BBC News, پښتو - کور پاڼه
ژوندۍ پاڼه, عراقچي: هرمز تنګی به د اوربند تر پایه پرانیستی وي، ټرمپ: "مننه"
عباس عراقچي په ټولنیزو شبکو کې لیکلي: "د لبنان د اوربند په چوکاټ کې، د هرمز تنګي له لارې د ټولو سوداګریزو بېړیو تګ راتګ د اوربند تر پاتې مودې پورې په بشپړ ډول پرانیستی اعلانېږي." د ډونلډ ټرمپ پر خپله ټولنیزه رسنۍ ټروت سوشل لیکلي: "ایران تازه اعلان کړی چې د ایران تنګی په بشپړ ډول پرانیستی او د بشپړ تګ راتګ لپاره چمتو دی. مننه!"
مهم خبرونه
ملګرو ملتونو کابل کې د درملنې پر مرکز د پاکستان برید کې، تر اوسه د ۲۶۹ ولسي افغانانو وژنه تایید کړې
افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ (یوناما) تایید کړې چې پلازمېنه کابل کې د روږدو د درملنې پر مرکز د پاکستان په هوايي برید کې څه د پاسه ۲۶۰ تنه ملکي کسان وژل شوي دي.
افغان پوهنتونونو کې شیعه مذهبه محصلان د ژمنلیک پر کومې خبرې نیوکه لري؟
افغانستان کې د نوي تعلیمي کال له پیل سره د طالبانو حکومت د لوړو زدکړو وزارت له ټولو محصلانو غوښتي هغه ژمنلیک لاسلیک کړي چې ځینې برخې یې جنجالي شوې دي. دا ژمنلیک ۱۴ مادرې لري او له تېرې شاوخوا یوې اوونۍ راپدې خوا د افغانستان په ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونو کې وېشل شوې دي.
"هر څه د خدای په لاس کې دي": بيبيسي تهران ته سفر کې څه ولیدل؟
د ايران په شمال لوېديځ کې پر واورو د پوښلو غرونو څنډې ته په پرتو تراړو کې د بادامو د ولاړو ونو څانګو د پسرلي په راتګ سره غوټۍ نیولي دي. هممهاله له نازک اوربند سره پر لارو ترافيکي ګڼه ګوڼه زیاته ده او ګڼ شمېر ايرانيان بېرته خپل ټاټوبي ته ستنېږي. په داسې حال کې چې د ایران او ترکیې ترمنځ پر پوله د تګ راتګ تالار کې حرکت ته منتظر وو، د پاخه منګ یوه ایراني بانکوال راته وویل: "ما له خپل زوی سره يوه مياشت په ترکيه کې تېره کړه." دلته وروستیو واورو هوا سړه کړې ده.
د افغانستان - پاکستان شخړه: د ماشومانو پر زدکړه یې اغېز
د افغانستان په یوه لیرې غرنۍ کلیواله سیمه کې ویجاړ ښوونځی، چې د جګړې ناخوالو یې زدکوونکي له زدکړو محروم کړي. دا د کونړ ولایت د بریکوټ کلی دی چې یو ښوونځی پکې د پاکستاني پوځ په مرمیو سوری سوری شوی دی.
سیکېډا: د کوویډ-۱۹ نوې بڼه څومره د اندیښنې وړ ده او ولې پرې ماشومان ډېر اخته کېږي؟
د روغتیا نړیوال سازمان د کوویډ-۱۹ یوه ډېره بدله شوې بڼه، چې تر دې دمه یې بېلګې د نړۍ په ۲۳ هېوادونو کې لیدل شوې، څاري. د امریکا له متحدو ایالتونو، هانککانګ، موزامبیق او بریتانیا پر سیکېډا د اخته کېدو رپوټونه ورکړ شوي دي. د کوویډ-۱۹ دغه وریانټ یا بڼه رسمآ بياې ۳.۲ بڼه بلل کېږي. تر اوسه د دې څه دلیل نشته، چې د کوویډ دا بڼه دې تر نورو هغو ډېره خطرناکه وبلل شي، خو متخصصان وايي داسې برېښي چې ماشومان پرې تر لویانو ډېر ډېر اخته کېږي. نو د کوویډ دې بڼې ته باید څومره اندېښمن اوسو؟
لنډې ویډیوګانې
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
مکې مکرمې ته د کڼو مسلمانانو سفر "لکه خپل کور مې چې موندلی وي"
جاني حسین په ۱۳ کلنۍ کې مکې مکرمې ته د خپل لومړني سفر یادونه ښه په یاد دي. هغه وايي: "زما په زړه دي چې مور مې ژړل، خو زه نه پوهېدم چې ولې ژاړي او دا راته ډېرغمجن احساس و".
د امریکا او ایران شخړه: څه پېښېدای شي؟ څلور احتمالي سناریوګانې
هوکړې ته په رسېدو کې دا لومړني ناکامي او د نورو مذاکراتو احتمال څنګه ارزولی شو؟ ایا ایران او امریکا د یوه کنټرول شوي زیاتېدونکي کړکېچ پر لور روان دي، که خبره تر دې لویه ده او یوې پراخې نهمخنیوی کېدونکې جګړه کې ښکېلېږي؟ دا چې په راتلونکې کې څه پېښېدای شي، دلته یې پر څلورو احتمالي سناریوګانو غږېږو.
"اختر کې کور ته راته، خو ان مړی یې هم ونه موندل شو"
ټاکل شوې وه ۲۶ کلن سید محمد له پنځې میاشتنې درملنې وروسته،اختر کې خپل کور ته ستون شي، خو له اختره څو ورځې وړاندې یې د روږدو د درملنې پر مرکز د پاکستان هوايي برید کې ژوند وبایله. طالبانو د برید پړه پر پاکستان اچوي خو پاکستان وايي پوځی تاسیسات یې په نښه کړي. د طالبانو حکومت روسیې ته وړاندیز کړی چې پېښې د ځای ارزولو لپاره یو مسلکي ټیم واستوي.
قلم او کاغذ ته ستنېدل، د سویډن ښوونځیو ډیجیټل زدکړې کمې کړې
د سویډن ټولګي لیپ ټاپونه د کتابونو، قلمونو او کاغذونو لپاره بدلوي، چې د ټیکنالوژۍ سکتور اندېښنې یې راپورته کړې.
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۱۷ اپریل ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
ژوندۍ خپرونه واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۱۷ اپریل ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۱۷ اپریل ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۱۷ اپریل ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.












































