امیر خان متقي: "پاکستان د افغانستان ثبات له منځه وړلو لپاره ډیورنډ کرښې ته څېرمه زرګونه وسله وال راټول کړي"

د افغانستان په اړه د 'مسکو فارمټ' د مشورتي ناستې اتمه غونډه
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

د افغانستان په اړه د 'مسکو فارمټ' د مشورتي ناستې اتمه غونډه نن، دوشنبه، په مسکو کې پیل شوه. په دې غونډه کې به په افغانستان او د دغه هېواد شاوخوا د روان وضعیت په اړه خبرې وشي، چې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ روانې شخړې موضوع هم پکې شامله ده.

غونډې ته د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي هم وینا وکړه.

نوموړي په افغانستان کې د امنیت ټینګښت او نشه يي توکو کرکیلې او قاچاقاق د مخنیوي اقداماتو یادونه وکړه او دا یې د خپل حکومت مهمې لاسته راوړنې وبللې.

ښاغلي متقي غونډې ته په وینا کې د افغانستان او پاکستان تر منځ وروستي کړکېچ ته هم اشاره وکړه او په وینا یې دوی د خبرو او دیپلوماسۍ له لارې د هر ډول مسایلو په حل باور لري. نوموړي وویل: ''افغانستان نه غواړي دا موضوع په متقابلو تورونو او د تبلیغاتو په میدان بدله شي.''

ښاغلي متقي وویل، د دوی هدف د ستونزې د دوام لپاره د نویو وسیلو پیدا کول نه دي، بلکې په خبره یې دوی غواړي ستونزو ته حل وموندل شي، خو ادعا یې وکړه: ''په تاسف سره وایم، چې د پاکستان پر سیاست حاکم نظامي رژیم یو غیر سیاسي طرف دی. دوی د سیاسي تفاهم پر ځای له افغانستان سره اړیکو ته یوازې پوځي ژبه کاروي.''

نوموړي په دا وروستیو کې د افغانستان پر بېلابېلو سیمو د پاکستان بمباریو ته په اشارې سره دا ''د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف د افغانستان پر حاکمیت یو تېری'' وباله.

ښاغلي متقي له پاکستانه د افغان کډوالو ایستل او د سوداګریزو لارو بندول ''اعظمي فشار'' وسیله وبلله.

نوموړي دغه راز ادعا وکړه، چې ''پاکستان همدا اوس په یوه نوې پروژه کار پیل کړی دی. دوی د پخواني رژیم د نظامي پرسونل تر څنګ د داعش غړو په واسطه په افغانستان کې د ناامنۍ خپرولو لپاره عملي هڅې پیل کړې دي. د ډ‌ېورنډ کرښې ته څېرمه یې زرګونه وسله وال راټول کړي، چې په افغانستان کې راغلی ثبات وننګوي.''

نوموړي په دا وروستیو کې د بدخشان او نورستان ولایتونو د ناامنیو پېښو یادونه وکړه او د دې پېشو د پړې ګوته یې پاکستان ته ونیوه.

نوموړي وویل، د دوی حکومت به ''په ټول استقلالیت خپل داخلي او بهرني سیاستونه تنظیموي او هېڅکله به د فشار په نتیجه کې له خپلې اساسي تګلارې تېر نه شي.''

غونډې ته په وینا کې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق په خپله لیکلې وینا کې، چې پر خواله رسنۍ اېکس یې هم خپره کړې، ادعا کړې، چې ''ترهګري لا هم د افغانستان د ستونزو په مرکز کې پاتې ده، چې ریښې یې د طالبانو د واکمن رژیم او د ترهګرو ډلو ترمنځ په اړیکو کې دي. په دغو ډلو کې ټي ټي پي (TTP)، بي اېل اې (BLA)، اې ټي آی اېم (ETIM)، داعش خراسان (ISKP)، القاعده او د هغوی اړوندې ډلې شاملې دي، چې د افغانستان پر خاوره په ازاد ډول فعالیت کوي.''

د ښاغلي صادق په وینا کې زیاته شوې، ''وضعیت هغه وخت لا پسې خرابېږي چې بهرني لوبغاړي او تخریبي عناصر په افغانستان کې د خپلو نیابتي ډلو ملاتړ کوي، چې پاکستان او د سیمې نور هېوادونه په نښه کړي.''

ښاغلي خان په خپله وینا کې د پاکستان ناامنیو پېښو یادونه کړې او په خبره یې ''چې سرچینه یې افغانستان بلل کېږي. هېڅ هېواد به داسې وضعیت ونه زغمي.''

نوموړي ادعا کړې، چې ''د ترهګرۍ ضد د پاکستان عملیات د هغو ترهګریزو بریدونو په ځواب کې ترسره کېږي چې له افغان خاورې سرچینه اخلي. دا عملیات دقیق، د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ او دفاعي ماهیت لري.''

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی ټینګار کوي چې ''دغه اقدامات د خپل مشروع حق، یعنې د ځان د دفاع، په چوکاټ کې ترسره کوي چې د خپلو وګړو خوندیتوب او امنیت یقیني کړي. دا اقدامات یوازې هغه ترهګرې ډلې په نښه کوي چې په افغانستان کې مېشتې دي او د پاکستان، سیمې او له سیمې هاخوا امنیت ته ګواښ پېښوي.''

ارشیف تصویر
د عکس تشریح، ارشیف تصویر

د افغانستان، هند، ایران، قزاقستان، چین، قرغزستان، پاکستان، روسیې، تاجکستان او ازبکستان ځانګړي استازي او لوړپوړي چارواکي په دې ناسته کې ګډون کوي.

د بېلاروس او مصر استازي هم دې غونډې ته د مېلمنو په توګه بلل شوي دي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر، مولوي امیرخان متقي، هم په دې غونډه کې ګډون کوي.

ښايي، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، سرګي لاوروف به د غونډې په څنډه کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو له وزیر او د افغانستان د پلاوي له مشر امیرخان متقي، سره هم جلا لیدنه ولري. په دې لیدنه کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ پر روانو موضوعاتو خبرې وشي.

تمه ده چې د غونډې په پای کې ګډونوال یو ګډ بیان هم خپور کړي.

د روسیې د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، ماریا زاخارووا، په یوه خبري غونډه کې ویلي چې په دې مشورو کې به له افغانستان سره د سیمې د هېوادونو پر سیاسي او اقتصادي اړیکو او همکاریو تمرکز وشي.

هغې ویلي چې د ترهګرۍ او نشه‌يي توکو د قاچاق پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د سیمه‌ییزې همکارۍ پیاوړتیا به هم د غونډې له مهمو موضوعاتو وي.

دا غونډه داسې مهال کېږي چې په افغانستان او د دغه هېواد په شاوخوا کې لا هم تاوتریخوالی او ترینګلتیا روانه ده او د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ کړکېچ د سیمې د بې‌ثباتۍ له مهمو لاملونو څخه بلل کېږي.

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي، ضمیر کابلوف، تاس خبري اژانس ته ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ روان کړکېچ به حتماً د مسکو په غونډه کې مطرح شي.

هغه وايي: ''د مسکو فارمټ ګډونوال غواړي له دواړو هېوادونو سره مرسته وکړي، چې د خپلو اختلافاتو د حل لپاره یوه مناسبه لار پیدا کړي.''

ښاغلي کابلوف وايي:

''اوس مهال د پاکستان او افغانستان ترینګلو اړیکو د ټولو پام ځانته اړولی دی. موږ به هرومرو د دې موضوع په اړه خبرې وکړو، ځکه د مسکو فارمټ ټول ګډونوال غواړي چې دا شخړه پای ته ورسېږي او د دواړو هېوادونو ترمنځ عادي اړیکې بېرته ټینګې شي.''

نوموړي زیاته کړې چې ''په دې وروستیو کې د سیمې د هېوادونو ترمنځ د اړیکو او تړاو، ډېرې خبرې کېږي.'' خو د ده په وینا، ''افغانستان د سیمې په څلورلارې کې موقعیت لري او که له پاکستان سره عادي اړیکې ونه لري، نو د سیمه‌ییزې نښلونې او همکاریو په اړه ټولې خبرې به بې پایلې وي.''

د کابلوف په وینا، ''د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ د مشورتي ناستو اصلي هدف په سیمه کې د همکاریو پیاوړتیا ده، چې افغانستان هم پکې مهم رول لري.''

هغه ویلي چې دا فارمټ له لومړۍ ورځې د همدې هدف لپاره جوړ شوی و او روسیه به په همدې لوري خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

د مسکو فارمټ په ۲۰۱۷ کال کې د روسیې، افغانستان، هند، ایران، چین او پاکستان د ځانګړو استازو ترمنځ د شپږ اړخیزو مشورو پر بنسټ جوړ شو.

د دې فارمټ لومړۍ غونډه د ۲۰۱۷ کال د اپرېل په ۱۴مه وشوه، چې د ۱۱ هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو مرستیالانو او ځانګړو استازو، په ګډون د افغانستان د استازي، پکې ګډون کړی و.

د مسکو فارمټ اصلي هدف په افغانستان کې د ملي پخلاینې له بهیر سره مرسته او په دغه هېواد کې د ژر تر ژره سولې د ټینګېدو لپاره د زمینې برابرول بلل شوي وو.

روسیې د ۲۰۲۵ کال په اوړي کې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژاند.

دغه راز، د ۲۰۲۵ کال د اپرېل په ۱۷مه د روسیې سترې محکمې د دې هېواد د لوی څارنوال هغه غوښتنه ومنله چې په روسیه کې د طالبانو پر فعالیتونو د بندیز د ځنډولو غوښتنه یې کړې وه.