل ښکار ان تر ګڼو وښو لاندې هم په نښه کړي.

په دې اړه، څېړونکي سونګ وویل: "اسانه نه ده که زه وکولای شم داسې کامره جوړه کړم چې د پيشو د سترګې په څېر عمودي مردکۍ ولري، دا به په انځورونو کې د هغو ټولو ګډوډوونکو شالیدونو (Backgrouds) په له منځه وړلو کې مرسته وکړي چې ښکاري، او په نښه شوي جسم د روڼتیا او پېژندنې کچه به لوړه کړي."

د اوسنیو کمپیوټرونو د لید وسیلې کولی شي په نښه شوی جسم له شاوخوا چاپېریاله جلا کړي، کټ مټ لکه پرمختللي ځیرک ټلیفونونه چې په عکسونو کې شالید (Background) پټ یا تتولی شي، خو د دې کار ترسره کول یوه پېچلي بهیر ته اړتیا لري.

د څېړونکي سونګ مفکوره دا وه چې دا وړتیا مخامخ د کامرې دننه ځای کړي، چې دا د پردې د داسې پرانیستې برخې ډیزاین و چې د پیشو د عمودي مردکۍ بڼه ولري.

د دې مفکورې د ازموینې لپاره، د سونګ کاري ډلې له دوو بېلابېلو کامرو په ګټې اخیستلو سره د ګڼې ګوڼې چاپېریال کې له یوه څه عکس واخیست: یوه کامره له عمودي لینز سره وه، او بله له عادي دایروي لینز سره.

په هغه عکس کې چې له دایروي لینز لرونکې کامرې سره واخیستل شو، په نښه شوی جسم او د شالید توکي تر یوه بریده روښانه او روڼ ښکارېدل. خو په هغه کامره کې چې عمودي لینز یې درلود، په نښه شوی جسم د شالید د توکو په پرتله خورا څرګند او روښانه ښکارېده.

اوسمهال، د پردې دا خلاصول باید په لاسي ډول بدل شي پر ځای د دې چې د نورو کچو سره سم د پيشو د سترګې په څېر په سم لاسي ډول برابر شي دا یوه داسې ننګونه ده چې سونګ وايي غواړي په راتلونکي کې یې ورته لاره چاره وګوري.

نور لینزونه چې د کاپي کولو وړ دي

د پیشو له سترګو د الهام اخیستل شویو کامرو سربېره، څېړونکي سونګ او د هغه کار ډله د نورو ژویو له سترګو په هڅېدنې سره د ډېرو نورو کامرو پر پراختیا هم کار کړی دی. هغه پر دې اند دی چې له طبیعته د الهام اخیستل شویو په سلګونو ډیزاینونو د پراخولو شونتیا شته.

د پیشو سر
د عکس تشریح، د پیشو سترګې د شپې له مخې ځلیږي؛ دا د یوې داسې ځانګړتیا له امله ده چې ورته د تیارې پر مهال د ښکار کولو وړتیا وربخښي.

په ۲۰۱۳ کال کې، سونګ د مچۍ له سترګې په الهام اخیستل شوې کامرې ډیزاین ته لار وموندله. څېړونکی پر دې باور دی چې "مچۍ د خپلو جسمونو په پرتله لويې سترګې لري، چې دا یې ډاډمنوي چې په ورته شېبه کې ټولو لوریو ته وګوري."

سونګ پر دې ګروهه دی چې دا کامره د پراخې سیمې د پوښښ په لوړې وړتیا او د توکو په خورا چټګې معلومونه کې ځانګړې ده، چې دا یې "په روبوټیکو ډرون الوتکو کې د کارولو لپاره وړتیا" ورکوي.

څېړنیزې ډلې د باز د سترګې په څېر له یوه لینز سره کامره چمتو کړې ده، چې د لید سیمه یې په مرکز کې د یوه خورا روښانه او لوی کړي انځور د اخیستلو وړتیا لري، په داسې حال کې چې په ټیټ کچه هم د شاوخوا پراخې سیمې انځورولو هم په کې وي.

سپین زر
د عکس تشریح، د پیشو د سترګې په بڼه جوړې شوې کامرې د انځور په لینز کې د سپینو زرو انعکاسوونکي مواد ځای پر ځای شوي دي.

څېړونکی سونګ دا پوښتنه راپورته کوي چې د کامرې په پراختیا کې د کوم ژوي سترګې د نقلولو لپاره غوره کېدلی شي.

اوسمهال سونګ د ټوپ وهونکي غڼې یا جولاګي د سترګې پر څېړنه بوخت دی، چې په طبیعت کې د سترګو یو له خورا ځانګړو هغوبلل کېږي. غڼه یا جولاګی " اته سترګې مخکې، غاړې او شا ته لري چې په ټولو لوریو کې د لید وړتیا وربخښي.

دغڼې انځور
د عکس تشریح، څېړونکی سونګ د داسې خورا ځانګړو کامرو پر ډیزاین کار کوي چې د بېلابېلو ژویو، په ځانګړې توګه د ټوپ وهونکي غڼې د سترګو نقل کوي.

هممهاله د خپلې مخکینۍ سترګې په وسیله کولی شي ژوروالی په سم ډول ووینی."

د غڼې د پړاویزو طبقو لرونکې شبکې د درلودلو له امله د واټن د خورا کره معلومولو لوړه وړتیا لري، چې "دا ورته موکې ورکوي چې سم محاسبه شوي ټوپونه ووهي بې له دې چې خپل هدف وبایلي."

څېړونکی پر دې باور دی چې که دا ډول کامرې د دې غڼې یا جولاګي د سترګې په بڼه چمتو شي، نو د هغو دندو لپاره کارول کېدلی شي چې د واټن کره اندازې ته اړتیا لري، لکه د توغندیو د لارښوونې په اډانه کې کارېدونکې وسیله چې واټن معلومول یې دنده ده.

د اوسنیو کامرو ډېر ډولونه د انسان له سترګې نقل شوي، لکه چې د ګرځنده ټلیفونونو پر کامرو لیدل کېږي، سونګ انګېري چې د ژویو د لید سیسټمونو ته ورته کامرو تیارول به په ځانګړو چارو کې مرسته وکړي، "که د روبوټونو په صنعت کې وي، که پر بې پیلوټه (ډرون) الوتکو کې وي، یا د راتلونکي نسل په هر ډول روبوټیک اډانه کې کارېدلی شي."