د یمني حوثیانو ادعا: پر تعز د سعودي عرب هوايي برید کې د ۳۰ وسله والو په ګډون اته ملکي وګړي وژل شوي

یمن
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

په یمن کې د حوثي ډلې اړوندو ځینو سرچینو د فرانسې خبري اژانس (اې ایف پي) ته ویلي، د یکشنبې په ورځ په تعز سیمه کې د یو شمېر هوايي بریدونو له امله د دې ډلې نژدې۳۰ وسله وال او اته ملکي وګړي وژل شوي دي.

بلخوا، د نړیوالې ټولنې لخوا په رسمیت پېژندل شوي یمني حکومت اعلان کړی چې ځواکونو یې په همدې سیمه کې د حوثیانو یو پوځي کمپ او یو شمېر پوځي وسایط په نښه کړي دي.

د حوثیانو اړوند ټلویزیوني شبکې المسیره تر دې مخکې راپور ورکړی و چې په یوه هوايي برید کې اووه کسان وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان دي. دې شبکې ادعا کړې وه چې برید د سعودي عرب له لوري شوی او یو بازار یې په نښه کړی دی.

وروسته بیا المسیره د حوثیانو د روغتیا وزارت له قوله ویلي چې په ټپیانو کې پنځه ماشومان هم شامل دي.

د حوثیانو د روغتیا وزارت مسوولینو په وینا برید د تعز ولایت د مویه څلورلارې په بازار او یو شمېر دوکانونو شوی، خو د نړیوالې ټولنې لخوا په رسمیت پېژندل شوي یمني حکومت ویلي چې د دوی ځواکونو په همدې څلورلارې کې د حوثیانو یو پوځي کمپ او پوځي وسایط په نښه کړي دي.

د حوثیانو ویاند یحیی سریع پر سعودي عرب تور پورې کړی چې د تعز په څنډو کې یې پر بازار دوه هوايي بریدونه کړي دي. د هغه په وینا، په دغو بریدونو کې د مړو او ټپیانو په ګډون نږدې ۵۰ کسان اغېزمن شوي دي.

یحیی سریع زیاته کړې چې د دې بریدونو غچ به اخیستل کېږي.

بل لور، د یمني وسله‌والو ځواکونو رسمي ویاند ډګروال ماجد عبدالله النزیلي وايي، وسله‌والو ځواکونو په تېرو ۷۲ ساعتونو کې ۷۵۶ کره او اغېزمن عملیات کړي او د حوثیانو ۲۳۱۶ وسله وال یې په نښه کړي، چې د هغه په وینا څلور ایراني وګړي هم پکې شامل وو.

دغه نښتې له تېرې میاشتې راهیسې وروسته له هغې چې د مخا بندر د حوثي ځواکونو لاس ته ولوېد، لا پسې سختې شوې دي. له هغه راهیسې په سیمه کې پوځي ترینګلتیا زیاته شوې او د سمندري تګ راتګ او امنیت په اړه اندېښنې هم ډېرې شوې دي.

ارشیف تصویر
د عکس تشریح، ارشیف تصویر

بل لور د سعودي عرب پلازمېنه ریاض کې یو شمېر ښوونځیو د زدکوونکو والدینو ته خبر ورکړی چې د راتلونکې یوې اوونۍ لپاره به درسونه په انلاین بڼه ترسره کېږي. والدینو ته د یکشنبې په ورځ په لېږل شویو پیغامونو کې ویل شوي چې د سعودي چارواکو د لارښوونې له مخې ښوونځي په لنډمهاله توګه تړل کېږي او زدکوونکي به له خپلو کورونو زدکړې کوي.

د فرانسې خبري اژانس (اې ایف پي) د راپور له مخې، د ښوونځیو ادارو د دې تړل کېدو لپاره کوم رسمي دلیل نه دی وړاندې کړی. خو دا پرېکړه داسې مهال شوې چې په سیمه کې کړکېچ زیات شوی او د سعودي عرب او د یمن د حوثي ډلې ترمنځ شخړه یو ځل بیا سخته شوې ده.

د اې ایف پي په وینا، په ریاض کې ځینو والدینو د دې ناڅاپي پرېکړې په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې کله یوه پرېکړه د یوې بشپړې اوونۍ لپاره د زرګونو کورنیو پر ژوند اغېز کوي، باید د لاملونو په اړه هم معلومات ورکړل شي.

یوه پلار ویلي چې کورنۍ د روڼتیا او څرګندو معلوماتو حق لري، په داسې حال کې چې په ریاض کې مېشت یوه لبناني وګړي دا د وروستۍ شېبې ناڅاپي اقدام بللی دی.

تر اوسه سعودي چارواکو د ښوونځیو د تړل کېدو یا د عادي درسي بهیر د بیا پیل په اړه کوم رسمي بیان نه دی خپور کړی.

دا پرمختګ یوه ورځ وروسته له هغه رامنځته شوی چې د سعودي په مشرۍ ائتلاف اعلان وکړ، هغه ډرونونه او بالستیک توغندي یې شنډ کړي چې د سعودي عرب پر لور توغول شوي وو.

حوثیان ادعا کوي چې د یمن د سویل لوېدیځې سیمې تعز په شاوخوا کې د سعودي هوايي بریدونو له امله لسګونه کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي. د دوی په وینا، دغه سیمې د حوثیانو تر کنټرول لاندې دي.