استوګنځیو نړيواله ورځ؛ افغان ستانه شوي کډوال د سرپناه له ستونزو سرټکوي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, ابراهيم اميري
- دنده, بي بي سي، لندن
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۲ دقیقې
په افغانستان کې چې له وړاندې هم په کې د مناسب استوګنځي لرل خلکو ته یوه جدي ننګونه وه په وروستیو کلونو کې له ایران او پاکستانه د میلیونونو افغان کډوالو له بېرته ستنېدو سره د ملګرو ملتونو په وینا دا مسئله څو برابره ډېره شوې ده.
ملګرو ملتونو د استوګنځیو پر نړیواله ورځ ټینګار کړی چې افغانستان کې د مناسبو استوګنځیو برابرول ډېره بېړنۍ او ژوند ژغورونکې چاره ده.
د کمال الدين په نامه یو افغان چې څه موده وړاندې د پاکستان له پنجاب ایالته افغانستان ته ستون شوی وایي دی او ګڼ نور کډوال د سرپناه له ستونزو سره مخامخ دي.
نوموړی وايي، "په پلچرخي سیمه کې د کرايې په کور کې اوسېږم. د بغلان ولایت یم چې څومره مهاجرين راغلي يوو په شمول زما ټول له مشکلاتو سره مخامخ دي، ژمی هم راراوان دی نو باید دې ته پاملرنه او توجه وشي."
ملګري ملتونه وايي، د ۲۰۲۳ کال له وروستیو تر اوسه څه باندې شپږ میلیونه افغان کډوال له ایران او پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي او اټکل دی چې د افغان کډوالو د اجباري ایستلو د لړۍ له روان پاتې کېدو سره به دا شمېر لا لوړ شي.
د ملګرو ملتونو د استوګنځیو ادارې (یو اېن هبیټاټ) ویلي، د افغان کډوالو بېرته ستنېدو د سرپناه او استوګنځیو پراخې اړتیاوې رامنځ ته کړې دي.
دغې ادارې د استوګنځیو اړتیا ته په اشارې ویلي چې اوس مهال له افغان کډوالو سره کېدونکی ملاتړ کافي نه دی ځکه چې بېرته ستنېدونکي افغانان سرپناه او استوګنځیو ته سخته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو د استوګنځیو ادارې تېر کال ویلي وو چې د کابل په هرو پنځو اوسېدونکو کې یو یې په غیر معیاري استوګنځیو کې ژوند کوي چې له امله یې د ورښتونو، سختو زلزلو ، سېلابونو او نورو طبیعي پېښو پر مهال د کور چتونو د لوېدو په پېښو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون خلک مړه شوي دي.
د دې ادارې په وینا د ځمکې لاندې د اوبو د کچې د سختې ټیټېدنې تر څنګ د څښاک د پاکو اوبو زیاتېدونکی کمښت او د فاضله اوبو له امله ککړتیا، هغه نورې ستونزې دي چې د پلازمېنې او د افغانستان د ځینو نورو لویو ښارونو اوسېدونکي ورسره مخامخ دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ملګرو ملتونو په وینا مناسب استوګنځي د بشري کرامت، امنیت او هوساینې له بنسټیزو اړتیاوو دي خو نړۍ لا هم د استوګنځایونو له سخت بحران سره مخامخ ده.
دا اداره وايي، په ټوله نړۍ کې له درېیو میلیاردو ډېر کسان مناسب استوګنځایونه نه لري، یو اعشاریه یو میلیارد په غیر رسمي سیمو کې ژوند کوي او سلګونه میلیونه نور بې کوره دي.
ملګري ملتونه وايي، مناسب استوګنځي ته لاسرسی یوې هر اړخیزې داسې تګلارې ته اړتیا لري چې د ټیت عاید لرونکو کورنیو، بې کورو کسانو، د کړکېچونو له امله زیانمن شویو ټولنو او هغو کسانو اړتیاوې په پام کې ونیسي چې د بې ځایه کېدو له خطر سره مخامخ دي.
دې ټولنې ویلي، داسې منظمو ښارګوټو ته اړتیا ده چې مناسب چوپړونه په کې په پام کې نیول شوي وي، او ټینګار یې کړی چې د استوګنځایونو حل لارې باید داسې وي چې د اقلیم بدلون پر وړاندې ټینګیدونکې وي او د ټولنو کلتوري شرایط په کې په پام کې نیول شوي وي.


















