BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
امیر خان متقي: "پاکستان د افغانستان ثبات له منځه وړلو لپاره ډیورنډ کرښې ته څېرمه زرګونه وسله وال راټول کړي"
د افغانستان په اړه د 'مسکو فارمټ' د مشورتي ناستې اتمه غونډه نن، دوشنبه، په مسکو کې پیل شوه. په دې غونډه کې به په افغانستان او د دغه هېواد شاوخوا د روان وضعیت په اړه خبرې وشي، چې د کابل او اسلاماباد ترمنځ روانې شخړې موضوع هم پکې شامله ده.
د پخواني لومړي وزیر عمران خان پلویان د پاکستان پلازمېنې پر لور لاریون کوي
د پاکستان د پخواني زنداني شوي لومړي وزیر عمران خان زرګونه پلويان د هغه د خوشي کېدو غوښتنې لپاره د پلازمېنې اسلام اباد پر لور 'اوږد لاريون' کوي. د ۷۳ کلن عمران خان د روغتیا په اړه اندېښنې په وروستیو میاشتو کې زیاتې شوې دي. د هغه کورنۍ ادعا کوي چې د زندان چارواکو د لازم اقدام نه کولو له امله هغه د خپلې ښۍ سترګې ډېره برخه ليد له لاسه ورکړی دی. دغه پخواني کرېکټ لوبغاړی او سیاستوال ته، چې له سلو په زیاتو قضیو کې تورن دی، تېر کال د اداري فساد په یوه قضیه کې د ۱۷ کلونو بند سزا واورول شوه. عمران خان تل ویلي چې د ده پر ضد "ټولې قضیې سیاسي انګېزه" لري.
د هګۍ ژېړ د زړه حملې خطر ډېروي او که نه او د ورځې څو هګۍ خوړلی شو؟
هګۍ ته په ټوله نړۍ کې بدن او روغتیا ته د ګټورو خوړو په سترګه کتل کېږي خو بیا یې هم په اړه له خلکو سره بېلابېلې پوښتنې او اندېښنې شته. لکه: د چرګې هګۍ خو به د وینې غوړ یا کولېسټرول نه ډېروي؟ د ورځې څو هګۍ خوړلی شو؟ د کورنیو چرګو هګۍ ښې دي او که د فارمي؟ پخه هګۍ ښه ده او که اومه؟ که سپين یې وخورو او ژېړ یې پرېږدو نو بیا...؟
د 'مکې دفاعي تړون' غړي غونډه کوي، له حوثیانو سره د خبرو لپاره د ایران منځګړیتوب پر وړاندیز به غور کېږي
دا غونډه داسې مهال کېږي چې د سعودي عرب له ملاتړه برخمن د یمن حکومت د ایران له ملاتړه برخمنې انصارالله (حوثي) ډلې پر ضد د پراخو پوځي عملیاتو د پیل اعلان کړی دی. د دغو عملیاتو موخه د هغو سیمو بېرته نیول ښودل شوي چې اوسمهال د حوثیانو تر ولکې لاندې دي.
د طالبانو حکومت له چین سره د نښلوونکي واخان دهلیز سړک پرانیست
د طالبانو حکومت د افغانستان شمال ختیخ کې له چین سره د نښلوونکي واخان دهلیز د سړک پروژې د بشپړېدو اعلان وکړ. د دې پروژې مسوول محمد اسماعیل بدر ویلي: "اوس موږ له چین سره په مستقیم ډول وصل یو. که هر رنګه موټر وي، که غټ وي، که وړ وي، اوس هلته رسېدلی شي." د طالبانو حکومت چارواکي وایي، دغه پروژه افغانستان لپاره سیاسي، اقتصادي او ترانزیټي اهمیت لري.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند: د سهیل اپریدي په مشرۍ له لکي مروت سیمې لاریون پیل شوی
د پاکستان له فدرالي حکومت سره د خبرو له ناکامۍ وروسته، د پاکستان تحریک انصاف ګوند د خیبر پښتونخوا د اعلیٰ وزیر سهیل اپریدي په مشرۍ له لکي مروت سیمې هغه لاریون پیل کړی، چې دوی د لانګ مارچ نوم ورکړی دی. د لاریون په پیل کې د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر ګډونوالو ته په وینا کې وویل، نن به د خیبر سیمې پر لور وخوځېږي او په وینا یې تمه ده چې د دوشنبې تر ورځې پورې به د ده په خبره په خیبر کې د ګډونوالو شمېر میلیونونو ته ورسېږي.
ویډیو, په افغانستان کې ژورې څاه ګانې او مرګونې پېښې, موده 7,55
د افغانستان د اوبو کړکېچ هره ورځ یو نوې بڼه خپلوي، چې د اوبو پر زېرمو د خلکو زیاتېدونکې تکیه په ډېرو سیمو کې خلک اړ کړي چې لا ژورې څاهګانې وکیندي او د څاهګانو شمېر هم ډېر شوی دی.
د بالیووډ نوی فلم 'درشیم ۳'؛ 'نه سندرې لري، نه د نڅا ځانګړې صحنې، خو بیا هم یو شاهکار دی'
د 'درشیم' په نامه نوی هندي فلم نندارې ته وړاندې شوی، چې د رپوټونو له مخې د عاید له پلوه په لومړۍ ورځ یو بریالی فلم بلل شوی دی. د بي بي سي هندي څانګي یاسر عثمان په خپل رپوټ کې د سرچینو په حواله وايي، چې د یاد فلم درېیمې او وروستۍ برخې نندارې ته له وړاندې کېدو وروسته په دوو لومړنیو ورځو کې نژدې ۱۰۰ کروړه روپۍ عاید درلود. دغه فلم چې مشهورو هندي فلمي ستورو اجې دېوګن او تبو پکې مرکزي رولونه لوبولي دي، د اجې دېوګن لپاره هم یو خورا بریالی فلم بلل کېږي.
د طالبانو حکومت پلاوی هغو پوځي تمریناتو ته وربلل شوی چې ولسمشر پوتین هم ورغلی و
د طالبانو حکومت دفاع وزارت وايي، یوه جپګوړي پلاوي یې د مسکو په بلنه د ۲۰۲۶ کال لپاره د روسیې په ستراتېژیکو پوځي تمریناتو (مرکز - ۲۰۲۶) کې ګډون کړی دی. دغه وزارت په یوه ویناپاڼه کې ویلي، د دوی پلاوي "د تمریناتو د عملي پړاوونو پر لیدو سربېره، د درنو وسلو، بېپیلوټه الوتکو، لېرې واټن ویشتونکو توغندیو، روباټیک سیسټمونو او نورو عصري پوځي تجهیزاتو" نندارتون ته هم ورغلی دی.
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټیلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
بلجیم وايي لسګونه د جنايي مخينې لرونکي افغانان وباسي
د بلجيم د کډوالۍ وزيرې ويلي، شاوخوا ۶۰ افغانان چې د دې په وینا ډېری یې د "وژنې او جنسي تېري" په څېر په درنو جرمونو محکوم شوي، د خپلې سزا له بشپړېدو وروسته به له دغه هېواده وايستل شي.
د پيشوګانو سترګې څنګه څېړونکي د انځور اخیستنې ټیکنالوژۍ پراختیا ته هڅوي؟
د ۱۹۳۳ کال په یوه داسې شپه چې هر څه لړو یا ګردونو په سر اخیستي وو، پرسي شو په خپل موټر کې د کور لوري ته رهي و، چې د سړک پر غاړه یوه رڼا وبرېښېده او هغه یې درېدو ته اړ کړ
د ټرمپ له ګواښ وروسته به جي۷ میلیونونه بېرله تېل او ډیزل بازار ته وړاندې کړي
جي۷ اعلان کړی چې د تېلو او ډیزلو ۱۰۰ میلیونه بېرله به بازار ته وړاندې کړي، چې د عرضې هغه اندېښنې راکمې کړي چې د بیو د چټک لوړېدو لامل شوې دي. د جي۷ مشرانو په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په دې اقدام کې به په راتلونکو ۲۰ ورځو کې د ډیزلو "د پام وړ اندازه" بازار ته وړاندې شي او د اړتیا په صورت کې به د ډیزلو د نورو زېرمو د خوشې کولو په اړه هم خبرې وشي.
ویډیو, فاطمة الزهراء المنصوري؛ لومړنۍ مراکشۍ د لومړي وزارت مقام کې, موده 2,04
د مراکش پاچا محمد شپږم د سې شنبې په ورځ فاطمه الزهراء المنصوري د نوي حکومت د جوړولو لپاره مشره وګومارله، چې په دې سره د مراکش په تاریخ کې لومړنۍ ښځه شوه چې دغه مقام ته رسېږي.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۵ اکتوبر ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان
واورئ, غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۵ اکتوبر ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۴ اکتوبر ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۴ اکتوبر ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.















































